غزل

و ارمــان يې ستا ګـــزار او ته رانه غلې
درويش نورو کړ سنګسار او ته را نه غلې
تا زمـــه د ﻻرښـــوونې وه اخـــيستې
لـــه ما ورکه شــوله ﻻر او ته را نه غلې
د دښــمن سر چــې په ګډه ورکـوټل وو
وکــړ ما وربانـــدې وار او ته را نه غلې
نــور مخلوق بـــې ضـرورته را روان و
ګـــرانه ته مې وې په کار او ته را نه غلې
درويش وژړل چـې بيا د شپې په پای کې
راغـله ســـترګه د سهار او ته را نه غلې