دجال څوک دی ... !

 
د قیامت د یوه قریبه علاماتو نه د دجال اکبر خروج دی چې راځی د خدایي دعوی کوي او لویې فتنې جوړوي.
قرآن نه ثابته ده چی دا نړۍ فاني او ختمیدونکي ده. دا نړۍ یو امتحان دی. اصلي نړۍ خو بله ده چې د قیامت نه وروسته به انشاالله راځی. الله تعالی په قرآن کی لیکلی او د احادیثو نه هم ثابته ده چی په دې دنیا کې یوه ورځ هم باقي پاتي شي، نو قیامت به حتما قایمیږي. د قیامت راتلل او زمان خدای(ج) پټ ساتلی. ځکه دی کې الهی حکمت دی. همدا وجه وه، کومه ورځ چې حضرت محمد (ص) د قیامت د زمان په اړه د اصحابو کرامو په مینځ کې وینا کوله نو د صحابو تر منځ په یوه خبره جنجال پیدا شو او د قیامت د زمان په اړه د خاتم النبیین محمد (ص) بیان همداسي پاتی شو. خو د قیامت په اړه بیا هم په قرآن او هم په نبوي احادیثو کې یو شمېر علامات او وړاندویني ذکر شوي دي.
د قیامت یوه، وروستۍ او لویه علامه د د دجال اکبر ظهور دی...
مسلمانان، یهودان او عیسیوان درې واړه د ناجې آخر زمان په تمه دي. یهودان او عیسویان د دجال اکبر په تمه او مسلمانان بیا د امام مهدی او عیسی (ع) په تمه دي.
اسلامي نصوص وايي چې د دجال فتنه به د نړۍ تر ټولو لویه او خطرناکه فتنه وي...
دجال څوک دی...!
حضرت محمد (ص) فرماییلی دی: دجال چې کله ظهور وکړي نو اول به هغه دعوی کوی چې زه نبی یم. حال دا چې خاتم النبین خو زه یم. بیا وروسته به دعوی کوي چې عیاذباالله زه ستاسو رب (خدای) یم. خو یاد ولرئ چې دجال دري صفتونه لري:
 

  • دجال په سترګو خکاري او لیدل کیږي.
 
  • دجال به د یوې سترګې خاوند وي او بله سترګه به یی پټه وي. دا یوه سترګې به ې هم لکه د انګورو دانې په څیر ځوړنده پرته وي.
 
  • د هغې په تندي د دواړو سترګو تر منځ (کافر) لیکل شوی وي.
 
دجال به ډيرې شعبده بازیانې او لويې فتنه وکړي او ډیر خلک به ځانته را جذب کړي خو اصلي مسلمانان او یکتاپرستان.
یو ډیر شمېر یهودان چې د نړۍ سرمایه یې په لاس کې ده، عیسویان، کفار او مشرکین، او ان یو شمېر ضعیفه مسلمانان د دجال اکبر تاثیر لاندې راځي او د هغه غلامي قبلوي او د هغه په دروغین مذهب کې شاملیږي...
دجال به خپل لښکرې تیاروی، یاجوج او ماجوج، شیاطین، یهودان، عیسویان، کفار او مشرکین او یو شمېر ضعیفه مسلمانان به د هغه په لښکرو کې شامل وي. دلته به د خداي (ج) په حکم سره د (40) کلني په عمر کې امام مهدی (ع) ظهور کوي او عیسی (ع) به له آسمانه نزول کوي. د دجال لښکرو او مسلمانانو تر منځ چې مشرۍ به امام مهدی او عیسي (ع) کوي، خونړۍ جکړۍ رامنځته کیږي، چې بې له شکه بریا او توفیق به د اسلام او مسلمانو وي.
هیره ده نه وي چې د سپیڅلو مسلمانانو د ثروت، پوهې او تجربو تر څنګ  د دجال اکبر د فتنو د ختمولو لپاره به یو شمېر یهودان او عیسویان هم په اسلام مشرف شي او د هغوی سرمایه، علم او تجربه به د مسلمانانو سره ملتیا وکړي.
او بلآخره د نبوي احادیثو نه ثابته ده چې دجال اکبر به د عیسی (ع) لخوا په یوې نیزې باندې قتل کړای شي. او په ټوله نړۍ که به اسلام نافذ، اسلامی حکومت رامنځته او د نړۍ ټول وګړي به مسلمانان شي...
زه د یو دیني علومو د شاګرد په صفت دوه پیغامه لرم. یو دا چې ټول مسلمانان موږ او تاسې باید خپل راتلونکې نسل د بیلا بیلو لارو د دجال اکبر د خروج او د هغې د لویو فتنو او ناوړه کارونو څخه خبر کړو. چې هغوې بیا خپل راتلونکو نسلونو با خبره وساتي او د دجال اکبر په مقابل کې د جهاد او مبارزې پیغام ورته پریږدي.
دویم پیغام مې دا دی چې د قرآن پاک او نبوي احادیثو څخه نړیوالو (یهودانو او عیسویانو) ډیره ګټه پورته کړه. یو شمېر اسلامي هېوادونه هم له موږه ځه دي او خپلو اوسیدونکو ته يې سوکاله ټولنه جوړه کړې. د همدې لپاره وایم چې افغانان او افغان حکومت باید د قرآن پاک او نبوي ارشاداتو څخه ډیرې مثبتې ګټې واخلي او د یو شمېر غلطو غربي موډلونو پر ځای دې د هېواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ لپاره د اسلامي او شرعی موډلونو څخه کار واخلي. د مثال په توګه  د مالیاتو پر ځای عشر و زکات، اسلامي بانکداري، د تجربي علومو څخه د ګټورې استفادې لپاره د قرآن پاک د تفاسیرو څخه استفاده، د ښخینوو لپاره اسلامي مناسب حجاب، د ودونو لپاره د لویو هوټلونو بندول او د هغې پر ځای د ګروپی نکاح فرهنګ رامنځته کول،  د نکاح د دفترونو جوړول، په هېواد کې د ښوونځیو تر څنګ د مدرسو او اسلامي پوهنتونونو جوړول او داسې نور...
د ملي یووالي حکومت (غني او عبدالله)!
راځی چې د اسلامي نصوصو څخه ډیره ګټه واخلو، د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره لویې او ګټور کارونه وکړو چې هم خرما شي او هم ثواب...