رب چې خورې كړې په فطرت د ښـايــستونو څڼـــې
مــونږه به هم لــولــو همــيش په نــظــرونـــو څڼـــې
ســــپرلى په شــونډو له مســتۍ نه بابــولالـــې وايــي
پاســــته نســــيم ته اوړي را اوړي د ګلـــونـو څڼـــې
زاهده ته پوه شه او خداى پوه شه چې خــوند نكوي؟
دا چـــې كــږې وږې پرتـــې دي په خــالونــو څڼـــې
پكـــې تصــوير مــې د ښــكلوكې جــانان لولپــه شــو
د خيال هيندارو كې مي شنې شـوې د اورونو څڼـــې
لــمر د شغلـــو په ګوتو بــيا د كـــنډو زړه تـــخنــوي
پر زړو مــو و غـــزيدې بــــيا د امــــيدونــو څڼــــې
په هغه وخت راځـي غوږو ته د مچكو خـرپ خـرپ
دا لوړ چــــنار چــــې لمـــبوي په ګـودرونـــو څڼـــې
اوس مـــې جــلانه د شهـــيد ارمان مزار په پـيڅــو
ډيـــوې د ويـــنو بلــــــــوي د پرهـــارونـــو څـــڼـــې
وروستي