علماو ويلي: له هرې ګناه څخه توبه ويستل كيږي. كه چيرته توبه د رب او بنده ترمنځ وي نو د قبليدو لپاره درې شرطونه ضروري دي چې لدې شرطونو بغير توبه نه قبليږي:
لمړی: له ګناه څخه لرېوالي
دوهم: د بيا نه تكرارولو اراده
دريم: د تكرار شوي عمل نه پښيماني
او كه ګناه د انسان سره اړيكه ولري نو د توبې د قبليدو لپاره ېي څلور شرطونه ضروري دي چي هغه درې پورتني شرطونه او يو بل ور اضافه كيږي چې هغه د هغه انسان نه بښنه غوښتل او د هغه بښل دي پركوم يې چي ظلم كړی .
ژباړه: زاهد جلالي
وروستي