
ایمل افغان
ما خوشحال چې پـه پښتو شعربيان کــړ
دپښـتو ژبـه بـه اوس په آب وتـاب شــي
هـمېــشـه بــه پــرې نــارې وي د بـلـبـلو
دا چې ساز کړ نن خوشحال په ويل باغ
۱ – د خوشحال خان خټک منظوم اثا یا زموږ د پښتونخوا د ورونو په اصطلاح شاعري:
موږ د ژانر پوهنې له نظره ګورو او دا ځانته څرګندوو،چې کوم ژانرونه (اصناف) ده نوي پښتوادب ته را داخل کړي او تر دې پخوا معمولو ژانرونو کې د ده ابتکارونه کوم دي؟
د خوشحال د دیوان او نورو منظومو اثارو له مطالعې څرګندیږي،چې دده ټوله شاعري د شرقي شاعرۍ په شعري قالبونوکې ده. د پښتود ملي شعرپه اوزانواو اشکالو کې یې شاعري نه ده کړې. د پښتو ملي اوزان ده ته معلوم وو، ځکه په خپله یوه قصیده کې یو ځای د پښتو شعر دغو اصلي شعري اشکالو ته یوه اشاره لري.
د ده په دیوان کې راغلي اصناف ځینې نوي دي ، چې پخوا تر ده بل چا پدې اصنافو کې په پښتو شعرنه دی ویلی او ځینې داسې اصناف دي چې تر خوشحال خان د مخه پښتو ته راغلي وو، لکه:
الف : قصیده:
موږ پوهېږو چې په پښتو کې قصیده ترخوشحال خان خټک دمخه هم وه. لرغونې پښتو قصیده د شېخ اسد سوري (۴۲۵ ه ق مړ) ده او بله د ښکارندوی غوري .
دا دوې قصیدې په پښتو کې د قصیده سرایۍ یوه عالي لرغونې سابقه موږ ته ښیی. خوزموږ خوشحال خان ته داقصیدې نه وې ښکاره اما د روښانیانو څه دغسې اثار یې لیدلي وو په روښاني اثارو کې هم قصیده وه، خو په خپل رنګ کې ،چې نه یې د غوري دوران د قصیدو فني مزیتونه لرل اونه هم پکې د ژوند خبرې وې. د ارواښاد استاد حبیبي خبره ، چې خوشحال خان قصیده له لاسه ونیوه، د روښانیانو له خانقاه یې را وایسته او بیا یې د بزم او رندانو ټولي ته راوسته . خوشحال خان په قصیده سرایۍ کې ادبي زور وازمایه پښتوته یې داسې قصیدې ور وبخښلې چې د شرقي قصیده سرایۍ د عنعنې پالونکي او د شکل او مضمون له پل
وه د سیمې له نورو ادبي اثارو د درېدو او مقابلو جوګه دي، جامعیت او فني اقتداریې ثابت دی او هغه د استاد علامه حبیبي په وینا : (( د خوشحال خان خټک قصیده دده د شعریوه جامعه برخه ده ، چې د شاعرپیاوړتوب او فني اقتدار او ادبي مهارت ښه ښکاره کوي. هم د فرخي او منوچهري د قصایدو صنعتي ښېګړې لري، اوهم د پښتو او پښتنوالې یوه رڼه هنداره ده )). له دې لوړ بیانه موږ دا نتیجه اخلو که پښتو کې پخوا قصیده وه هم، خوشحال خان په نوي رنګ ورنګوله او د قصیدو یو غټ دیوان یې موږ ته پرېښود چې په کمي او کیفي لحاظ د پښتو قصیده سرایۍ په میدان کې بل څوک ورسره د منډې توان نه لري.
ب : غزل :
زموږ په پښتو ادبیاتو کې له قصیدې نه د غزل روایت وروستی دی،زموږ پخوانی غزل د اتمې هجري پېړۍ دی ، لکه قصیده زموږ لرغونې غزلې هم موږ ته ډېرلږ را رسېدلې دي او څومحدودې نمونې یې لرو، چې شکلي رغښت یې د شرقي غزلسرایۍ له عنعنوسره سم لرغونې ځانګړنې لري، خو مضامین یې د مینې تومنه او عرفاني ریښه لري اما تر خوشحال خان د مخه د روښانیانو په دیوانونو کې موږ د پښتو غزل یوه درنه ذخیره مومو، خو دا غزل بیا هم لکه د دوی قصیدې هومره رنګارنګي، د شرقي غزل ټول شرایط او اداب نه لري له ځینو ځانګړو مواردو پرته د روښانیانو غزل محدود مضامین رانغاړي او هغه د استاد تږي خبره : (( د
روښانیانو د وخت د غزلونو ساحه د مضمون په لحاظ ډېره تنګه او په عمومي ډول په عرفاني روحاني او ځینو اخلاقي مضامینو پورې محدوده ده)). اما خوشحال خان خټک لکه قصیده غزل هم له هغه محدود میدان نه را وایست او شرقي غزل یې په نوي جامه کې خپل فرهنګ ته ورډالۍ کړه.
د ده غزلې د خپل شکلي جوړښت له پلوه د غزلسرایۍ لرغونې عنعنه پالي مانا دا چې د ده غزلې زیاتره لنډې د ۵ – ۸ بیتو دي اوږدې غزلې یې د غزلونو په دفتر کې لږې دي.
د ادبیاتو پوهان وایي چې لرغونې غزلې معمولا لنډې وې او بیا وروسته اوږدې غزلې پیدا شوې دي.
د خوشحال خان غزل نه یوازې دا چې د پښتو له لرغونو غزلو او یاد (۱۰ – ۱۱ هجري پېړیو) له نورو غزلو امتیازي خصوصیات او برجسته ګۍ لري،بلکې ځینې کسان د خوشحال خان په غزلو کې ځینو نورو ابتکارونو ته هم اشارې لري، چې دا ابتکارونه خان ته دسیمې او نړۍ په فرهنګي بهیر کې د درېدو ځای ورپه برخه کوي.
پوهاند دوکتورحبیب الله تږي لیکلي دي : (( د روښاني عصر د غزلونو په تناسب د خوشحال خان غزلونه یو بل لوی مزیت هم لري او هغه د مضمون تنوع او غنا ده اما کوم شی چې خوشحال خان کلام ته د پښتو ژبې څه چې حتی د منطقې د شاعرانو په تناسب بېخي خاص امتیاز ورکوي هغه د ده د خپلو تجربو، د شخصي ژوند د بېلابېلو اړخونو او انساني غرایزو، د اجتماعي او طبیعي محیط د واقعیتونو او مظاهرو رښتینی برالا او مستانه بیان دی)).