
«. د خپل ژوند د کتاب خوږه برخه مې وتړله....
«. غواړم د ژوند د سختيو سره مبارزه وکړم....
«. هره و رځ راباندي د سل کالو په شان تيريږي...
«. د شپو خو پوښتنه مه کړه..
«. د ژوند يوازينی مقصد مي ته يې.
ستا لپاره ای زما د زړه سر وطنه!!!!
تا لپاره زيار باسم.....
تر څو د نړيوالو سيال شي.
له هري خوا غني شي...
د ټوپک پر ځاي دی د بچيانو لاسو کې قلم ووينم...
د غم پر ځاي دي په کليو او ښارونو کې خوشحالي ووينم..
اي وطنه!!!
الله ج دی مونږ ته وس راکړي چې د سيالانو سيال دی کړو..
کاشکي د انسانانو تر منځ دوستي لکه د سترګو او لاسونو په شان وای؟
کاشکي! ، ځکه
کله چې لاس په درد شي سترګي ورته ژاړي..
او کله چې سترګي ژاړي لاسونه ورته اوښکي پاکوي..
ش. امين