کرزى صيب!څنګه به شي؟

بيا هم ولسمشر شوې،که څوک خوښ دي که خوشاله خو په ښکاره د يوه هېواد د ساتلو او پاللو وظيفه بيا درکړل شوه،ته به هم خوشاله يې،ځکه چې ولسمشر يادېږې،وزيران به لرې،واليان به لرې او بالآخره د هرې پريکړې د کېدو تمه درڅخه کېداى شي.يانې دا تاسې پورې اړه لري چې غواړئ څه وکړئ؟هماغه شان پر څوکۍ ناست اوسئ يا بهرته په سفرونو لاړشئ،پر خپلو خلکو د بمبار،ځانمرګي بريد،ظلم،تېرى،اداري فساد،اخلاقي فساد او په ټوله کې د پوره روانې ناقانونۍ مخه به نه  نيسئ او که د تېر برعکس به ګام اخلئ،له نړيوالو سره د په نوم ورورۍ او ملګرتيا سپيناوى به کوئ؟د افغان وژنې روان ناورين به له منځه وړئ،د طالب،القاعده او ترهګر په نومونو روانه لوبه به پاى ته رسوئ اوکه...؟
ښاغلى ولسمشر صاحبه(!)!د اوس نه شم ويلاى خو په وړوکتوب کې ښايي په ښوونځي کې مو په کتاب کې لوستې او يا له کوم ښوونکي د رحمان بابا دا بيتونه اورېدلې وي چې:
                        کر د ګلو وکړه،چې سيمه دې ګلزار شي
                       اغزي مه کره،په پښو کې به دې خار شي
                    ته چې بل په غشو ولې،هسې پوه شه
                 چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي
موخه دا ده چې هر عمل عکس العمل لري،د فهيم،خليلي،اسماعيل،سياف،دوستم،عطا،رباني،عبدالله ،قانوني او نورو دوستانو همداسې په نره ګرځېدل دې باور وکړه چې ګټه درته نه لري،که دوى درسره مله پاتې شول،بيابه دې تر ظاهرا مشرۍ لاندې هېواد دنړۍ په کچه په اداري فساد تر ټولو ککړ هېواد ياد شي،بيا به دې له بېلا،بېلو لورو د واکمنۍ د ړنګولو ګواښونه کېږي،بيا به دې ولس د همدغو ناسمو خلکو په شان يو ولس وژونکى،پردى پالى او پر اصولو پښه اېښودونکى سړى ګڼي او بيابه دې په اړه بېلا،بېلې ورته نورې خبرې کېږي.
نو کرزى صيبه !خوښه مو خپله ده،چې له پورته لارو کومه يوه پالئ خو ولس په دې اندېښنه لري چې څنګه به شي؟بيا به يې ستاسې واک کې نوم ترهګر او د اداري فساد اخلاقي ککړ ولس په توګه ياد شي او که د دې برعکس به يې د يوه اتل په توګه ستونزې ورحلې کړي.