د نورو ژبو له ادبياتو سره د پښتو ادبياتو لومړنۍ اړيکې

 

د نړۍ د بېلابېلو ولسونواوخلکو ترمنځ د ګاونډیتوب او نورو اجتماعي، سیاسي او اقتصادي روابطو تاسیس پرفرهنګ هم خپل مستقیم اغېزلري.
 
که چېرې موږد پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د نورو ژبو له ادبیاتو سره د پښتو ادبیاتو د ارتباط  د څرک ایستلو کوښښ وکړو، نو دا څرک په دریمه هجري پېړۍ کې ایستلی شو.
د دریمې هجري پېړۍ په ترڅ کې د بست د سروان د سیمې یو افغان چې ابومحمد هاشم ابن الزید السروانی نومېده،عراق ته ولاړاوهلته یې د دې ځای له علماووسره ناسته ولاړه درلوده او له ابن خلاد ( چې په ابي العینا مشهورو ) سره یې په بغداد کې ډېر عمرونه تېر کړل او له هغه نه یې عربي بلاغت او اشعار ولوستل.
ابومحمد هاشم په ۲۲۳ ه ق کال په سروان کې زوکړی و، لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې له علماوو څخه حاصلې کړې وې، بیا عراق ته تللی و.
په ۲۹۴ ه ق کال بېرته خپل وطن ته راغی او له راتګ نه درې کاله وروسته په ۲۹۷ ه ق کال وفات شو.
دغه ابو محمد هاشم د خپل استاد ابن خلاد یو عربي شعرپه پښتو نظم ترجمه کړی دی، چې دغه په پښتو ترجمه شوی نظم په لرغوني پښتانه کې راغلی دی ، او محمد هوتک له هغه کتابه په پټه خزانه کې راوړی دی هغه ترجمه شوی شعر دادی:
 
ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینه
د خاوند په لاس کې زر او در همونه
ژبور ورله ورځي وینا یې اوري
د درهم یې ځنې ورک سو، سي نتلی
پر نړۍ یې وي په خړو پېژندونه
که بډای سوڼی وبولي خلق وایی
دا وینا ده رښتیانیه له رښتونه
که بې وزلۍ ووایی رښتیا خبره
نور ووایی دا خوسوڼي دی تېرونه
هو درهم د ښندي هرچاله لویه برخه
د درهم د خاوند هرځای پرتمونه
درهم ژبه ده که څوک ژبور کېږي
ده وسله که څوک په کاندي قتالونه
 
د معلومو اسنادو له مخې لوړ نظم په پښتو کې لومړنی ترجمه شوی نظم دی.
او له همدغه نظم نه موږ د پښتو په لیکلو ادبیاتو کې د ترجمې تاریخ پیل کولای شو او د نورو ژبو له ادبیاتو سره د پښتو ادب لومړنی اړیکې هم همدغه مهال پیدا کېږي.
ابومحمد هاشم د پښتو په ادبي تاریخ کې لومړنی سړی دی،چې د یو عرب شاعر فکر یې پښتو ته ور انتقال کړی دی.
د ابومحمد هاشم نظم سره له دې چې له عربي ژبې څخه ترجمه شوی دی، مګر د پښتو ځینې هغه زاړه لغات او ترکیبونه لري، چې په دریمه پېړۍ کې په پښتو کې مستقل وو، او اوس یې ریښې په ژبه کې په بل ډول موجودې دي. دا نظم د خپلو ترکیبونو او لغاتو له پلو د ژبې د تحول په تاریخ کې هم د مطالعې ځای لري. د ابومحمد هاشم پاړکی په شکلي لحاظ یوه قطعه ده ، چې دا شعري ډول له همدې وخته پښتو ادبیاتو ته لاره پیدا کوي او پښتو شاعري د شرقي شاعرۍ له شعري ژانرونو سره اشنا کېږي.
په پټه خزانه کې راغلي دي، چې ابومحمد هاشم ابن زید السروانی په پښتو ژبه یو کتاب هم لیکلی و چې ( دسالووږمه ) یې نوم و. په دې کتاب کې ده د عربي اشعارو فصاحت او بلاعت بیان کړی و. له دې لیکنو څخه ښکاري چې ابو محمد هاشم په پښتو ژبه د تالیف صلاحیت هم درلود. په اسلامي عصر کې چې په پښتو ژبه د کومو لیکل شوو کتابونو نومونه موږ ته رسېدلي دي، په هغو کې د ابو محمد هاشم کتاب( دسالووږمه ) ترټولو پخوانی کتاب دی او په اسلامي عصر کې تردې کتاب دمخه د بل پښتو اثر له نامه نه یو خبر( د سالووږمه ) نومي کتاب هم ترموږه پورې نه دی را رسېدلی او پټه خزانه مو یې له نامه خبروي