
محمدانور(آڅړ)
۲۶/۴/۱۳۹۵،ل
د کودتا کلمه یوه فرانسوي اصطلاح ده، چې د دولت راپرځولو ته وایي، یا دا چې د یوې وړې ډلګۍ لخوا یو قانوني دولت راوپرځول شي او نظام ته تغیر ورکړي، په دې مانا چې یو شمېر یاغي نظامیان، ملیشې او یا هم د یو ګوند پوځي غړي، د قانوني دولت، ولسمشر پر وړاندې پورته شي.
ټولې کودتاګانې بریالۍ نه وي او یو شمېر یې ناکامې هم شي، چې په افغانستان یې د دواړو ډولونو بېلګې شته، چې یوه بېلګه یې د شهنواز تڼي کودتا وه او بله ښه بېلګه یې په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردغان پر وړاندې پرونۍ نظامي کودتا ده چې ناکامه او کودتاچیان خدای وشرمول.
موږ تر اوسه پورې دوه ډوله کودتاګانې پېژنو، خونړۍ کودتا او سپينه کودتا: خونړۍ کودتا چې وژنې په کې رامنځ ته شي، لکه په افغانستان کې د ۱۳۷۵د غوایي کودتا، د حفیظ الله آمین کودتا د ولسمشر نورمحمد ترکي پر واړندې؛ پر آمین باندې د ببرک کارمل کودتا، د شورویانو پر ملاتړ؛ د شهنواز تڼي کودتا، چې ډاکټر نجیب یې مخکې له مخکې مخه ونیوله او په مصر کې پر ولسمشر محمدمُرسي باندې د مصر د اسرائیلي ډوله پوځیانو کودتا.
سپینه کودتا: چې وینې په کې تویې نه شي د پوځي اقدام له امله د یو مشروع حکومت پرځول، لکه پر ظاهرشاه باندې د سردار داؤد خان کودتا، (۱۳۵۲،ل،ل)، چې د نن ورځې د چنګاښ له ۲۶ نيټې سره سمون لري. د شمالي ټلوالې او د ډاکټرنجیب الله په پوځ کې د کارمل پلوه پرچمیو جنرالانو لخوا کوتا، چې په سرکې یې جنرال نبي عظیمي ؤ او یا هم د پوځیانو لخوا پر حکومت باندې لفظي فشارونه، چې له امله یې حکومت واک پریښودلو ته اړ شي، لکه په ترکیه کې چې په کال ۱۹۹۷،ز، کې اسلام پلوی نجم الدین اربکان د ایتلافي دولت لوی وزیر(صدراعظم)، د پوځ له فشارونو له امله واک پریښود.
کودتا یو داسې ترهګر عمل دی چې، له امله یې یو استبدادي او دیکتاتور رژیم رامنځ ته کیږي، د هیواد ټول قوانین تر پښو لاندې کوي او خپل ځانګړي اصول، چې د یوې وړې ډلې په ګټه وي جاري کوي.
د ترکیه په هیواد کې وروسته د عثماني خلافت څخه، ټولې کودتاګانې د هغه هیواد له پوځیانو لخوا ترسره شوي دي، جنرال مصطفی کمال، چې ترکان یې آتا ترک(د ترکانو پلار) بولي، د یهودو په مرسته پر عثماني خلیفه شپږم محمد باندې کودتا وکړه(۱۹۲۳) که څه هم نوموړی جنرال د ترکانو اتل دی خو زموږ په نظر یو کودتاچې جنرال او د اسلام سخت مخالف تن دی.
مصطفی کمال د ترکیې اسلامي علماء ووژل، دین یې له سیاست څخه جدا کړ او د توکم پالنې سیاست یې رامنځ ته کړ، د عربۍ ژبې لیک دود یې په ترکي لاتیني تورو باندې بدل کړ، تر دې چې قرآن کریم یې هم په لاتیني تورو باندې واړولو.
د ترکیې پوځیانو لخوا په،۱۹۶۰- ۱۹۷۱- ۱۹۸۰- ۱۹۹۷، ز، کلونو کې ډول ډول خونړۍ او سپینې کودتاګانې ترسره شوي دي چې ځینو یې لوی ځاني او مالي زیانونه درلودل، په کال ۲۰۱۰، ز، کې د ترکیې یو شمېر پوځیانو د عدالت او پراختیا ګوند پر خلاف د کودتا هوډ کړی ؤ، چې له نېکه مرغه یې مخه ونیول شوه،(۴۰) تنه هوایي او بحري پوځیان ونیول شول او محکوم شول، خو پرون شپه یو ځل بیا د ترکیې ځینو ترهګرو پوځیانو د اردغان د منتخب حکومت پروړاندې کودتا وکړه، چې له ښه مرغه د ولس لخوا وځپل شول، لکه چې وایي: د ولس زور د خدای زور، د مسجدونو ملایانو خلکو ته اعلانونه وکړل، چې د کودتا چیانو پروړاندې پاڅونونه وکړي او مخه یې ونیسي، موږ ولیدل چې، بې وسلې عام ولس، له کودتاچیانو څخه زغروال ټانکونه نیول.
ډېرو پوهانو کودتا یو ترهګر عمل او عاملین یې ترهګر بلل شوي دي، چې د هیوادونو پر زیان تمامیږي، د ازادۍ او دموکراسۍ مخه نیسي، کودتاچیان داسې کسان دي چې هېڅ کله هم په خپل مقام او موقف باندې قناعت نه کوي، که هرڅو لوړو پوړونو ته رسیږي بیا هم له هغه څخه د لوړ مقام په لټه کي وي، چې نتیجه یې هیواد له تباهیو سره مخ کړي، ځیني کودتاچیان خپلو موخو ته ورسیږي خو ځیني نور یې ناکام شي، خپل ځانونه او خپل ملت هم ورسره وشرموي، په افغانستان کې د دا ډول کودتاچیانو ښه بېلګه د شهنواز تڼي کودتا ده چې په اړه یې په زړه پورې معلومات وړاندې کیږي:
موږ ښه پوهیدلو چې د دفاع وزیر د کودتا تصمیم لري او په پوځ کې خپل کسان له ولایاتونو څخه کابل ته تبدیلوي، جنرال نبی عظیمي چې په افغانستان کې د کودتا چیانو پلار بلل کیږي، همدغه شهنواز تڼي ورته ویلي ؤ:«راځه چې له دغه غویي څخه ځانونه خلاص کړو»(منظورډاکټرنجیب دی) او د شهنواز د کودتا ټول جریان د ډاکټر نجیب الله د کابینې د دفاع وزیر مرحوم، سترجنرال، اسلم وطنجار چې د کودتا پر وړاندې له ډاکټر نجیب سره ولاړ ؤ ټکي په ټکي راته بیان کړ، چې شهنواز څه ډول غوښتل کودتا وکړي او موږ یې څرنګ مخه ونیوله، خو بیا هم دا مهمه نه ده چې کوم لوري په عمل لاس پورې کړ مهمه دا ده چې، ډاکټر نجیب الله د خپل نمک حرام دفاع وزیر د کودتا مخه ونیوله، د شهنواز تڼي کودتا یې په نطفه کې شنډه کړه او شهنواز خپل تاریخ چټل کړ.
وروسته له هغې چې شهنواز پاکستان ته په منډه خلاص شو، نو ډاکټر نجیب الله هیوادوال د کودتا له څرنګوالي څخه خبر کړل، ډاکټر صاحب وویل: شهنواز تڼی زموږ کورته راغلی ؤ او زما میرمن چې ناروغه هم وه نوموړي ته یې (آش) پاخه کړل، تر څو وشرمیږي او له خپل ناوړه تصمیم(کوتا) څخه تېر شي ... ډاکټر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ګلاب زوی راته وویل چې تڼی د دفاع وزیز په توګه مقرر کړم، ما هم دا کار وکړ او له موږک څخه مې زمری جوړ کړ، ډاکټرصاحب د خپلو فصیحو او جرارو خبرو په اوږدو کې د پېښې په تړاؤ یوه په زړه پورې کیسه وکړه، چې د لیکو وړ ده ولسمشر وویل: یو ښه او بزرګ سړي ته یو موږک ورغی او ورته ویې ویل: زه له پیشو څخه ډېر په تنګ یم ما ته دعا وکړه چې پیشو شم، ښه سړي خدای تعالَی ته دعا وکړه، دعا قبوله شوه موږک په پیشو باندې بدل شو، لږه موده وروسته پیشو بیا ښه سړي ته راغله شکایت یې وکړ چې زه له سپي څخه ډېره وېریږم او خوري مې، ته دعا راته کړه چې زه سپی شم، ښه سړي بیا دعا وکړه دعا منظوره شوه، له پیشو څخه سپی جوړ شو، څه وخت وروسته هغه سپی دریم ځل بیا هغه ښه سړي ته راغی، ویي ویل: زه له زمري څخه وېریږم د خدای لپاره زمری راڅخه جوړ کړه، ښه سړي بیا خدای تعالَی ته دعا وکړه، دعا ومنل شوه له سپي څخه یې زمری جوړ کړ، کله چې سپی ځان ته متوجه شو چې زمری شوی دی نو دیخوا ایخوا یې وکتل، هغه سړي ته یې وویل: اوس نو زه تا باید وخورم، ښه سړي ورته وویل:ګوره ته خو موږک وې ما زمری درڅخه جوړ کړ نو ته اوس ما څنګه خورې؟ زمري وویل: زه تا خامخا خورم، کله چې سړی پوه شو چې زمری یې خوري نو خدای تعالَی ته یې دعا وکړه چې دا زمری دې بیرته موږک شي، هغه وو چې له زمري څخه یې موږک جوړ کړ. ډاکټرصاحب په پای کې وویل: موږک وې ما زمری(دفاع وزیر) درڅخه جوړ کړ او بیا د پر ما باندې کودتا کوله؟ ورځه اوس بیرته همغه موږک شوې.
ما چې څو ځلې شهنواز تڼی لیدلی دی، د ده کړنې او خبرې مې څارلي او څېړلي دي، په خپل مسلک کې بریالی جنرال ؤ، خو برعکس سیاسي پوهه او پر نورو ټولنیزو کړنو او اړیکو کې کمزوری او هوښیار سړی نه دی، سره له دې چې، د خوست په قومونو کې ډ تڼیو قوم هوښیار او زیرک قوم دي او د پوهې کچه یې لوړه ده، زموږ یو ملګری ویل: یو کال د تڼیو په ولسوالۍ کې تېر کړئ، لکه له پوهنتون څخه چې فارع شوی وې، خو له بده مرغه چې په شهنواز تڼی کې د ټنیو دا ډول ځانګړتیاوې نه شته، چې له ټولو څخه یې ښه ثبوت دا دی چې، ده د هغه چا پر واړندې کودتا کوله، چا چې د دفاع وزات مقام ته رسولی ؤ او بیا له دې غټو غټو(خلکي) بېرتونو سره خپل تاریخي دښمن د پاکستان(آی، اس، آی) ته سلامي شو او همدغه ګلبدین حکمتیار، چې ده بې فرهنګه اشرار، د امپریالیزم مزدور او د پاکستان لاپوڅی او ګوډاګی باله، د نظامي دریشۍ او د جنرالۍ ستورو له ډکو اوږو سره ورتسلیم شو.
د ښاغلي شهنواز د هوښیارۍ او پوهې معلومات هغه وخت راته ښه څرګند شول، چې څه موده پخوا د کابل د میوند جادې د ځاځیو په مسجد کې یوې فاتحې ته رادننه شو، زه چې په مسجد کې ناست وم ومې لیدل چې د مسجد په منځ کې یو سړی د جرمني سیلور بوټونو سره روان دی، کله مې چې سترګې پورته کړې پخوانی د دفاع وزیر ؤ، حیران پاتې شوم دیخوا ایخوا یې وکتل څو شیبې په ولاړي ولاړ ؤ مګر چا ځای نه ورکولو په پای کې د خپلو بوټونو سره کښیناست او وروسته یې بیا هم عقل کار ونه کړ، تر څو متوجه شوی وای چې له بوټونو سره رادننه شوی دی او خپل بوټونه یې ایستلي وای، کله چې ښاغلی شهنواز له مسجد څخه ووت نو ناستو کسانو پسي پسي پېل کړل یوه وویل: دا ژرنده او جُماعت څه پېژني، همغه کمونسټ کاپر دی، له دې نه څه ګیله په کار ده... .
پای.