زما د اوښکو قيمت رابه کي ته
ياره چې نه وي ته ماډير ژړلي
ته به خوشحاله گرځي
زه دې د زړه په رنځ اخته کړم اشنا
نن مې تصوير ليدلو
په ولله ډير مې ژړل
په ژړغوني غږمې
دا ستا تصوير ته ويل
شابه جواب راکه اوس
خوستا تصوير ته زه حيران وم ياره
په چوپه خوله ي کتل
جواب يې نه راکاوه
يو ځل مې زړه راته هم دا وويل
راځه تصوير ي په لمبو بدل کړه
چې دتصوير ددې لمبو سره زما د زړگي
هاغه معصومه مينه وسوزيږي
مينه به ختم شي نفرت به راشي
ځکه اشنا په مينه نه پوهيږي
خو چې تصوير مې سرو لمبو ته يوړو
زړه په سينه کي په درزا شو او هم داي ويل
خير دي ماشومه ده اوس پوهه به شي
خو اوس لږ صبر وکړه
نومحبوب داسي واي
چې زه به صبر کوم تر کومه پوري
خو افسوس !
زما دا اوښکي او دا صبر اوس بي ځايه درومي
د غرمي ١٢ بجې پوهنتون
وروستي