اختره هغه اختر نه يې!

 
طالبانو د پېښې مسؤليت پر غاړه واخيست !!!
ولسمشرۍ ماڼۍ دا پېښه غندي او د قربانيانو له کورنۍ سره غمشريکي کوي!!!
 
له تېرو څو پر له پسې کلونو راهېسې، له هرې خونړۍ پېښې وروسته همدا جملې اورم !
ولسمشر او چارواکي بدل شول، مصلحتي شرکت د دوه سري حکومت په سهامي شرکت بدل شو، د عمر ځاى هېبت ونيو، خو د بې ګناه وګړو د وژنې انځور بدل نشو، شمېر يې کم نه شو، روژه، اختر او د جمعې شپه يې مالومه نه شوه!
د وېنو له سېندونو او د شهيدانو له ډېرېو وروسته د چارواکو د پلټنې پېل، خواشيني او د پاکستان رټل او ملامتول!
د دښمن په جګړيزو تکنيکونو کې بدلون راغى، خو د چارواکو دا خبرې بدلې نشوې.
اى ظالمانو! د اختر جامې به يې څنګه شي؟!
دوې روژه په خوله وو، روژه به يې څنګه شي؟!
تصديق پاڼې به  يې  پلار او  مور   ته  ښودې،څنګه  شي؟!
دغو ځوانانو ارمانونه لرل، خوبونه او اميدونه لرل، هغوى خو ژوندي دي؛ ارمانونه مو ولې ورته خښ کړل؟!
دوې داسې څه ګناه کړې وه چې مړي مو ورته ټوټه  او  پارچه  کړل ؟!
دوې ته څو-څو کسان ناست دي، هغوى سره يې ژمنه کړه وه، چې د اختر ميوه به اخلي، خور ته بنګړي او کور ولا ته به نکريزې اخلي، کشري ورور ته پلاستکي څپلۍ اخلي!!!
هغوى په تمه دي!
دوې ډېر ستړي وو، ټوله روژه له کوره لېرې وو، د مور لاس  پېرکېو او پکوړېو  ته  يې  زړه  شوې و، په  خپل   کور په خپل ځاى کې ارام ته هوسېدل په خاورو مو ماړه کړل، ابدي ارام ته مو ولېږل!
ښه مو وکړل!!!
نرغوندې مو وکړل !!!
د دوې د ګټلو څوک دي؟ څوک يې پوښتنه کوي؟
څوک يې پروا لري؟ او څوک يې ننګه کوي؟!
زمونږ مشران بېچاره ګان خو خپله ډېرې ستونزې، ډېر  مشکلات لري؛ هغوى خپله  د زړه سوي دي. 
د  مرستيال جنرال حق خوړل شوى، د اجراييه رييس لاس نيول شوى، ولسمشر په وېش کې ګډوډ شوى، ګېلې دي او لانجې دي. دوی چېرته دومره وخت لري چې د ملت ستونزې وڅېړي، امنيت يې وساتي او کار وکړي.
دوى خوندي؛ د دوې کورنۍ خوندي دي څه پروا لري؟!

ظالمانو! د دې چاودنو د دې وژنو مسٶل تاسو نه يې، دا چارواکي دي!

تاسو اختر د ملت په وينو ولمانځئ؛ او خوښي کوئ!
زمونږ اختر هم بدل دى، موږ اختر ته
ورځې نه، خپل مړي  شمارو!!!