غزل

 
پــــه تــــــيــاره کــــــې د اوربـل ګورم لګيا يم
د خـــپـــــل ورک زړ ګوټي غل ګورم لګيا يم
ستا د لارې ګرد مې پـروت د ی پــه لېمو کې
په دې خاوره کې ستـــا پــــل ګـــورم لګيا يم
ولې تورې اوښکې نه څـــڅـــو ئ ســـتـــر ګو
زه چــــې يــــار لـــره کـــجـــل ګـــــورم لګيا يم
شــــايـد وخت دی د زوال سيوری هم نشته
زه د هــــــر د يـــــوال بــــغـــل ګـــــورم لګيا يم
هــــــــر يـــــو غــم وائــي چې ما درسره بوزه
چې دروېــــش د لارې مــــل ګـــــورم لګيا يم