
د للمې، للمې سارا،
له عدني خاورې، را زرغون یم
له هغې خاورې، چې د اورښت پر ځای
پرې سپرغۍ اوري
او؛
له تڼاکو سره وخت اړوي
خپور وور یم، نه پوهیږم
چې فولاد یم، که الماس
خو، چې سپرغۍ لویږي
لا سور کیږم، لا بلیږم، لا غوړیږم
له هغې خاورې مې سر را وهلی
چې لا سپرلی نه یم
د ژوند پر تاند فصل مې اور لګي
خلیل یم، په یوه ژمنه اور کې ژوند کوم
اور کې لویږم
اور کې اوسیږم
د اور په خوګلن کې، پرخه یم
که سپیدې وچوي
د کوم ګل پر پلیو شونډو به وناڅم
هو،
د اور په خم کې موسکا یم،
په دې تمه پایم
که د اوښکو به تړم اقلیم کې
چاته موسکا وویشم
ژمن یم، چې اور اغوندم، ژووم یې، څښم یې
او
تر هغې به یې څښم چې ويې وژنم
بیا دې ومرم
چې له دې ها خوا د ګودرونو چنارونه
او،
د ښاپیریو بلوري وزرونه
د اور په خوګلن کې ونه سوزیږي
هو،
زما د کمکۍ نړۍ خلکو!
زه...
د همدې نسل د تاریخ یوه پاڼه یم
سید منتظرشاه هاشمي