د لغمان  امنیت خو تا خراب کړی!

 
په ټوله کې په ټول افغانستان کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی. په کابل کې چې د افغانستان پلازمېنه ده هم سل په سلو کې امنيت تامين نه دی. خو په ولاياتو کې بيا نسبت مرکز ته ستونزې ډېرې دي. لغمان چې په نسبي ډول نورو ولاياتو ته ارام پاتې شوی او يو ارام ولايت دی هم له امنيتي ستونزو خلاص نه دی. اوس د لغمان خلک له ناامنۍ څخه سخت سر ټکوي. کله حکومت په بې غورۍ او کله يې په دې تورنوي چې په ناامنۍ کې د دوی خپل لاس دی.
د يو فاميل د غړو چيغه د فاميل تر مشره وي. د لغمان ولس هم په دغه برخه کې تر والي صيب پورې خپل غږ رسوي. خو دې ته نه ګوري چې ايا امنيت راوستل د چا کار دی؟ ايا يواځې والي صيب دی چې امنيت راولي که نور هم څوک په دغه برخه کې خپل مسوليت لري؟ دې خبرې ته مو کله پام کړی چې والي به کومې برخې ته ژر ځان ورسوي؟ انکشاف، تعليم، له فساد سره مبارزه، د عدالت تامينول که امنيت؟
که ولس ونه وغواړي امنيت به هيڅ کله هم په سترګو ونه ويني. بدا مني په خپله ولس جوړه کړې ده. هر هغه څوک چې د بدامنۍ لامل دي او بدا امني جوړوي، د ولس په پيسو او ډوډۍ پايي. له مرکز مهترلام ښار څخه مخالفينو ته کالي، بوټان، څپلۍ، خوراکي توکي، موبايل کارتونه او داسې نور ښه په درز کې ورروان دي. هغه لباسونه او خوراکي توکي چې د دولت مخالفين يې کاروي والله که يې سرمايه داران کارولی شي.
په خپله په لوی لاس ترهګر او ترورېستان تقويه کوو او بيا تمه له حکومته کوو چې موږ ته دې امنيت راولي. د دې ولس ماغزه د خره په ... پرېمنځل شوي دي. سبا بېګاه د يو چا له خوا وژل کېږي او دی بيا ورسره مرسته کوي او په حقه يې هم ګڼي. داسې خلک اوس هم شته چې له دولتي امکاناتو څخه په بشپړه توګه برخمن دي خو کار مخالفينو ته کوي او دولتي امکانات د مخالفينو په لاس کې ورکوي.
لوی لوی کلي او لويې لويې قريې دوه درې ټوپکيانو ګروګان نيولي. اخر ولس فکر نه کوي چې نړۍ چېرته ورسېده او زموږ څه حال دی؟ حکومت او امکانات يې موږ ته معلوم دي. اوس خو حکومت نه شي کولی چې په کلي کور کې په هر کور يو پوليس ودروي. که دولت همداسې هم وکړي؛ خو چې ولس بيا هم ونه غواړي امنيت نه شي راتلی.
څو څو ځله له بمونو سره خلک ونيول شول. څو څو ځله د دې ولس قاتلين ونيول شول. همدا چې تر زندانه رسېدلی نه وي بيا ورپسې د سپين‌ږيرو او قومي مشرانو ډلې جوړې وي چې دا خوشې کړئ. وه وروره ولې يې خوشې کړم ده خو ستا د بچيو د وژلو اراده درلوده! بم ورسره ګير شوی په ښار کې يې قتل عام کولو نو بيا؟ خو دا بې غيرته خلک به بيا وايي: ځه خير دی بيا به داسې نه کوي. چې په دې وخت کې دوی ورسره بنديان کړې نو سخت خوند به ورکړي چې د امنيت چيغې هم وهئ او کار مو بيا د جاهلانو دی.
د امنيې قومندان، د لومړۍ پلې لوا قومندان او د ملي امنيت کارکوونکي که هر څومره جنګ وکړي؛ خو چې بيا هم ولس ونه غواړي والله که امنيت په سترګو هم ووينو. موږ تش په نامه او په تشه خوله د ملي دفاعي ځواکونو د ملاتړ نارې وهو خو په عملي ورسره په صف کې نه يو ولاړ او نه مو ورسره له زړه نه همکاري او اخلاص شته دی.
دښمن هم مخامخ جګړه نه کوي. هغه هم په بزدلانه ډول ځای ځای غلچکي بريدونه کوي. کله چې په دوی پسې امنيتي ځواکونه سيمې ته ولاړ شي دوی د خلکو په کورونو کې پټېږي. ولې ورته ولس پناه ورکوي؟ ولې ډوډۍ ورکوي؟ کله چې بېرته امنيتي او دفاعي ځواکونه راستانه شي دوی بېرته د خلکو له کورو راووځي او ټوپک واخلي.  په بې غيرتۍ سره چېرته ماین ځای پر ځای کړه او چېرته په ناځوانۍ پر دولتي منسوبينو ډزې وکړه دا د دوی غيرت او شهامت دی.
بله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په لغمان کې انکشافي کارونه ښه په زور کې پر مخ روان دي. هر کله چې دښمن وګوري چې دلته څومره بيارغونه کېږي او څومره پرمختګ کېږي؛ نو په شعوري ډول بيا په هغه ځای باندې تمرکز او فوکس کوي چې د هغې سيمې امنيت خراب کړي.  په لغمان کې هم دښمن همدا ټکی موندلی او دا يې تشخيص کړې ده چې دلته دې نوره ابادي نه کېږي.  زه باوري يم که موږ لاس تر زنې کښېنو او رغنيز کارونه ونه کړو نا امني به دومره نه وي.
د دې لپاره چې زموږ په ولايت کې په بشپړه توګه امنيت راشي، په کار ده چې ولس د خپلې ادارې په خوا کې ودرېږي. د دولت له مخالفينو سره خپله هر ډول مرسته ودروي او خپله همدردي ورسره نوره ختمه کړي. کله چې ولس د دولت له مخالفينو سره داسې سلوک وکړ چې ګويا د دوی دښمنان دي نو بيا امنيت راتلی شي کنه امنيت به په سترګو هم ونه وينئ!
اجمل هوډ