
د عامی روغتیا وزارت د شکری ناروغی نړیواله ورځ د خلکو د عامه پوهاوی د لوړتیا په خاطر او ددی ناروغی په اختو کیدو څخه د مخنیوی لپاره نمانځی
د یو میلیون وګړو څخه زیات افغانان په دی ناروغی اخته دی
کابل دلړم ۲۳مه کال ۱۳۸۸ : د عامی روغتیا وزارت د شکری ناروغی نړیواله ورځ د خلکو د عامه پوهیاوی د لوړتیا په خاطر او ددی ناروغی په اختو کیدو څخه د مخنیوی لپاره په ټول هیواد کی نمانځی .
د عامی روغتیا وزارت د صحی خدمتونو تر څنګ د نړیوالو روغتیایی ورځو نمانځل او د غوره غونډو د جوړولو سره غواړی چه د ګرانو هیوادوالو د پوهیاوی سطح لوړ کړی تر څو چه په ډول ډول ناروغیو په اخته کیدو څخه مخنیوی شی .
"د هغی څیړنی له مخی چه په دی وروستیو کی د شکری ناروغی نړیواله ټولنی IDF سر ته رسولی دی د شکری ناروغی مصابین ۹۱۷۳۰۰تنه ښودل شوی دی چه په دی کښی ۵۰۱۵۰۰ تنه نارینه او ۴۱۵۸۰۰ تنه ښځی د شکری ناروغی مصابین دی. د شکری ناروغی د مراکزو چه په میوند وزیر اکبر خان او ابن سینا روغتونو کی اود هرات په ولایتی روغتون کښی د پرانستلو د لمړی ورځ څخه تر اوسه پوری ۲۴۷۵۵ شکری ناروغی د تیپ ۱ او تیپ ۲ واقعی ثبت شوی دی ؛ دا مطلب د عامی روغتیا وزیر دوکتور سید محمد امین فاطمی د شکری ناروغی د نړیوال ورځ په ویاړ بیان کړ؛. نوموړی زیاته کړه: " له هغی مطالعاتو له مخی چه په ټوله نړی کی تر سره شوی دی هر کال په نړی کښی ۷۰.۰۰۰ د ۱۵ کلو څخه کم عمر کوچنیان د شکری ناروغی په لمړی دول کښی اخته کیږی."
د شکری ناروغی واقعی په دی وروستی دوه لسیزو کښی ډیره زیاته شوی دی ، په میلادی کال ۱۹۸۵ کی د دی ناروغی ټول واقعات په ټول نړی کښی ۳۰میلیون تنو ته رسیده او په کال ۲۰۰۰ کښی دا رقم ۱۷۷ میلیونو ته لوړ شول، او داسی وړاندوینه کیږی چه تر کال ۲۰۳۰ پوری دا شمیره په ۳۶۰ میلیون ټنو ته به ورسیږی.
د نوامبر ۱۴ چه د لړم د میاشتی ۲۳ می سره سمون خوری د شکری ناروغی نړیواله ورځ ده چه په ټول نړی کښی د عام وګړو د پوهیاوی د لوړتیا لپاره نمانځل کیږی. دا ورځ د لمړی ځل لپاره د شکری ناروغی نړیواله ټولنه IDFاو نړیواله روغتیایی ټولنیWHO له خوا د شکری ناروغی د مخ په زیاتیدو واقعاتو په ځواب کښی ملګرو ملتونوته وړاندی شو او وروسته د ملګرو ملتونو له خوا دا ورځ د شکری ناروغی نړیواله ورځ ونومول شو ،او دا ورځ په ټول افغانستان کښی د لمری ځل لپاره نمانځل کیږی.
په میلادی کال ۲۰۰۹ کښی دا ورځ ددی عناوینو تر لاندی نمانځل کیږی:
Ø د شکری ناروغی وپیژنی او له پر مختګ څخه یی مخنیوی وکړی
Ø د شکری ناروغی وپیژنی او د مصابیت له علایمو څخه ځان آګاه کړی.
Ø څه ډول تدبیرونه د شکری ناروغی لپاره ضروری ده او چا ته باید ورشی؟
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامی روغتیا وزارت د افغانی کورنیو، مشرانو، روغتیایی شرکاوو لکه د امریکا نړیواله پر مختیایی اداره ، د کانادا نړیواله پرمختیتایی ادارهCIDA اروپایی کمیسیون، International rotary یونسیف نړیواله صحی ټولنه نړیوال بانک ، د واکسین او معافیت نزیواله اداره ،جایکا ، جاپان، ترکیه، پاکستان، ایران، عربستان سعودی، امارات متحده ی عربی، هسپانیا، ایتالیا، آلمان، فرانسه، هندوستان، ترکمنستان، ناروی، سویدن او نورو سپڼه ورکوونکو د مرستو مرهون او مشکور دی.
د عامی روغتیا وزارت د صحی خدماتو عرضونه بی له هر نوع تبعیض او توپیر د افغانستان ټول بی وزله خلکو ته د افغانستان په هره ګوښه کښی کوی، او له ټولو جناحو څخه هیله من دی چه دی خط مشی ته احترام وکړی او زمونږ ټول صحی کارکنانو سره همکاری وکړی تر څو چه خپل ایمانی او وجدانی ډنډه په ښه توګ سر ته ورسوی.
که د عامی روغتیا وزارت د فعالیتونو په هکله معلومات غواړی لاندینی انترنتی پاڼی ته رجوع کړی:
http://www.moph.gov.af
او نور معلومات لپاره:
دوکتور احمد فرید رائد
موبايل: 0799002793
پست الکترونيکی: a.raaid@gmail.com