زمونږ د ټولنې پير او مريد!

 
که د پوهې او عصري زدهکړو په ډګر کې په پاتې خلکو کې حسابېږو, نو هغه شرعي او ديني معملات او کړنې مو هم د يو بل سره په ټکر کې وي, تر ټولو مهمه او د فکر وړ موضوع هغه بدعات دي چې مونږه يې ترسره کووه. هغه څه چې نه يې الله پاک د کولو کوم حکم کړې وي او نه پيغمبر(ص) ترسره کړي وي, خو مونږه به يې د کولو پوره مسوليت پر خپله غاړه اخيستی وي, که وګورو زمونږ په ټولنه کې پير او ملا خپل حاکميت تل پخپله ولکه کې ساتلی, پير او ملا ته به دومره تابعې او په احترم ولاړ وي ته به وايې که د ټولو ستونزو, تکاليفو او دردونو حل کوونکی يې همدا پير او ملا ده, مريدان به يې دومره زيات ګرځي چې په هره لار,کوڅه او محفل کې به د خپل پير د صفتونو غزلې او سندرې وايي, که پير او ملا ته يې د کوم کار په کولو کې د چا اړتيا پيدا کېده نو همدا مريدان ياران يې دي چې ډير په خلوص او پاکې جذبې سره د پير په پښو کې شپه ورځ پراته وي, ځکه چې پير يې حکم کړی او پيروي به يې دوی کوي. که څوک ترې دا پوښتنه وکړي چې زوروره! کچېرته ته دا دومره تکليفونه , منډې, زيار خپل رب ته شپه او ورځ په عبادت کې تېر کړې نو ايا ستا به د الله په نزد لويه مرتبه نه وي, په جواب کې به هغه پيري منطق درسره ووايي چې عقل به دې کار  پريږدي, پير به يې د کال دولس مياشتې د خپلو مريدانو په کورونو شپې صبا کوي, هم به يې خلک د خپلې پيرۍ د تاثر لاندې وي او هم به يې خپل جېب او خيټه غوړه وي.
دومره عقيده, يقين او عقيدت چې مونږ دغو پيرانو ته لرو که دغه په صحي او ريښتوني ډول خپل رب ته هم ولرو او د هرې ستونزې مرسته له ربه وغواړو ايا پاک رب به يې راته اسانه نکړي. بلا طبقه يې ځينې هغه اشخاص دي چې ځان ته يې د وليانو لقب ټاکلی وي او هغه ناپوهه خلک به يې له ظاهري بڼې داسې متاثره وي چې پوره عقيده به پري ساتي, د قران او سنتو نه به هيس خبر نه وي, د بنګ او چرسو به سم پاخه شيدايان وي او مونږه به يې ډير رسيدلي وليان ګڼو, زيارتونو ته به په دې نيت او عقيده ورځي لکه سم چې کوم داکتر ته روان وي, او همدې زيارتونو ته به هغه چيغې او فرياد کوي چې مطلق شرک او بدعات ده, له هغو مړو جسدونو تقاضې او غوښتنې کوي نه  له خدايه.
تر ډېره بيا خلک د دې پيرانو خدمت او عقيدت خپل بخت او ازموينه ګڼي, همدا تسليت ځان ته ورکوي چې ګويا له دوئ الله يو ډېر غټ امتحان يا ازمائش اخلي; د عالم, ملا, استاد, ښوونکي,مشر عزت او احترم کول ښه خبر او عمل ده خو نه داسې چې خپل ټول ژوند شپه ورځ د يو شخص په مريدي کې تېر او وقف کړې.
په کور کلي کې که کومه ښځه د ماشوم د زيږون په تکليف وي نو په ځاى ددې چې داکتر يا روغتون ته يوړل شي نو هم دا مريدان يې خپل ملا يا پير ته غږ کړي چې راشي او يو دم پرې واچوي بلاخره ښځه هم ژوند له لاس ورکړي او دغه دم يا منتر هم څه کار ونکړي نه خو دا ملا يا پير ورته داسې وايي چې دا زما د دم او منتر کار ده او نه پخپله همدا مريد يې دا سوچ او فکر  کړي چې څه بايد وشي.  نو که دا مو حال او احوال وي او همدا مو عقيده او کړنې وي نه خو به پاک رب راڅخه راضي او خوشحاله شي, او نه به زمونږ ژوند په سکون او اطمينان شي. عامه پوهاوى ډېر اړين ده تر څو خلک له داسې کړنو او عقيدو ډډه وکړي او بل دا چې د همدې پيرانو غټ طاقت او زور دغه يو څه تعداد اشخاص دي چې له خپلې پيرۍ او جادوګرۍ يې متاثره کړي وي; يو مثبت منطق او پوهه ورکول دې مريدانو ته ورکول اړيڼ او ضرور ګڼم تر څو دوئ له دغو بدعاتو او شرک راوګرځي.