ماشوم او ټولنيز چاپېريال



 
سريزه:
 
ټولنه يو ډله وګړو ټولګې ته وايي،چې په يوه ټاکلي ځای کې ميشته وي.او د هرې پوړۍ انسانان ورکې ژوند وکوي، زوړ، ځوان، نر او ښځه ، لويان او ماشومان، دا ټول ديوې بشپړې ټولنې وګړي دي. ديوې ټولنې بنسټيز وګړي د هغه ټولنې ماشومان جوړوي،ځکه چې د نن ورځې ماشومان دسبا ورځې مشران دي                           
پرمختللي هيوادونه کوچنيانو ته ډير ارزښت ورکوي او ډيره هڅه کوي، څو ټولنې ته بشپړ ټولنيز ماشوم ستر او وروزي. کومې ټولنې چې تل د بدمرغيو کندې لويدلي هغه ټولنې د يو شمير مشرانو له لاسه داسې بدمرغه شوي دي.دا ځکه چې دې مشرانو په کوچنيتوب کې ښه او سالمه روزنه او پالنه نه ده اخيستې، نو ځکه خو د مشرتوب سمه تمه ترې ناشونی کار بریښي.که چيرې د ماشوم په روزنه او پالنه کې هره ټولنه اړين تدابير ونيسي،پايله به ېې دا وي،چې ټولنې ته به ډير لوړ او ټولنيز انسان وړاندې شي.او کيدای شي چې له هغه سره ټولنه نيکمرغه شي.     
ارواپوهنې او ټولنپوهنې د علمي او تاريخي تجربو پر بنسټ څرګنده کړې،چې د يوه انسان د شخصيت جوړونې ډبره د هغه په ماشومتوب کې د کورنۍ او شاوخوا چاپيريال کې اېښودل کيږي.
 

Personalization
 
انګيرنې،پوښتنې او ګرويږنې او پیښې د کوچنيتوب او نوي ځوانۍ په پړاو کې چې منځ ته راځي، د يو انسان ذهنيت،شخصيت او دهغه راکړه ورکړه له ټولنې او کورنۍ سره د نوموړي ماشوم په شخصيت بشپړ اغيز لري، له دې امله د يوې سالمې او سمې ټولنې د رامنځ ته کيدو لپاره د ماشوم سمه روزنه او پالنه يو له ډيرو بنسټيزو کړنو څخه شميرل کيږي. په افغانستان کې له يوې پیړۍ راپه ديخوا کولتوري فقر،ټولنيزې ناخوالې،اقتصادي وروسته والی او ستونزې ددې ټولنې د بدمرغۍ او بدبختۍ مثلث جوړوي.درې لسيزو جګړو زمونږ ټولنيز اخلاقي جوړښت ته ېې ډير زيان رسولی دی.تر ټولو زيات ېې کوچنيان دبدبختۍ،کرکې، غوسې او نا اميدۍ کندې ته ورګوزار کړي دي. پر دی بنسټ ددې ویجاړ شوي جوړښت بيا رغاونه ډيرې هڅې او منډې ترړې ته اړتيا لري.                     
 

 
دماشوم په شخصيت جوړونه کې د چاپيريال اغيزې:
 
په ټوليزه توګه په کلي او بانډو کې ماشومان تر درې کلنۍ پورې په کور کې ساتل کيږي،خو په ښارونو کې دا معيار توپير لري. داځکه چې په ښارونو کې د خطر ډيره شونتيا وي،لکه د ترافيک او ټرانسپورټيشن ستونزې او داسې نور.خو عمومآ دښار خلک زيار باسي څو خپل ماشومان له شپږ کلنۍ څخه وروسته دباندې پريږي او په کلي او بانډو کې چې کورنۍ له پولې او پټي سره سرو کار لري او همداراز بشپړه آزاده فضا وي، نو ماشومان له وړوکتوبه خپل پلاراو يا ‍د کورنۍ نورو غړو سره د پولې او پټي خواته تګ او راتګ لري، نو پردې بنسټ د کلي او بانډو خلک له درې کلنۍ څخه وروسته خپل ماشوم دباندې پريږدي. مګر يو دپام وړ خبره داده چې زمونږ په ډيرو کورنيو کې د ماشوم د ازادۍ تر څنګ د هغه لپاره د پاملرنې (انظباط) تدابير نه نيسي او په خپل سري توګه ېې پريږدي،چې دا چار هم د ماشوم په شخصيت جوړونې باندې ناوړه اغيز ښندي.                                        
د ماشوم د بهرني چاپيريال اغيزې د ماشوم له کورنۍ سره نیغ په نیغه اړيکې لري. دبيلګې په توګه که چيرې يو ماشوم په کور کې تر ډيرې پاملرنې او لورينې لاندې ونيول شي، هغه سره خوږې خوږې خبرې وشي. ونازول شي وپالل شي په ډيرو لږو برياوو ډير تشویق شي. دلته ده چې ماشوم دوه ډوله رشد کوي.الف: ذهني –ب:جسمي، چې کيدای شي په ځينې وختونو کې ماشوم د ښه ذهني ودې له امله نبوغ ته هم ورسيږي. په دې ډول ښه رواني حالت کې چې ماشوم لويږي د هغه کړنې به له چاپيريال سره هرومرو له ښې رويې څخه ډکې وي.له خلکو سره به په اړيکو کې ډير بريالی وي، ټولنيز اخلاق په کې ورځ په ورځ پنځيږي او له بيلا بيلو خلکو سره ژر تر ژره توافق اخلي. خو که هرڅومره ځيرک ماشوم هم وي، کله چې دباندې راووځي ، له خلکو ،چاپيريال او بيلا بيلو وګړو سره معاشرت کې ګډ شي. هرو مرو د ځينو ډلو تر تاثير لاندې راځي او کيدای شي چې تقليدي حالت غوره کړي ځکه چې لومړی خو کورني اصطلاحات ېې په کوڅه ډبو اصطلاحاتو اوړي او د کوڅو چټل اصطلاحات ېې په ذهن کې ځای نيسي. دلته نو دهغه ماشوم د کورنۍ دنده او پازه ده چې څه ډول خپل ماشوم کنټرول او وڅاري. 
په هره ټولنه کې يوه کورنۍ له بلې کورنۍ سره چې په عادتونو او کړنو کې نږديوالی ولري، دغه ډول کورنۍ له يو بل سره اړيکې هم ډيرې تودې ساتي او ځانته د خپل په څير ګاونډی غوره کوي.هرو مرو داسې کورنۍ شته چې په کړنو کې ددوی سره يو ډول نه  وي او يا اختلاف نظر ولري،او نه غواړي چې خپل ماشوم د هغو له ماشومانو سره لوبو ته پريږدي. دا ډول کورنۍ دې ته ليواله وي،چې خپل ماشوم د خپل ځان غوندې کورنۍ له ماشومانو سره لوبو ته پريږدي.نو په دې توګه ماشوم د ناوړه چاپيريال له اغيزو څخه ساتل کيږي.                     
که چيرې يوه کورنۍ په داسې ځای کې ميشته وي، چې هلته هیڅ دده په څير بله کورنۍ نه وي.يا دغه کورنۍ له نورو کورنيو سره بشپړې اړيکې او توافق نه شي ساتلی،په داسې حال کې بايد خپل ماشوم لپاره د بوختيا زمينه برابره کړي، دلوبو بندوبست ورته وکړي،ځينې دندې وروسپاري.دساري په توګه په حويلۍ کې ګلانو او بوټو ته اوبه ورکول، دځينو لوښو مينځل او داسې نور.                                                                                     
که چيرې داسې کورنۍ وي چې له يوه ماشوم سره له لورينې کار نه  اخلي ،هر وخت ېې رټي غندي او تل ېې بند ساتي دلوبو لپاره ېې نه پريږدي،په کورنۍ کې ېې تل شخړې او جګړې وي.په داسې کړکيچن حالت کې ماشوم له يو ډول رواني ستونزې سره لاس او ګريوان وي.داماشوم چې کله د خپل کور له تنګې او بندې ساحې څخه آزادې  ساحې ته راووځي.نو له دې ډول فضا څخه ډير خوند اخلي.خو په همدې حال کې په زړه کې ېې د کرکې حس هم وي.داځکه چې په کوچنيوالي کې چا ورته مينه نه وي ورکړي،هر چيرې چې ځي ځان ورته حقير او ګرم ښکاري. 
خو بيا هم هر کار ته ېې چې زړه غواړي لاس ور اچوي او همدا لامل دي،چې ماشوم د چاپيريال تر بدو اغيزو لاندې راځي او د بدمرغيو ښکار کيږي.                                                                                               
 
پايليزه:
 
    * د کورنۍ او بهرني چاپيريال نیغ په نیغه اړيکې پر ماشوم اغيز ښندي.
    * کورنۍ تر دې وړاندې چې خپل ماشوم دباندې وباسي، بايد چاپيريال او سيمه وپیژني او خپل ماشوم لپاره د هغو کورنيو د ماشومانو سره په اړيکو کې وي، کومې چې ددوی د کورنۍ د روزنې او کړنې سره يو ډول وي.
    * ماشوم په هر حال کې له لورينې څخه لرې نه شي.
    * د دوو نيکو کورنيو تر منځ د کوربه او ميلمه په ډول اړيکې د ماشوم په سالمه روزنه کې ډيره ونډه لري اود کوچني د چاپيريال له بدو اغيزو څخه په ساتنه کې يو لوړ او غوره ګام دی.
    * د ماشوم د آزادۍ تر څنګ بايد دهغه پاملرنې ته ډير ارزښت ورکړل شي.
    * په ځينې ځايونو کې چې ماشوم د چاپيريال له بدو اغيزو څخه وژغورل شي،نيمه ديکتاتوري چلند هم اړين چار دی.
 
 
دغزل توري لکه ژوبل د کابل ماشومان
 
وړې سلګۍ ېې تر بابا عبدالرحمانه رسي!
 
 
 
 
سرچينې:
 
۱- بلوڅ، بصېر، مشاوره و راهنمايي پيرامون پرورش سالم کودک،نشرات صبح بخير افغانستان،۱۳۸۴
 
۲- بلوچ،بصير، مشاوره و راهنمايي به منظور آشنايي با عوامل تاثير ګذار بر شخصيت انسان، ۱۳۸۶