د مرغۍ شیدې/ د ماشومانو کيسه


لیکونکي : تمنا واحدي
په ډیره پخوا زمانه کې یوهلک و،چې په یوکلي کې یې ژوند کاوه. د دغه هلک نوم ابراهیم و. د ابراهیم یوه سپین سرې مور وه. نوریې څوک نه لرل. ابراهیم ډیرزیارکښه و، ډیرکاربه یې کوو د خپل کور ټول مصرف به یې پوره کولو، مور یې هم ورنه ډیره خوشحاله وه. ابراهیم به تل د هرچا سره مرسته کوله، له دې امله په کلي کې په ټولو باندی ډیرګران و، مهربانه او زړه سواندی و.
وختونه دغه شان تیریدل، یوه ورځ یې مور ابراهیم ته وویل:
ـ زویه په کورکې لرګي خلاص شوي دي ولاړشه دغره نه لرګي راوړه ابراهیم وویل:
ـ ښه ده زه به لاړشم
روان شو تلو تلو تلو ډیر مزل یې وکړ، ترڅو چې یوې دښتې ته ورسیدو. دښته ډیره ارامه وه هیڅ څوک هم پکې نه لیدل کیدل. ابراهیم ډیرمزل کړی و، ستړی شوی و، ګرمي هم ډیره وه نو د یوې ونې سیوري ته کیناستو ترڅو دمه وکړي او بیا به غره ته لرګیو پسې لاړشي؛ چې کله د ونې لاندې کیناسته نوخوب یوړ.
ابراهیم چې ښه کلک ویده شو، یو نا څاپه دیو را پیدا شو، په خوب ویده ابراهیم یی د ځان سره وتښتوه او بی هوشه یې کو. کله چې ابراهیم په هوش راغی نو ډیرې چغې یې ووهلې. له دیو نه یې پوښتل:
ـ ته څوک یي ؟
ـ زه دلته چا راوړی یم ؟
ـ مانه څه غواړې ته ؟
دیو ورته وویل:
ـ زه دیو یم ته ما راوړی یې زه تا اوس خام خورم.
ابراهیم ډیر ویریدلی وخو ډیرهوښیار و نو زر یې دیوته وویل:
ـ ته غواړې چې تر قیامته ژوندي واوسې؟
دیو وویل:
ـ هو ولی نه غواړم.
ابراهیم ورته وویل:
ـ ما داسی چل زده دی، چې که تاته وښایم نوته به ترقیامته ژوندې وې خوزه داچل هم داسې درته نه ښایم ته به هم زما یوکار کوې.
دیووویل:
ـ سمه ده خوته ماته هغه چل وښایه چې زه هیڅ کله هم مړنشم.
هلک وویل:
زه ځم او تاته د مرغۍ شیدې راوړم کله چې تا د مرغۍ شیدې وڅښلې نوته هیڅکه هم نه مړ کیږې، خو ته به د شیدو پرځای ماته د اسمان ستورونه یوستوری کښته کوې. دیو چې دا خبرې واورېدلې په خندا شواو وې ویل:
ـ ته لیونی یې که په ما د لیوني ګمان کړی دی، مرغۍ کله شیدې لري اود اسمان ستوری کله څوک کښته کولای شي چې زه یی کته کړم ، ابراهیم وویل: ـ خوخبره هم دلته ده زه درته د مرغۍ شیدې د هرځای نه چې وي پیدا کوم اوته به هم کوښښ وکړې چې د اسمان ستوری کته کړې که داسې ونه شي نو ته به تر قیامته څنګه ژوندی پاتې شې دا چې ته ژوندی پاتې شي نو ته باید دا کارحتما وکړې. دیوحیران شو او وې ویل:
ـ سمه ده زه به ستوري کته کړم خوته به هم د مرغۍ شیدې پیدا کوې زه غواړم تر قیامته ژوندی پاتې شم.
ابراهیم وویل:
ـ که داسې وشي نو ته به حتما ټول عمرژوندی پاتې کیږې.
دیو وویل:
ـ سمه ده زه تاسره کارنه لرم خوته به زما دا کارکوې چې ته به ځې ماته د مرغۍ شیدې راوړې ترڅو زه هغه وڅښم اوژوند مې ډیرشي که تا ماته شیدې رانه وړلې نوزه به دې خام وخورم. ابراهیم وویل:
ـ سمه ده زه شیدو پسې ځم اواوته ستوري پسې ولاړشه.
ابراهیم ولاړو د یوچا نه یې دغوا شیدې پیدا کړې اوپه شیدو کې یې یولپه زهرهم واچول دیو ته یې راوړل، دیوته یې وویل:
ـ اوس ستا نوبت دی ما خو شیدې راوړلې نوته به هم اوس ماته ستوری کته کوی بیا به زه دا شیدې درکړم دیوحیران و، چې ستوری څنګه کته کړي دیو ډیرکوښښ وکړ، چې ستوری کته کړي خو پدې ونه توانید ودیو، ډیرستړی شوی وو د ابراهیم نه یې شیدې وغوښتې، چې لږ شیدې خو راکه. ابراهیم، خو له خدایه همدغه وخت غوښتو، چې دیو په داسې حال کې ګیرکړي، چې دا د زهرو شیدې ورکړي، نوابراهیم هم دا شیدې ورکړلې او دیو وڅښلې نو پوښتنه یې وکړه، چې دا شیدې ولې بد مزه دي ابراهیم وویل دا ځګه چې دا شیدې د مرغۍ دي اود مرغۍ شیدې خو بد مزه وي نو دیوهم د ابراهیم په خبرو تیر وتو اوټولې شیدې یې وڅښلی اوبیایې کوښښ کوو، چې خپله وعده پوره کړي اوستوری را ښکته کړي چې په دې وخت کې زهرو په دیوباندې تاثیروکړو. دېو پر ځمګه وغورځېد اوابراهیم ته په غوصه شو، چې دا تا څه وکړل، دا څه و، زه ولې بې حاله کیږم ؟ ابراهیم په خندا شو وې ویل:
ـ د مشرانو یومتل دی څه چې کرې هغه به ریبې،هغه دې ته وایي که بد کوې بد به ګورې که ښه کوې ښه به ګورې. تا تل خلکوته ضرر رسولی دی، نو دا هم ستا د بدو کړنو جزا !
همدا وه چې دېو مړ شو ابراهیم هم ډیرخوشحاله شو اوخپل کلي ته ولاړ دا کیسه یې ټولو ته وکړه او د کلي خلکوهم په ابراهیم د اتل نوم کیښود.