افرین شه په داسی پلار او ځوی

لیکنه: علامه جلیل احمدفلاش
ژباړه: زاهد جلالی

عمربن عبدالعزیز متقی حاکم وو چی حکومت یی له کاشغره تر لرغونی اندلس اوسنی هسپانیی پوری رسیده.
په دغه ډول لوی حکومت کی د ترټولو انسانانو ډیر تقوا لرونکی انسان وه چی له خپل رب خخه ډیر ویریده. داختر په ورځ یی خپل کوچنی ماشوم ځوی په داسی حال کی ولید چی شلیدلی جامی یی پر تن وی.
امیرالمومنین ډیر وژرل ځکه کله چی یی دخپل ځوی شلیدلی جامی ولیدل، په داسی حال کی چی ټولو ماشومانو د اختر د خوښیو له کبله نوی او ښکلی جامی اغوستی وی.
  ځوی له پلاره وپوښتل: پلار جانه ولی ژاړی؟ خلیفه وویل: ای زویه ویریږم چی زړه دی مات نشی کله چی نور ماشومان له نویو کالیو سره وینی!!
ماشوم ځواب ورکر: د هغه چا زړه به ماتیږی چی خدای تری راضی نه وی او مور او پلار عاق کړی وی او زما خوښی د خدای او ستا په رضا کی نغښتی ده.
نو هغوی خپل ماشومان داسی روزلی ول چی د راتلونکو نسلونو لپاره بیلگی وگرځیدل.