
غلیمه پام کوه افغان ته غیږه مه ورکوه
که خیر دې غواړې د پښتیو غیږه مه ورکوه
هغه ټپي زمری روغ شو او په جوش کې راغی
تور پنجابیه دې زمري ته غیږه مه ورکوه
زه باوري یم ګوره بیا به دې بریک کار نه کوي
ګوره تکرار یې درته وایم غیږه مه ورکوه
تور مخیه تور پتلون دې خپله په تکزیړ واړو
ځاځي له پیله درته ویل چې غیږه مه ورکوه
مسکو، روسیه
جنت ګل ځاځی