مينه ولې خپه يې مينې؟

فاروق فردا- مسکو

تا خو به وې که چېرې تورې ورېځې ويلې شولې او د آسمان په شنه لمنه کې مې چېرې دستوریو غونچې وشمېرلې ، بیا به سپرلو کې د شنو وږو نندارې ته مې پر ځان باندې منلي ټول نذرونه ورکړم، د سمنکو دبنډار په شپه به ستا د سر دعا کومه او ټوله شپه به تر سهاره پورې تا وې د زلفو د هيندارې له شا ماته ګورې او دا دې هم ووې چې: ته به د حسن ننداره کې زما دنارينه مينې شعرونه وایې. تا به ویلې چې د لمر را برېدلو سره دلمر په غېږه کې به ځان اچوم غواړم چې لمر د خپلو وړانګو څاڅکو څاڅکو سره زما ويده ویده تیونه په للو للورا ونازوي او بیا زما پر ټټر ستا دمچکو سره داغونو ته د وړانګو قالبونه کېدي. تا به ويلې زه رابولمه لمر: چې زما دزلفو درمندونو باندې و کاږي د وړانګو ږمنځ څو ستا له غاړې نه آشنا د تاوېدلو وخت کې جړې نشي تا به دا نه ویله؟ ولې خپه یې مینې؟ اسمان ته وګوره چې څرنګه پرما و پر تا راغورځوي لاجوردي سېوری له لریو واټنونو څخه چې یې تر لاندې زه او ته د خپلې مینې افسانو ته د رښتیاوو سبقونه ورکړو. ولې خپه یې مینې؟ د لمر دوړانګو سین ته ګورې چې بهېږي د اسمان له چينې؟ مخې ته ونيسه د لمر هينداره وګوره چې: زه مخامخ در ته ولاړ، له سپينو ستورونه په لاس کې مې ګېډۍ د وږو زما پر سر دشنه اسمان د خنداګانودکړساوو د شېبو یو سبد کله چې ته پرما دلمرپه سین کې دپرېمینځلي زلفو څنډ خوروې زه به هم ستا د تن هینداره کې د« زه» او « ته» هستي وګورم ته به دا وګورې چې زه د اسمان د خنداګانو د کړسونو له دانو سره امېل دستا دغاړې ګرزم ولې خپه یې مينې؟ زه درته مخامخ ولاړیم ته لا هم سترګې په لاره ښکارې ،نه مې وینې؟ دلمر دوړانګو سین هم تاته انتظار باسي غواړي چې ستا د تن له عطرو څخه د خپلو څاڅکو په ريښو کې د ښکلاوو وږمې وغزوي. او ستا د زلفو د عطرونو شمال خپلو څپو ته داسمان د شنې لمنې د شنېلیو نه شین رنګ واخلي دلمر دوړانګو سین زما غېږه ده درته دلمر په ژبه درته دستورودځلاوو په سترګکو سره درته دشنه اسمان د شنو خنداوو څاڅکو سره دهرکلیو ترانې غږوي. ولې خپه یې مینې؟ سر دې زما پر ټټر ولګوه او په درزا کې زما دزړه دخپلې مينې ترانو ته غوږ شه چې دخپګان د تورو څڼو شېبې د خوشالیو دشنه څاڅکو پر اوږو ګرځوي ولې خپه یې مینې؟ ما به ویلو چې نانزکه مې یې تا به ویله چې یم. ښایې زه تاته دماشوم په شان چې وروي خپلې پر نانزکې د خپل خوب د څاڅکو څاڅکو شېبې للو للو ووایم؟. او ولې ونه وایم؟ ولې خپه یې مینې؟ ته مې هينداره نه یې؟ زه مې خپل ځان په تاکې نه وینمه؟ زه هر سهار د دروازې نه له وتلو مخکې تاته ګورم ستا په موسکا کې د خوشاله ورځ انځور وینمه ستا د مچکو له پړقاوونه سندرې اورم ستا د کتلو د شېبو شېیو سکوت پر پاڼې لولمه چې: درسره مينه لرم. بېګایې هم په دروازه کې ستا سلام، ستا دموسکا پر اوږو راشي زما پر شونډو دخندا پرښتې و تخنوي زه ستا دمخ په ننداره ننداره دورځې ټوله ستړیا شاته پرېږدم خو کله کله چې پر شونډو زما ته دتقصير او دکمښت پتري له ورایه وینې دخپلو شونډو په خولو خولو یې اوبه اوبه کړه ورنه لرې مه شه او دهغو پر ځای د خپلې مینې دګل پايښت ته دکتلو او مچکو سر چينې خوشې کړه مه خپه کېږه ګلې ګورم چې اوري له بڼو دې د ستړیا رودونه ته په للو للو خوبونه غواړې خو زه شاعر یم دللو للو پرځای درته د ځمکې او اسمان د ښکلیو تورو سوغاتونه راوړم ته دې ځان روږدې کړه د دې توریو له ژبې سره؟ ته ځان په دې تورویو کې ولټوه او دومره ولټوه څو درته ځان ښکاره شي ته د دې تورویو په ګلبڼ کې دومره پټه یې چې حتی خپل ځان په سرسري کتلو نشې ليدای یوازې« زه» تا په ګلپاڼو کې ليدلای شمه یوازې « زه» یمه چې نورو ګلونو نه توپير دې کوم او له هغو دې بېلولای شمه اوس په دې وپوهېدې؟ او زما د « زه»په مانا ورسېدې هغه لمر « زه» یم، هغه وړانګې او سین چې غواړې ته ورته خپل ځان وسپارې چې تاکړي پاڼه پاڼه خپلو څپو سره دې ویسي له خپل ځانه بې خبر د لېونتوب او دمستۍ کلي ته او هغه « زه» بیا« ته» یې. ته هغه «ته» یې چې زما « زه» جوړوي ته هغه « ته» یې چې زه تاته دخپل« زه» ټوله هستي تر قدمونو ځارولی شمه. راځه چې لمر شاهد کړو راځه اسمان ته یو ځل بیا لمنه و غوړوو راځه ستا غاړه کې دستورو دامېل دانو ته بیا وګورو ته د خپګان تورې شېبې دشنه خندا په کړس کړه ویلې ویلې او بیا دا ومنه چې: زما د« مينې » او د « شعر» د ګلپاڼو د ویېو قاموس « ته» جوړوې او زه دستادهستۍ او ستا دژوند د ښکلا ګانو انځورونه کاږم. زه هره ورځ په نوي رنګ او نوي خوند انځورومه ستا « ته» دخپلې« زه» دشتون پایښت لوحه کې او ستا د هرې تابلو پای کې بس همدا لیکم چې : -درسره مینه لرم او ستا د سترګو د پیالو نه پرما چې ما پخپلو لاسو کښلي د خپل زړه د سپين کاغد پرمخ را اوری دهمدې ښکلیو ښکلیو تورو دباران د مرغلرو دانې چې لوستل کېږي ترې همهغه کرښه: -درسره مینه لرم. راځه د مينې ګل دژوند دپسرلو پر څانګو ونازوو او د خپګان دشېبو زلفې د خوښیو خم کې پرې مینځو دخوشالیو کوټني جوړې کړو د« زه»او « ته» دمینې دپايښتونو پرښتو ته پکې ځاله ورکړو.
 
مسکو د۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۱۲مه فاروق فردا