
د محبت په ښار کې اوسم خو جانان نه لرم
ځمکه د پښو لاندې لرم په سر، اسمان نه لرم
ما یې لټون په هره لاره، هره کوڅه کې وکړو
له ځانه ورکه شوم، په ځان کې خپل ځان نه لرم
يم بې منزلــــــــــه په منزل پسې روانه یمه
يم مسافره، خو په لاره کې کاروان نه لرم
ﭘﻩ ﺗﺮﻧﻢ يې ﺯﻣﺰﻣـــــــﻪ ﮐړﻣﻪ ﺩ ژﻭﻧﺪ ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ
ﺩ ﺯړﻩ ﭘﻩ ﺑﺎﻍ کې مې ﺧﺰﺍﻥ ﺩﯼ ګلستان ﻧﻪ ﻟﺮﻡ
ﺗﺎ ﺩې ﺧﺪﺍﯼ ﻣﺎﺗﻪ ﺭﺍ نصيب ﮐړﻱ ﻧﻮ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﺑﻪ ﺷﻢ
ﻧﻮﺭ ﺳﻤــــــــــﺎ په ﺯړﻩ کې هيڅ کله خفګان نه لرم
مرسل سما