
ایمل افغان
درنولوستونکو زما دلیکنې نه موخه د هېواد هغه برحاله چارواکي دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې په چوکیو قبضې لږولې دي او د افغان ولس واک یې په لاس کې نیولی دی معنی دا چې څه یې زړه غواړي هغه یې په دغومظلومو هېوادوالو عملي کړل او عملي کوي دا چې افغان حکومت په تېرو کلونو کې دغو بې کاره چارواکو ته په موجوده اداره کې وخت ورکړی وو نو دوي له دغه وخت نه ناوړه ګټه پورته کړه چې په نتیجه کې هېوادوال په اورباندې وکړیدل یعنې ترخپلې وسې پورې دغو ډلو په موجوده اداره کې خیانت وکړو. څرنګه چې د مظلومو هېوادوالو غوښتنې او اړتیا وه متاسفانه هغسې دغو چارواکو پوره نه کړای شوي چې هغه د پوهنې په اړه ، د امنیت نشتوالی او همدارنګه په حکومت کې اداري فساد چې خپل اخیري سرحد ته رسیدلی دی ځکه هرې ادارې ته چې څوک دیو کار لپاره ورځي نو په اسانه یې په هغه اداره کې کار نه خلاصیږي چې د هغې له جملې نه یو هم د پوهنې وزارت دی چې یوه ورځ زه د خپل یو دوست سره د پوهنې وزارت ته دیو څه کار لپاره ولاړم چې هغه کار داوو زما هغه دوست خپل ماشومان د یوښوونځي نه بل ته تبدیلول خو تاسو باور په لوی خدای وکړی چې زموږ زور ونه رسیدو چې په یوه هفته کې دغه ماشومان هغه بل ښوونځي ته بدل کړو حال دا چې دا زموږ د اولادونو خپل قانوني حق وو.
داسې نور په لس ګونه کارونه دي چې په اساني سره په حکومتي ادارو کې نه خلاصیږي چې ترڅوپورې ورسره لاس او ګریوان نشي او یا هم له هغه کاره سړی لاس په سر نشي.
دا چې ولسمشر کرزی صیب هغه څوک وو چې په هېواد کې د درې لسیزو جګړونه وروسته یوه اداره جوړه کړه داسې یوه اداره چې ټول افغان ولس په ده باندې را غونډ شولواو همدارنګه د دغې ادارې لپاره په هېواد کې ټولټاکنې ترسره شوې او ټولو هېوادوالو په خپله خوښه او د باور په صورت کې یو ځل بیا ولسمشر کرزی صیب د چوکۍ لپار وټاکلو نو اوس د ده لپاره پکار ده چې د مظلومو هېوادوالو هیلې یوځل بیا را ژوندې کړي هغه په داسې حال کې چې دی باید په راتلونکې کابینه کې یو مثبت او د ولس په خوښه یو بدلون راولي او هغه کرغیړنې څېرې چې په موجوده حکومت کې په واک کې دي او یا د راتلونکي لپاره له دنÙ
‡ د چوکۍ غوښتنه کوي ټول باید له ځانه لرې کړي دا ځکه چې په دغو بدشکله څیرو سره په هېواد کې د کرزي صیب رنګه هم بدیږي او ولس ته هم د پام وړ کارونه نشي کولای.
او همدارنګه په راتلونکې اداره کې باید هغه ډلۍ چې د حکومت او ولس لپاره په هرځای کې ګواښ جوړوي او بې ځایه هېوادوال په شهادت رسوي هغوي ته باید د سولې غیږه په راتلونکې پنځه کلنه دوره کې خلاصه شي ترڅو له دغسې بدامنیو نه لاس په سر شي.
او د دې په څنګ کې موجوده اداره باید هم وتوانیږي چې خپل ملي پولیس او ملي اردو باید پیاوړي کړي چې ترڅوهغوي وکولای شي د خپل هېواد امنیت په خپله وساتي نه د نورو په مټو او تشوویناوو سره .
اوله ټولو کارونو نه وړاندې هغه ځوانان چې په هېواد کې بې روزګاره دي د هغوي لپاره د کار زمینه مساعده شي ترڅو په خپلو کارونو مصروفه شي.
که چېرته ولسمشر کرزی صیب په دا پنځو کلونو کې په یو قوي پلان باندې کار ونکړي او مخالفو قوتونو سره یو جوړ جاړي ته ونه رسیږي نو فکرنه کوم چې دا حکومت به یو ځل بیا حکومت شي او د هېواد مشران به یو ځل بیا دلته خپلې شپې او ورځې په ارامه تېرې کړي.