
د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي. ښاغلي نبيل په دې ليکنه کې ويلي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود. نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي.
د ښاغلي نبيل ادعا په پوره معنا پر ځای ده چې په پاکستان کې له پنځوسو زياتې ترهګرې ډلې شتون لري چې له مدرسو ترهګر جذبوي. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د حقانې ترهګرې ډلې په شمول؛ ډیری نورې خطرناکې ډلې لکه د لشکر طيبه، جيش الاسلام، جيش المحمد، تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، د ملا نذير ډله، حرکت المجاهدين او ځينې نورې ډلې فعالې دي چې په پاکستان کې تمويل، تجهيز او پلان ورکول کيږي څو په افغانستان او د سیمي په نورو هيوادونو کې د پاکستان په ګټه ورانکاري وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د ثبوت دغه اسناد هم عادي اسناد نه دي بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارو هغه رسمي لیکونه دې چې پخپلو منځو کې یې تبادله کړي او په هغه کې یې د حقاني شبکې د غړو د ساتنې او امنیت په اړه خپلو نورو څانګو ته لارښوونې کړې دي. په دې اسنادو کې داسې اسناد هم شته چې د کابل په هوايي ډګر د برید طراحانو ته پکې د آی ایس آی له لوري تر دوه نیم ميلیونو پاکستانیو کلدارو جایزه ورکړل شوې ده.
همداشان له دې وړاندې د افغانستان او په نړيوال سياست کې څو نورو مشهورو څيرو هم د پاکستان د منزوي کیدو لپاره پوره ونډه اخيستې ده. د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته د ډاکتر زلمي خليلزاد څرګندونې او په ټوله کې د پاکستان خلاف وروستی دريځ يې، د ملګرو ملتونو د جګپوړی کارپوه وحيدالله وحيد څرګندونې ويلي و چې لويديځ هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا تصميم لري چې پاکستان تجزیه کړي؛ په وارسا کنفرانس کې د پاکستان خلاف د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې چې نړیوالو ته ښکاره کړه چې د سیمې نور هیوادونه د افغانستان د سولې لپاره همکارۍ کوي خو پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن نه دي ځکه طالب وسلوال په خپله خاوره کې ساتي، په ښه او بد یې ویشي او د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، په وروستيو کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل څرګندونې او له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ په تړاو يې د اسنادو افشا کول، او په ټوله کې په امریکا کې دننه د پاکستان پر ضد انتقادونوزياتيدل او د افغان حکومت وروستی دريځ؛ که څه هم ډیر ناوخته دي خو بيا هم ډیر پر ځای او د قدر وړ دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې زرينې موکې بايد څه ډول ګټه واخيستل شي؟
لیکنه : خوشحال آصفي