
په جنګ ځپلي هلمند کي له ټولو ناکراریو سره – سره بیا هم د هلمند مدني ټولني د مشر ښاغلي سردار محمد همدرد او دې ټولني د غړو په مرسته یاده مشاعره جوړه سوه.
دې مشاعرې ته د هلمند د والي ښاغلي حیات الله حیات ترڅنګ، د هلمند امنیه قوماندان او نور لوړ رتبه چارواکي هم راغلي وو.
یادي مشاعرې ته د اولسمشر په رالېږل سوي پیغام کي چي د اولسمشر د فرهنګي سلاکار استاذ اسدالله غضنفر په ږغ کي وو، د هلمند مدني ټولني له دې حرکت څخه د منني او کور وداني په اړخ کي زیاته کړې چي ددې ډول فعالیتونو د ستایني ترڅنګ باید ملاتړ هم وسي.
ښاغلي غني ویلي :(( زموږ د کلچر یو نیمګړی اړخ دادئ چي خوشالۍ ته لازم اهمیت نه ورکوو، حال داچي که د خوشالۍ په هنر پوه سي نو د کار هنر به يې هم پوخ سي او خوشاله روهیه ددې سبب کېږي چي نور و زغمو او د نورو سره بیا ګزاره وکړو.))
هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات پخپلي لنډي وینا کي و ګډونوالو ته د هلمند مدني ټولني دا کار وستایه او د خپګان او غم په حالت کي يې د خندا او ساعتیري دا مجلس خورا خوښ کړ.
ښاغلي حیات هیله وښوده چي یوه ورځ به د هلمند د اطرافو اوسېدونکي هم په همداسي له خوښیه ډک یوه مجلس کي د امن پر ټغر په هلمند سیند کلنۍ مشاعره کي سره کښېنوي.
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنیار نوراحمد ایمل په پښتو ادب کي هلمند د پښتو ادب د سرلارو پلازمینه یاد کړ.
د دې مشاعرې ګډونوالو شاعرانو دا ځل د لیلا زلفي- غټي سترګي او نور اندامونه نه ستایل؛ بلکي دا ځل ئې د نظم و شعر په پېيل سوو ادبي لفظونو کي د فاسدو چارواکو، رشوت خوړونکو، قوم پالونکو او نورو ټولنیزو بې عدالتیو په اړه شعرونه ږغول.
په یاد له طنز او خندا ډک شاعرانه بانډار کي د لسګونو شاعرانو شعرونو ته په سلګونو کسانو غوږ نیولی وو او ددې شاعرانو د تمسخر څخه ډک خو انتقادي شعرونه يې اورېدل.
مشاعره د پنج شنبې په ماښام پر ۸ بجې پیل او تر را روانو درو ساعتو ئې دوام وکړ، چي د طنزیه شعرونو ترڅنګ تمثلي ټوټې او زمزمې هم وسوې.
د یادوني ده چي په هلمند کي په لومړي ځل د هلمند مدني ټولني په ابتکار د ټولني د هر درد د دوا ترڅنګ دا ځل و خپل اولس ته د خندا زمینه هم برابره کړه.