
ژباړه: نصیر احمد نظري
واشنګټن ولې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دوه مخې لوبې په اړه چوپه خوله پاتې دی؟
د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان او سیمه (سوېلي او منځنۍ اسیا) کې سترې اوږدمهالې موخې لري چې دغه موخې د پاکستان د حکومت او په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي حضور پر مټ خوندي او پالل کېږي. د امریکايي چارواکو د انګېرنو له مخې، پاکستان باید د متحده ایالتونو د نفوذ په دایره کې پاتې شي. همدا تریخ حقیقت د دې لامل شوی چې که څه هم امریکا د پاکستان د وینا او عمل تر منځ پر توپیر ښه پوهېږي، خو د دغه هېواد پر وړاندې چوپه خوله ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د څارګرې ادارې مشر لیکي: «کله چې پاکستان ملاتړ ته اړ شوی- لکه په ۱۹۸۰مو کلونو کې د روسانو پر وړاندې د افغانانو د جهاد پر مهال، امریکا بیا داسې لارې لټوي چې د پاکستان پر غلطیو سترګې پټې کړي او پر ځای یې پر ګډو ګټو تمرکز وکړي. د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د یوه بل داسې وضعیت شاهدان وو.»
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د پاکستان پوځي مشرانو له ترورېزم سره د مبارزې لپاره «ترجیحي پالیسي» غوره کړه؛ دوی له یوې خوا په سلګونه القاعده غړي ونیول او پر واشنګټن یې وپلورل، له بلې خوا د امریکا تر څارنې لاندې افغانستان ته د جګړې لپاره له پاکستانه طالبان را اوښتل.
د ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان څارګرې ادارې «ISI» افغان طالبانو او پاکستانیو ترهګرو ډلو ته د روزنې، خوندي پټنځایونو او ان د جنګیالیو د برابرولو له لارې د دوی بیا راپورته کېدو ته لار هواره کړه چې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي او د دغه هېواد ثبات وننګوي.
د سي ای اې د پخواني مامور، د امریکا د ولسمشر مرستیال او د مرګونې غېږ د کتاب د لیکوال بروس ریډل د معلوماتو له مخې، د بوش ادارې پروېز مشرف ته اجازه ورکړه چې افغان طالبانو ته پناه ورکړي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ماتې وروسته سي ای اې ته په پاکستان کې د لوړ پوړو طالب مشرانو په اړه هېڅ «لارښوده پالیسي» ور نه کړل شوه.
د ګرېنییر د ادعا له مخې، په پاکستان کې د سي ای اې مرکز هغه راپورونه لیدل چې په کې کوېټې یا کراچۍ ته د طالبانو د شورا د غړو د را رسېدو په هکله کې خبر ورکول کېده، خو د دوی «مشران» به د پاکستان څارګرې ادارې ته د څېړنو لپاره لېږل کېدل.
نوموړی زیاتوي: دا څرګنده خبره وه چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د نیولو هوډ نه درلود.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته نوې ستراتیژي
د طالبانو تر ماتې وروسته په نوې ستراتیژۍ کې د یو شمېر افغان ډلو تر څنګ د پاکستان د څارګرې ادارې لپاره هم په افغانستان کې د یوې منظمې ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه د شمالي وزیرستان کم ارزښته پاکستاني ترهګر هم پر یوه پانګه بدل شول.
که څه هم د پاکستان حکومت د کرزي له حکومت سره په خبرو کې دا ډول راپورونه رد کړل، خو لوړپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو او نورو افغان ضد ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ له حقیقت څخه پرده پورته کړه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جمیز ډابینز په خپل کتاب [له طالبانو وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه] کې لیکي: د پاکستان څارګره اداره او سرحدي ځواکونه له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره همکاري کوي، څو له پاکستانه د باندې وجنګېږي. د متحده ایالتونو د پوځ ځانګړي جنرال او په افغانستان کې د امریکايي او ایساف ځواکونو وروستي قوماندان د ټولې نړۍ پر وړاندې اعتراف وکړ چې په پاکستان کې مېشته او فعاله حقاني شبکه په افغانستان کې تر ټولو ویجاړوونکې او خطرناکه ترهګره ډله ده چې دغلته ترهګریز فعالیتونه کوي.
نوموړی زیاتوي چې حقاني شبکه ايتلافي ځواکونو ته تر ټولو لوی ګواښ دی او په دومداره توګه له القاعده ډلې څخه ملاتړ کوي، خو د پاکستان حکومت تل دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې دوی هر ډول ترورېزم غندي او په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده. خو کله چې په افغان شخړه کې د پاکستان د دوه مخۍ په اړه د امریکا د نه اقدام په اړه پوښتنه شوې ده، د اوباما په ګډون نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو څو ځلي کرزي ته ویلي چې پاکستان د امریکا د پوځي غبرګون پر وړاندې حساس نه دی.
د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان پر وړاندې اقدام یوازې د پوځي ګام په معنا نه دی. په ۲۰۱۴کال کې د امنیتي او دفاعي تړون پر سر د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوباما تر منځ په ټیلېفوني خبرو کې د امریکا ولسمشر اوباما حامد کرزي ته وویل چې واشنګټن د پاکستان پر وړاندې کوم دریځ نه شي نیولی او پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې د امریکا «ستراتیژیک» ملګری دی. په ۲۰۱۳کال کې واشنګټن ته د سفر پر مهال اوباما له کرزي وغوښتل چې په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنې په «جدي توګه» په پام کې ونیسي. دا یو بې بنسټه پاکستانی روایت و چې د یوه امریکايي ولسمشر له خولې اورېدل کېږي. که د اسلام اباد د ادعا له مخې فرض کړو چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) د افغانستان په کونړ ولایت کې پټنځایونه لري او له دغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي، مسوولیت یې باید پر واشنګټن واچول شي؛ ځکه چې د ۲۰۱۴کال په نیمايي کې پّ کونړ کې «څه باندې ۶۰سلنه» امریکايي پوځي تاسیسات موجود وو. په دې دومره موده کې د بوش او اوباما ادارې په افغانستان کې د پاکستان د دوه مخو بهرنیو او امنیتي پالیسیو په اړه پټه خوله پاتې شول او پر وړاندې یې هېڅ غبرګون ونه ښود. اوس هم د پخوا په څېر پاکستاني پوځي تاسیسات په سوېلي او مرکزي اسیا کې د امریکايي ګټو او اهدافو د خوندیتابه لپاره کار کوي. په دغه خطرناک رول کې، لکه څرنګه چې د امریکايي لوړ رتبه چارواکي ګرېنییر په راپور کې ذکر شوي- د پاکستان لپاره د امریکا په نا لیکلو قوانینو کې یو دا دی چې هغه باید په داسې فعالیتونو کې ګډون ونه کړي چې د واشنګټن لپاره د تایید وړ نه وي. په حقیقت کې د پاکستان دې ډول دوه مخي توب ته د امریکایانو له خوا په پټه هرکلی ویل شوی، خو واشنګټن ښايي افغانستان له سیمه ییزو قدرتونو سره په نورو ستونزو کې هم واچوي.
که د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو په وده او پیاوړتیا کې چې له شک پرته د سیمې ثبات ګواښي، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو رول له پام څخه وغورځول شي، بې له شکه چې دغه ډلې به د سپټمبر د یوولسمې په څېر یو ناورین وزېږوي. په افغانستان کې د جګړې د غځولو پر ځای امریکا او ناټو باید د نا امنۍ ریښې وچې کړي او په پاکستان کې د تروریستانو پتنځایونه له منځه یوسي.