
له کلونوراهیسې داخبره زبات ته رسیدلې، چې انګریزپه نړۍ کې په سیاست، چل، فریب اودوکه کې ساری نه لری او پاکستان هم د انګریز شاګرد، تالی څټی او په سیمه کې ځای ناستی او ګمارل شوی جمبوری (دمداری شاګرد) دی.
په تیره اونۍ کې د امریکایی سناتورانویو پلاوی ، ددې لپاره چې دترهګرۍ پرضد دپاکستان دکړنوجاج واخلی اسلام آبادته ولاړ.
وروسته له دې چې په ځانګړې غوړه مالۍ سره له دې پلاوی نه هرکلی وشو ، هغوی یې دوزیرستان میرانشاه سیمې ته بوتلل او دسیمې هغه کورونه چې دې طالبانوله خواسوځیدلی وواویو څوسوړې چې هغه هم دافغانستان نه دورغلو(درون) الوتکوله خواموخه ګرځیدلې وې ، هغوی ته وروښودل شوې اوپلاوی ته یې داسې څرګنده کړه چې [داکارونه موږدترهګرۍ په خلاف ترسره کړی ] او یوڅوپه بنداژپیچلی دپوځ کسان یې هم ورته په ګوته کړل چې ګواکې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ټپیان شوی.
خوامریکایی سناتورانودومره عقل نه درلود چې له هغو مدرسونه چې پکې زرګونه ترهګرروزل کیږی(حقانیه ، حدیقة العلوم اوپه نوښارکې نورو مدرسو)نه هم لیدنه وکړی چې له آره د ترهګرو ځالې دی .
عبدالرووف لیوال
سرچینه: دیلی میل پاکستانی ورځپاڼه