مړاوى پروت وم ناګهانه يې راستون کړم
نا خبر له خـــپله ځانــه يې مجـــــــنون کـــړم
لکه روح چې د مرده په بــدن پريــــــــــوځي
په يو ســــــره روان يـــــې په جــــنون کـــــــړم
لــــکه للمه د باران څاڅــکو ته ناســـت وم
دوطن مينې ګياه غوندې زرغون کـــــــــړم
چې يې مينه په زړه نه وي تش کــالبت دى
ظالــمانو زه حيران او جيګر خـــون کــــــړم
نوى باب به د ژوندون له ســــره پېــــل کړو
د قلـــم ســـره اشـــنا بـــه هر پښــــتون کــــړم
داحمدشاه تاريخ چې بېرته را ژوندى شي
په هر لورې به دښــــمن زده زبـــون کــــــــړم
دوطــــــــن بـــــه داســـې شــــعر زه ليـــــــکم
چې د شعرسره رباب هم په ترنګــــون کړم
زه وصــال بـــه دې تر مـرګــه پورې ستـايم
که سـتا ميــنې لـيونى سر په زنګون کــړم
کابل بابر باغ
وروستي