اختره!

 
په راتګ دې خفه نه یمه اختره
هسې راشه ؛
چې ښکالو دې د شمال په اوږو راشي
یه اختره!
هسې راشه؛
لکه ستوري نا بللی،
چې کمکي ماښام کې راشي، ناخبره
د ښارونو پر کنډور دیوالونو
ویشي، ویشي
په زرینو بڼو زیري
چې اوبه به پر دې وچو ویالو راشي
راځه راشه
پام په کړس خندا ونه کړې که اوس راغلې
غم ویده دی
د شهید جانان پر شونډو
چې ویښ نه شي
 
سید منتظرشاه هاشمي