
د عراق او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي او په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير خليلزاد په خپله د وړمې ورځې په وينا کې ويلي چې په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او بدبختيو مور پاکستان ده او هغه افغانان چې د کورنۍ غړي يې په جګړو کې وژل شوي يا ټپيان شوي هغوی دې په پاکستان عرض وکړي او د خپلو وينو پور دې ترې وغواړي.
خليلزاد دا خبرې په داسې حالت کې کوي چې نن د امريکا متحده ايالتونه د يوې غونډې په ترڅ کې پر دې بحث کوي تر څو معلومه کړي چې پاکستان د امريکا دوست او که دښمن دی او پاکستان د ترهګرۍ مخالف او که پلوي دی؟
د تېرې جمعې په ورځ د پولڼد په وارسا غونډه کې چې د اوباما په مشرۍ د ناټو ټولو غړو هېوادونو په کې ګډون درلود، ولسمشر اشرف غني هم پاکستان ګرم وباله او شکايت يې وکړ، په دې وروستيو کې د پاکستان په هکله شکايتونه زيات شوي او کېدای شي پاکستان د همدغو شکايتونو له امله تر سخت فشار لاندې وي.
که پورته فشارونو او د پاکستان داخلي سياست ته وکتل شي ښکاره خبره ده چې نور د پاکستان بخت کار نه کوي او په لوی لاس ځان د هلاکت او بربادۍ کندې ته ور اچوي؛ ځکه چې پر پاکستان فشارونه د امريکا له لوري دي خو پاکستان د دې پر ځای چې هغوی ته مثبت ځواب ورکړي د افغان مهاجرينو پر ځورولو، نيولو، وهلو او لوټلو يې لاس پورې کړی چې دا هم د پاکستان د بخت کوټه کېدو يو ستر لامل بللی شو.
دا چې د خليلزاد خبره چې افغانان دې د خپلو وينو پور له پاکستان څخه وغواړي، دا به پر افغانانو څومره اغېز وکړي، په راتلونکي کې به ثابته شي، خو د پاکستان له خوا په اوسنيو شرايطو کې د افغانانو ځورول له شک وتلې د دې لامل کېږي چې هغه له نيست سره برابره خواخوږي چې يو شمېر افغانان يې له پاکستان سره لري، هم له منځه ولاړه شي چې دا به بيا د پاکستان لپاره تر بل هر تاوان سخت او نه جبرانېدونکی زيان وي.
پاکستان که د امريکا هر څومره نږدې دوست دی يا شي زما په فکر امريکايان به خامخا يوه ورځ د پاکستان ګرېوان ته لاس اچوي چې په افغانستان کې د اوږدمهالې ستراتيژۍ جوړول او له هندوستان سره د امريکا ورځ تر بلې نږدې والی يې ښه ثبوت دی.
د امريکا تېر او اوسنيو سياستونو ته که موږ متوجه شو وبه وينو چې امريکا تل هڅه کړې چې خپل دښمن يا هغه چا ته چې په راتلونکي کې يې د ځان لپاره خنډ بولي لومړی هغه ته ډېر نږدې پلي ځواکونه جوړوي او بيا له پاسه د دوی حملې پيلېږي چې همدا يې د دښمن د له منځه وړو يوه ښه او کاميابه تجربه ده او په دې کې امريکايان تر اوسه بريالي شوي هم دي چې په دا نږدې پنځلسو کلونو کې يې ښې بېلګې په افغانستان کې د طالبانو د پرځولو لپاره له شمالي ټلوالې او په عراق کې د صدام حسين د له منځه وړو لپاره له شيعه ملېشو څخه کار اخيستل دي.
زه فکر کوم په افغانستان کې د پاکستان خلاف تبليغات کول دا هم د امريکايانو له خوا د وروسته پلي کېدونکې ستراتيژۍ يوه کړۍ ده چې په ظاهره امريکايان په خپله همدې پاليسۍ کې کاميابه ښکاري؛ ځکه له شک وتلې هغه افغانان چې په هېواد کې دننه ژوند کوي، سل په سلو له پاکستان څخه کرکه کوي او په افغانستان کې د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچوي او دا په افغانستان کې د مېشتو افغانانو د يوې طبقې يا ډلې خبره نه ده، بلکې نر ښځې، زاړه او واړه ټول په يوه خوله دي، تر دې هغه افغانان چې په پاکستان کې ژوند کوي هغوی هم د پاکستان اجيران او مزدوران بلل کېږي.
هندوستان له شک وتلی د پاکستان داسې دښمن دی چې په سر او مال يې سرفه نه کوي او پاکستان هم له هندوستان سره ورته دښمني لري، دا چې په دې وروستيو کې هند له افغانستان سره ځان ډېر نږدې کړی او هم يې له امريکا سره اړيکې ورځ په ورځ غوښنې کېږي او په همدې وخت کې په لوی لاس او په ډېره زيرکتيا افغانان له پاکستان سره دښمني کولو ته هڅول کېږي او هم پاکستان وخت په وخت له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، کېدای شي دا د امريکا هغه سياست وي چې په خطر يې هغه وخت څوک پوهېدلای شي کله چې اوبه له ورخه تېرې وي.
پاکستان ته په دې فکر کول په کار دي، خدای مه کړه که د هندوستان له خوا پرې حمله وشي او د هندوستان په ملاتړ امريکا پر پاکستان له هوايي ځواکه کار واخلي او بل طرف ته له پاکستان سره د افغانانو دښمني په همدې حال پرېښودل شي دا به د پاکستان لپاره څومره په ګټه وي؟
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه