انځورونه چې په ميلونونو خلک يې ژړولي

ډاکټر نجيب زاخېلوال/ سويډن
ويل کيږي چې د دغه دوه مرغيو انځورونه په اوکراين کې د يو عکاس له خوا اخسيتل شوي چې په امريکا، اروپا کې يې په ميلونونو کسان ژړه ولي دي.
عکاس دغه انځورونه په ډېره لوړه بيه په يوفرانسوي ورځپاڼه پلورلي وو چې د نوموړې ورځپاڼې په ميلونونو شمارې ددې عکس له برکته وپلورل شوې

اول انځور: مرغۍ خپلې ناروغې محبوبې ته په مينه غذا راوړي او پالنه يې کوي

دويم انځور: کله يې چې بيا ورته غذا راوړه ګوري چې محبوبه يې بې سده پرته ده نو په وارخطايي سره يې خوره وي چې حال يې معلوم کړي

دريم انځور: يو لحظه وروسته ګوري  چې معشوقه يې مړه شوې نو په چېغو وهلو او ژړلو يې پيل وکړ

څلورم انځور: د خپل محبوب خوا او شاه ګرځي او چيغې وهې فرياد کوي
باور وکړۍ ددې عکسونو ليدل ډير سخت دي زړه پرې درديږي.
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي
زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی