
یوه ورځ قلمونو په خپل منځ کې خبرې کولې، هر یو د خپل ارزښت په اړه غږیده، سره قلم وویل:
• زما کار ډېر ارزښتمن دی. په ما غلطۍ سموي. د کنټرول مامورین په ما لګښتونه او بودجوي مسئلې کنټرولوي.
د کاپي قلم وویل:
• زه داسې کار کوم، چې هر څومره پنسل پاک پرې وهي، پاک کېږم نه.
نري نوک لرونکي قلم وویل:
• که د صورت یا بدن رسمول وي، له ما کار واخلی، تر څو بدن په دقیق ډول انځور شي.
پنسل چې تل کار ترې اخیستل کېده، له ډېره کاره څو ځله تراش شوی و او اخیر ته رسېدلی و، آن د خبروکولو توان او حوصله یې هم نه لرله وویل:
• ځینې وختونه ډېر اړین توب او ګټور توب هم د سړي په زیان وي.