ياالله
1.د الله پاک ذاتي نوم : څوک چي هره ورځ زر ځله يا الله ووايي انشا الله د زړه څخه په يې ټول شکونه او وسوسې ليري سي د عزم او يقين قوت به ورنصيب سي او که کوم په ناعلاجه ناروغۍ اخته کس د يا الله ډير ذکر وکړي او وروسته د شفا دعا وغواړي نو هغه ته به کامله شفا نصيب سي
يارحمن
2.اى ډير رحم کوونکيه ! که څوک هره ورځ د هر لمانځه وروسته زر ځله يا رحمن ووايي انشا الله د زړه څخه به يې هر قسم سختي او غفلت ليري سي .
يا رحيم
3.اى ډير مهربانه ! که څوک هره ورځ د هر لمانځه وروسته سل ځله يا رحيم ووايي د ټولو دنيوي افتونو څخه به و ژغورل سي او ټول مخلوق به پرده مهربان سي انشا الله .
ياملک
4.اى حقيقي پاچا ! هره ورځ د سهار تر لمانځه وروسته ډير ځله يا ملک ويونکى به الله تعالي غني کړي انشا الله .
يا قدوس
5.اى د هر عيبه پاک خدايه ! که څوک هره ورځ د زوال وروسته دغه اسم ډير ووايي انشا الله د هغه زړه به د روحي ناروغيو څخه وژغورل سي .
يا سلام
6.اى بې عيبه ذاته ! هغه څوک چي دغه اسم ډير وايي انشاالله د ټولو افتونو څخه به و ساتل سي او که څوک د غه اسم ١١٥ ځله وواى او پر ناروغ يې دم کړي الله به هغه ته شفا ورنصيب کړي
يا مومن
7.اى امن او ايمان ورکوونکيه ! که څوک د بيري په حالت کي د غه اسم ٦٣٠ ځله وواى انشا الله د هر ډول بيري او تاوان څخه به و ساتل سي او که څوک دغه اسم ووايي او ويې ليکي د ځآن سره يې وساتي د هغه ظاهر او باطن به د الله تعالي په حفاظت کي وي .
يا مهيمن
8.اى ساتونکيه ! که څوک د غسل وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي او سل ځله د غه اسم ووايي الله به د هغه باطن او ظآهر پاک کړي .
يا عزيز
9.اى پر ټولو غالب خدايه ! که څوک ٤٠ ورځي ٤٠ ځله دغه اسم مبارک ووايي الله تعالي به هغه عزتمند او مستغني کړي . او که څوک د سهار د لمانځه وروسته ٤١ ځله دغه اسم مبارک وواي هغه به انشا الله د چا محتاج نسي او د ذلت وروسته به عزت و مومي .
ياجبار
10.اى تر ټولو زبردست خدايه ! که څوک هره ورځ سهار او ماښآم ٢٢٦ ځله دغه اسم مبارک و وايي هغه به انشا الله د ظالمانو د ظلم څخه وژغورل سي . او که څوک د سپينو زرو پر ګوتمۍ دغه اسم وليکي او په ګوته يې کړي د هغه هيبت او شان به د خلکو په زړو نو کي راسي .
يامتکبر
11.اى د لويي او بزرګۍ خاونده ! څوک چي دا اسم مبآرک ډير ځله وواى الله به هغه ته عزت او بزرګي ورکړي او که څوک د يو کار په پيل کي دغه اسم ډير ځله وويل سي انشا الله په هغه کار کي به بريالى سي
ياخالق
12.اى پيدا کوونکيه ! که څوک دغه اسم مبارک ٧ ورځي پرله پسې سل ځله ووايي انشا الله د ټولو افتونو څخه به وژغورل سي او که څوک دا اسم مبارک تل ذکر کوي نو الله تعالي به يوه ملايکه پيدا کړي چي دده لپاره به هميشه عبادت کوي .
يا باري
13.اى پيدا کوونکيه او روح ورکونکيه ! که کومه بې اولاده ښځه اوه روژې ونيسي او د هر روژمات پروخت ( يا خالق ، يا باري ، يا مصور ) ٢١ ځله ووايي او پر يو ګلاس اوبو يې دم کړي او په هغه اوبو روژه ماته کړي انشا الله خداى به اولاد ورکړي
يامصور
14. اى صورت جوړونکيه او روح ورکوونکيه ! که کومه بې اولاده ښځه اوه روژې ونيسي او د هر روژمات پروخت ( يا خالق ، يا باري ، يا مصور ) ٢١ ځله ووايي او پر يو ګلاس اوبو يې دم کړي او په هغه اوبو روژه ماته کړي انشا الله خداى به اولاد ورکړي
ياغفار
15.اى ډير بخښوونکيه ! که څوک د جمعې د لمانځه وروسته دغه اسم مبارک سل ځله ووايي پر هغه به د مغفرت اثار ښکاره سي او که څوک د مازديګر د لمانځه وروسته هره ورځ يا غفار اغفرلي وايي الله تعالي به هغه د بښل سوو کسانو په ټولۍ کي دا خل کړي .
يا قهار
16.اى پر ټولو غالب خدايه ! که څوک د دنيا په محبت اخته وي هغه دي دغه اسم مبارک ډير ووايي انشا الله د دينا محبت به يې له زړه څخه ليري سي او د الله سره به يې محبت پيدا سي .
يا وهاب
17.اى هر څه ورکوونکيه ! څوک چي په فقر او مفليسۍ اخته وي هغه دي دي دغه اسم ډير وايي او يا دې وليکي او د ځان سره دې وساتي يا دي د ځاښت د لمانځه په اخيره سجده کي دا اسم ٤٠ ځله وواي نو الله تعالي به هغه ته خلاصون ورنصيب کړي او که کوم خاص حاجت ولري نو د کور يا مسجد په انګړ کي دي درې ځله سجده وکړي لاسونه دي پورته کړي او سل ځله دي دغه اسم ووايي انشا الله حاجت به يې پوره سي .
يا رزاق
18.اى روزي ورکوونکيه ! که څوک د سهار تر لمانځه مخکي د خپل کور پر څلورو کونجونو لس ځله دغه اسم دم کړي الله تعالي به پر هغه د رزق دروازې خلاصي کړي مريضي او مفليسي به هيڅ کله د هغه کور ته رانسي ، د راسته کونج څخه دې پيل او مخه پر قيبله دي ودريږي
يا فتاح
19.اى مشکل حل کوونکيه ! که څوک د سهار تر لمانځه وروسته دواړه لاسونه پر سينه کښيږدي او اويا ځله يا فتاح ووايي د هغه زړه به د ايمان په نور منور سي انشا الله
ياعليم
20.اى د بې اندازې علم خاونده ! څوک چي دا اسم مبارک ډير وايي الله به په هغه د علم او معرفت دروازې را پرانيزي
يا قابض
21.اى روزي تنګ کوونکيه ! که څوک د ډوډوۍ پر څلورو ګولو بآندي دغه اسم وليکي او تر ٤٠ ورځو پوري يې وخوري نو د لوږي ، تندي ، زخم او درد د تکليف څخه په و ژغورل سي .
يا باسط
22.اى روزي پراخه کوونکيه ! که څوک هره ورځ د څاښت د لمانځه وروسته د اسمان لوري ته لاسونه پورته کړي او لس ځله دا اسم مبآرک ووايي الله به هغه غني کړي او هيڅکله به د چا محتاج نسي .
يا خافض
23.اى کښته کوونکيه ! که څوک هره ورځ ٥٠٠ ځله يا خافض و وايي الله په د هغه حاجتونه او مشکلات پوره کړي او که څوک درې روژې ونيسي او په څلورمه ورځ يو ځاى کښيني او اويا ځله دغه اسم ووايي نو انشا الله پر دښمن به کامياب سي
يارافع
24.اى لوړوونکيه ! که څوک دغه اسم د هري مياشتي پر څوارلسمه په نيمه شپه کي ١٠٠ ځله و وايي الله به هغه د مخلوق څخه بې نيازه او مستغني کړي .
يا معز
25.اى عزت ورکونکيه ! که څو ک د سه شنبې يا جمعې په ورځ د ماښام د لمانځه وروسته ٤٠ ځله يا معز ووايي الله تعالي به هغه په خلکو کي عزت مند کړي .
يا مذل
26.اى ذلت ورکوو.
وروستي