كرزي به له دويم فرصت څخه څرنګه ګټه پورته كړي ؟

                 كرزي د شاه شجاع او امير عبدالرحمن خان په هنداره كې !
 
 
په افغانستان كى هر ولسمشر له يوه شي څخه ډاريږي اوهمداراز د يوه خاتمې هيله من وي او ولسمشر كرزی هم لدې قاعدې څخه مستثنى ندی .
كرزی ډاريږي چې د شاه شجاع په څيرخاتمې سره لاس ګريوان نشي ......او هيله من دی چې د امير عبدالرحمن خان په څيرد افغانانو په ذهن كې ځاي پيدا كړي , سره لدې چې دوی په دوو ځانګړيو زمانو پورې تړلي دي خو د دوی تر منځ د ورتوالي نښې شته  , دواړه له وطن څخه لرې شوي دي , او داخلي جګړه ورباندې تيره شوې ده , اوكورنۍ خونړی كشمكش يى تير كړی  چې په پايله کې يى دافغانستان په سياسي غره کې هغى  لوړي څوكى ته چې ديره خطرناكه ده رسيدلي  .                                                                                                                  
د انګليسي - افغاني لومړي او دوهمې جګړي څخه وروسته د دواړو رسيدل د حكم تخت ته د انګريزانو د كمك په پايله کې شوني شول ,  د خپل حكومت په دوران کې د دواړو معاشونه د انګلستان د حكومت له لوري وركول كيدل دواړو هر مياشت 15 زره دالره تر لاسه كول .
دواړو په هغو جګړو کې ونډه اخيستي ده چې نن ورځ په نړۍ کې دي نسل د لمنځه وړلو د جګړو په كتار كي راځي , شا شجاع د اوزبكوو په وړاندي جګړه په لاره اچولي وه , اوامير عبدالرحمن خان د زاريګانو په ضد جنګيده , او دواړو د افغانستان خاوره انګليسانو ته وسپارله , د شا شجاع ډالي انګريزانو ته پيښور و , او امير عبدالرحمن خان د ديورند كرغيړنه كرښه د انګريزانو سره ومنله چې په پايله کې يى نيم پښتانه د انګريزانو د حكومت تر سيوره لاندي شول ...........,خو په هر توګه د دواړو خاتمه يو له بل څخه بيله وه , چيرته چې شا شجاع دوه ځله حكومت ته په كال 1803تر1809او په كال 1838تر كال 1842بوري رسيدلي او افغانستان يى انګريزانو ته سپارلي نو د افغانانوپه تاريخ کې د لوي خاين په څير پيژندل شوي دي , خو له بل لوري امير عبدالرحمن خان چې په كال 1866تر 1901پوري حكومت كړي د افغانستان په ولسي تاريخ کې هغه ولسمشر ګڼل شوي چې ګواکې د انګريزانو يرغل ته يى د پاي ټكى كيښود , او د افغانستان خپلواكي يى ترلاسه كړي ده .
شا شجاع د خپل ولس د خلكو په لاس ووژل شو , اود وژنه ورځ يى افغانانو تر اوو ورځو پورى يادوله  , خو امير عبدالرحمن خان يوله هغو افغان ولسمشرانو څخه دي چې په كراري په خپل كوراو خپل كټ کې وفات شو او د مړيني ورځ يى په درنښت ولمناځل شوه او د ملت بابا وګڼل شو .
نو پكار ده چې د دواړو مختلفه خاتمه وڅيړل شي حال دا چې دواړه له هغى كشالى سره لاس ګريوان وو چې افغانانو ته ديره حساسه كشاله ده هغه د بهرنيو ځواكونو شتون په افغانستان کې .
شا شجاع چې د بهرني ا جيرځواك په مرسته  چې مشري انګريزانو كوله حكومت ته ورسيد او د انګريزانو د پاتي كيدو كوښښ يى كاوه لدي امله د خلكو تر پام بد وه اوپه بده سترګه يى ورته كتل , خو امير عبدالرحمن خان چې هم انګريزان پادشاه كړي وه وتوانيده چې انګريزان وباسي لدي امله په ټولو افغانانو ګران و, او تر اوسه په افغاني تاريخ کې محبوب شخصيت دي .
اوس به په چټكټيا سره اوسني وخت او كرزي ته راشو  , ټول پوهيږو چې د كرزي وجود په ولسمشرۍ کې د امريكايانو په بركت شوني شوي دي , په كال 2001 کې كرزي په امريكا کې و او خپل شخصي كار يى په واشنګټن کې په  مخ وړو , او زيار يى كاوه چې د طالبانو له لوري د افغانستان سفير په امريكا کې وټاكل شي , وروسته له يوه كاله كله چې د امريكا لومړۍ مهره د طالبانوپه لاس له منځه ولاړه ( عبدالحق )  نو كرزي د افغانستان ولسمشر وټاكل شو .
د كرزي رسيدل حكم ته د شا شجاع او امير عبدالرحمن خان حكومت رسيدلو ته ورته صورتحال دي او په تيره شويى دريو پيړيو کې هم د افغانستان ديري ولسمشران دا راز حكومت ته رسيدلي دي , خو سره لدي كرزي ته پيغور متوجه نشولدي امله چې حكومت ته يى د رسيدو تګلاره څه نا څه بدله وه  , او په تيرو اتو كالونو کې كرزي په افغاني ټولنه کې د يوه زيرك سياسي , او با تدبيره مشر , او يو ښه دپلمات په څير پيژندل شوي دي , او كرزي وكولي شول چې د حكومت چاري په يوځانګړي لاره رواني كړي , او دوه مختلف سياسي قوتونه يى د افغانستان په بيا رغونه کې سره شريك كړل ( امريكا او ايران )  .
خو هغه څه چې هيڅوك پکې شك نشي كولي هغه دا دي چې د كرزي په حكومت کې بي ساره اداري فساد خور شوي وه , او دا د هغه كومكونو پايله ده چې په ناوړه توګه افغانستان ته وركول كيږي لدي پرته په افغانستان کې فساد د وروسته پاتي هيوادونو په كچه لوړ ندي په تيره د ايران اوپاكستان په پرتله  , د دي فساد لامل هغه لوديځ انجو ګانو او موسساتو دي چې اكثر كارمندان يى غربيان او په لوړه كچه معاشونه تر لاسه كوي او د افغانستان بيا رغونه په خپل ځاي پاتي ده .
نو كيدي شي چې د كرزي خاتمه يا د شا شجاع په څير وي او يا هم د امير عبدالرحمن خان په څير, كه غواړي چې د شا شجاع په څير خاتمه ولري نو بايد هيڅه ونكړي او دا هم ښكاره ده چې امريكايان او د هغوي د ناتو ملګري د 2002 كال په څير كرزي ته وفادار ندي , او د اوباما د ادارى په وړاندي كرزي د جورج بوش د ادارى د وخت څخه په حكومت کې پاتي شوي ګڼل  كيږي , او بايد بدل شي نو لدي ځاي اوباما هم د جون كندي په څير چې د ويتنام سياسي دوسيه ورته پاتي شوه د هغه انقلاب پلوي شو چې د امريكا د پخواني ملګري (نجو دينه ديام )   په جنوبي ويتنام کې  په ضد په لاره واچول شو .                                                
دڅو مياشتو له پلټنى وروسته امريكايانو څوك پيدا نكړل  چې د كرزي په ځاي يى ګمارلي وي , سره لدي چې دوي بعضي څيرى تر پام لاندي نيولي وي چې د قندهار پخواني والي ګل آغا شيرزي او كانديد عبدالله عبدالله يادولي شو خو بريالي نشول .
 
اميرعبدالرحمن خان به څه كړي وای كه د كرزي په ځاي وای ؟
 
لومړي به يى لويه جرګه راغوښتي وي , تر څو يى د لويى جرګى څخه  د باور رايه تر لاسه كړي وي او د قومي يوالي پخلي به يى كړي وي , او يو داسي حكومت به يى ټاكلي وي چې غړيو يى ولسي پشتوانه درلودي , او د مخكني ځل په ډول به يى د تكنوقراطوشخصيتونو څخه چې د دو دولتونو تابيعيت لري او هيڅ راز ولسي زيرمه د افغانستان په داخل کې نلري د حكومت په جوړولو کې ډډه كړي وي , همدارنګه به يى د هغه فساد عاملين په ډاګه كړي وه چې اكثريت يى د غربي موسسو مسولين او بهرنيان دي او دا لوبه يى په لاره اچولي ده , اود  دوي سره شريك او لاس پوڅي افغانان , لدي څخه سربيره به يى له لوي جرګي غوښتي وي چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو مهال ويش وټاكي .
توقع كيدي شي چې په كال 2013م د افغانستان د جوړيدو په حال کې اردو يو پياوړي ځواك وګرځي , سره لدي په كال 2014م کې بهرنيى ځواكونه له افغانستان څخه كيدي شي ووځي , پكار ده چې كرزي د څلوروكالونو لپاره پلان جوړكړي چې په دو مهمو هدفونو ولاړ وي : د افغاني دولت  بيا جوړول , او د بهرنيو ځواكونو وتل چې كيدي شي د عراق په څير كوم ټړون وڅيړل شي .
پكار ده چې كرزي خپله جګړيزه تګلاره او استراتيژي بدله كړي تر څو وكولي شي چې د طالبانو   ديري ډلي تر خپل سياسي چتر لاندي راولي او د طالبان هغه مشران يوازي پاتي شي چې د مخدراتو قاچاق تر سره كوي .
تاريخ كرزي ته يو بل چانس وركړ, څرنګه يى چې شا شجاع او امير عبدالرحمن خان ته له دي وړاندي وركړي و, خو كرزي بايد څه وكړي تر څو لدي فرصته څخه سمه ګټه پورته كړي ؟  دا په ده پوري اړه لري .
 
له الشرق الاوسط ورځ پاڼي څخه ژباړه شوي مطلب
 
                                                                                      عبدالرحمن فرقاني