عبدالرحمان حبيب زوی
دتصوف کلیمه:
د تصوف دکلیمې اود دغې کلیمې د ریښې په ا ړه بیلا بیل اومختلف نظرونه او څیړنې تر سره شوي دي،چې د ټولو راوړل یې ددې لیکنې له حجم څخه وتلې خبره ده.خو هڅه به وکړم څو هغه نظریې را واخلو چې د ډیرو لپاره د منلو وړ وي.
(سیر تصوف در افغانستان) نومي کتاب د تصوف د کلیمې په اړه په لاندې ډول څرګندونې لري.
v صوفي یا تصوف د (صوفه) له نوم څخه را وتی دی،صوفه د هغه صحابي نوم دی چې د حضرت محمد (ص) په زمانه کې د کعبې شریفې منجوري یې په غاړه وه. د نوموړي صحابي اصلي نوم غوث بن مر و.دې صحابي په هکله ابن الجوزي وایي چې : د رسول الله په زمانه کې هر هغه چا چې ځان خدای ته وقف کاوه نو خلکو یا ورته (مسلم) او یا ورته ( مومن) وایه خو وروسته دا لقبونه په (زاهد) او (عابد) واوښتل خو کله چې صوفه په حق ورسید نو ددې لپاره چې نوموړي په کعبې کې ښه خدمتونه تر سره کړي وو خلکو به هغه چاته چې په کعبې کې خدمت او د خدای په ذکر او عبادت بوخت و صوفه به یې باله.
v په بل ځای کې داسې راځي چې تصوف اهل صفې(برنډې) ته منسوبیږي. هغه په دې ډول چې د اسلام په لومړیو کې یو ډله بیوزلي پرهیز ګاره صحابه د نبوي جومات په صفې کې استوګن وو او شپه او ورځ به یې د خدای عبادت کاوه.
v ځیني نور بیا وایي چې د صوفي ویی له (صوفانې ) څخه اخیستل شوی دی چې یو ډول نازک او لنډه ګیاه ده او صوفیانو به د دښتو په ګیاه او سبزیجاتو په ځانګړي توګه په (صوفانې ) باندې قناعت کاوه نو ځکه صوفي ونومول شول.
v په یوه بله څیړنه کې داسې راځي چې صوفي له صف (لیکې) څخه مشتق ده، په دې مانا چې صوفیان د زړه د پاکوالي له کبله په لومړي ګام کې راځي.1
v په همدې ډول یوه بله څیړنه دا وایي چې صوفي عربي کلیمه ده چې وړیو ته وایي او صوفیان هغه خلک وو چې له وړیو څخه ګنډل شوي کالي به یې اغوستل.(۲)
د تصوف پېژندنه:
په دې اړه هم بیلا بیل نظریې شته او مختلفې څیړنې پرې شوي دي چې زه به یې ځینو ته په لنډه توکه اشاره وکړم.
v په زاهد پښتو-پښتو سیند کې داسې راغلي:تصوف: صوفي کیدنه،دنفس د پاکولو طریقه،د درویشۍ طریقه او مسلک او هغه علم چې د زړه تزکیه پرې کیږي(۱)[1]
v په بل ځي داسې تصوف را پېژني:تصوف عزت دی په زړه کې،برلاسي توب دی په درویشي کې،خدایي ده په بندګي کې،مړښت دی په لوږه کې،پټیدل دي په بربنډتوب کې،آزادي ده په بندګي کې،ژوندون دی په مړینه کې او خوږوالی دی په تریخوالي کې.(۲)
v جنید بغدادي (رح) د تصوف په اړه وايي :صوفي هغه څوک دي چې په ښي لاس کې یې قران او په کیڼ لاس کې یې د پیغمبر (ص) سنت وي او ددغو دوو ډیوو په رڼا کې خپل ځان لټوي.(۳)
v وايي یوه ورځ ابو سعید له یو ډله صوفیانو سره د ژرندې سر ته ودرید او ویې ویل د تصوف مثال ددې ژرندې په څیر دی چې سخت شی نرموي،شاوخوا طواف کوي او په خپل ځان کې سفر کوي څو چې هر شی ورته نژدې شي له ځانه یې لري کړي.(۴)
v همدا ډول د پښتو ادب صوفي شاعر رحمان بابا تصوفي مینه او عشق د جملوو مخلوقاتو پلار ګڼي:
دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی
دجملوو مخلوقاتو پلار دی دا
او یا هم صوفي دومره ځواکمن بولي چې د ده په وینا د درویش او عرش تر منځ یوه قدم واټن دی لکه چې وايي:
په یوه قدم تر عرشه پورې رسي
ما لیدلی دی رفتار د درویشانو
په دې توګه ویل کیږي چې تصوف په اسلامي نړۍ کې په دویمه هجري پیړۍ کې رامنځ ته شوی چې دا مهال د طبعې تابعینو وخت و،خو دا نظر دومره غښتلی نه دی ځکه چې په صحابه وو کې هم صوفیان تیر شوي دي، او داسلام د سپیڅلي دین له راتګ سره یانې ۱۳۸۸کاله پخوا ددې لارې رامنځ ته کیدل شونې ده.
د اسلام لومړنی صوفي:
په دې اړه هم بیلا بیل نظرونه شته دي،ځینې وایي چې د اسلام لومړنی صوفي حضرت ابوبکر صدیق دی او ځینې بیا وايي چې حضرت عمر فاروق(رض) د اسلام لومړنی صوفي دی. خو ډیر کسان په دې ګروهمند دي چې د اسلام لومړنی صوفي حضرت حسن بصري(رض) دی چې په مدینې منوره کې د حضرت عمر(رض) د واکمنۍ پر مهال زیږیدلی دی.([2]۱) همدا ډول د تصوف د سیمې په اړه یوه سیمه مونږ نه شو په ګوته کولی.څوک وایي چې تصوف له عراق څخه او ځینې وایي چې له مصر یا سعودي عربستان څخه راغلی خو په پریکړي توګه د تصوف د نفوذ سیمه یوه واحده سیمه نه ده،یوازې ویلی شو چې چیرته چې د اسلام د سپیڅلي دین وړانګې رسیدلي دي هلته اسلامي تصوف هرومرو غځونې کړي خو باید واویو چې پرته له اسلام څخه تصوف په نورو ادیانو کې هم دود و خو زمونږه موخه هغه تصوف نه ده.
داسلامي تصوف سترې طریقې :
۱-مولویه مولانا جلال الدین محمد بلخي
۲- چشتیه عبدالقادر جیلاني
افغاني ستر صوفیان:
1. خواجه عبدالله انصار
2. سنايي
3. شیخ فریدالدین عطار
4. مولانا جلال الدین
5. مولانا عبدالرحمان جامي
6. رحمان بابا
7. بایزید روښان
8. ابوالمعاني مرزا عبدالقادر بیدل
د یادونې وړ ده چې د اسلامي تصوف یو له سترو او وتلوڅیرو څخه منصور حلاج دی چې د انا الحق ناره یې ووهله او د تصوف په نړۍ کې یې د سره په بدل قرباني ورکړه. د منصور له دغې وینا څخه مطلب دا و چې هر انسان د خدای مظهر کیدای شي خوپه خپله د خدايی دعوه یې نه وه کړې.(۲)
د تصوف یوله سترو ځانګړنو څخه دا ده چې له کرکې څخه کرکه کوي او مینه د ژوند لپاره ډیر اړین توک بولي او د نفس غښتلتیا ته په بده سترګه ګوري،چې بیلګه یې دا شعر کیدای شي.
دا ژوند زمونږه کم محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږي خلک څنګه
پای
-دوکتور عبدالحکیم طبیبي، سیر تصوف در افغانستان،ناشر کتابفروشی امیری،۴۲-۴۰مخ
۲-تاریخ ادبیات ایران،مولفان:یان ریپکا،اتاکارلیما،ایرژی بچا،ترجمه:کیخسرو کشاورزی،ناشر کوتمبرک و جاویدان خرد،۳۴۲مخ
-عبدالقیوم زاهد مشواڼی،زاهد پښتو –پښتو سیند،دپښتو څیړنو نړیوال مرکز،دانش حپرندویه ټولنه،۱۳۸۵، ۲۳۹مخ[1]
۲-نغمت الله قاضی شکیب،بسوی سیمرغ،منظومه منطق الطیر شیخ عطار نیشاپوري به نثر پارسي،موسسه انتشارات سکه،۱۳۶۲، ۱۹مخ
۳-سیر تصوف در افغانستان، ۳۶مخ
۴پورتنی اثر،۳۸ مخ
۱-سیر تصوف در افغانستان،۴۳مخ
۲-تاریخ ادبیات ایران،یان ریپکا،اتارکلیما،ایرژي بچکا.ترجمه کیخسرو کیشاورزي.۳۴۴مخ
وروستي