لپې له سخا ډكې

 
 
د ښـــتې دغــاټـــولو يـــې روانــــې دمـــخ  رنګ پســـې
غـرونه په ګونډو ګونډو ښـــويـــېري په يــو دنګ پســــې
 
دې  ته تعــجب ستــرګـــې مې شوې لپـــې له ســخا ډكــې
اوښـــكې وروړي در ګـــرده  كور ته  پــه مــلنګ پســـې
 
ســرمــو په تلــي وي مونــږ د ځان قـتل غوښــتونكي يــو
تل ګـــــرځـــوو زړونه د قاتلـــو ستــرګــو جــنګ پســـې
 
څــه ماشـــوم  عـــادت لـــرې له ځــــانه څـــه خبره شـــه
دا دې شيخ  توبې تړي، دستا  د بنـــګړو شــرنګ پــــسې
 
زر شـــــــه ســـاقـــي جانه! د مـــودو تنـــدې اخيــستي يو
ترك زړونه موچوي خدايګو، نور د جام  په كړنګ پسې
 
لــږ تـــم شـــه  جــلانـــه  يـــو غـــزل په حـــسن ولــــيكه
اوس راځي ملكـه  د ښــايســـت د رباب تـــرنګ پــــــسې
 
 

 
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
 
 
                                                               \"\"