غزل

ســـــتاد يادونو سپـــــيدې وچـــــوي سهار شي اشنا
ويـــــده ارمــــــان مـې سترګې ومږي بيدار شي اشنا
 
کسي مې دواړه روغه ورځ سـتا وبارخو ته ځير وي
دا سپيلني څــــنګه روغ پاته پر انګـــــار شـي اشــنا !
 
څـــنګه به واخلــــم وړی زړه بــــيرته له هـغو ســترګو
چــــې شا وخــــوا د بڼـــــو پرې پــــيره دار شـــــي اشنا
 
دا درقـــــيب خـــــــبرې هــــم لـــه ياده مــــه باســـــــه ته
دا د مـــــار زهربه دې هـــــم چرته په کــــــــار شي اشنا
 
چې ســــــتا د کـــــور پر ﻻره باندې قـــــــدم ولګــــوي
وايي درويش چې دغه وخت ســړی پر ﻻر شـي اشنا