حکمتیار صاحب باید محاکمه شي؟!

 
له کله چې حزبي اسلامي سره د سولې خبرې بنا شوي، په څنګ کې ورسره د ځینو کسانو له خوا  د حکمتیار صاحب د محاکمې غوښتنه کیږي، دا په داسې حال کې چې د حزب اسلامي امیر هیڅکله د عدالت له محکمې تیښته نده کړې بلکې د هغه ټوله مبارزه د همدې هدف لپاره ده چې په ګران هیواد کې داسې یوه محکمه جوړه شي چې عدالت یې لمړی پر خپل ځان او بیا پر نورو تطبیق شي، مخکې لدې چې د څښتن تعالی محکمې ته وړاندې شي، هلته چې هیڅ بنده له ځانه ناحقه دفاع نشي کولی، د څه ویلو او څه کولو واک نلري، دا به څومره غوره وي چې انسان په دې دنیا د څښتن تعالی په اسانه وضع شوي قانون محاکمه شي او بې له شکه داسې محکمې ته به حکمتیار صاحب تر ټولو وړاندې حاضر شي.
د خلکو د محاکمې لپاره دوه ټکي محکمه او قاضیان باید په نظر کې وساتل شي:
محکمه: مونږ افغانانو ته هغه محکمه په سر سترګو منلې ده، د کومې محکمې چې ټولې چارې د قران پاک او احادیثو په بنیاد ترسره کیږي، او حکمتیار صاحب چې ټول عمر یې د همداسې محکمې د حاکمیدلو لپاره مبارزه کړې، څنګه او په کوم دلیل به یې حکمونو ته شا کوي، خو دا په ډاګه ده چې د داسې محکمې ټولو احکامو ته به تر ټولو ړومبی حکمتیار صاحب حاضر او مننونکی اوسي.
قاضیان: د عدالت په محکمه کې یواځې د محکمې څرنګوالی شرط ندی بلکې د هغې تر څنګ د هغو کسانو مناسب والی هم مهم شرط دی چې په نورو حکم صادروي ، دا په دې مانا، هغه کسان چې د فیصلو واک ورکړل شوی، احکام یې باید سل په سلو کې له قران او احادیثو سرچینه واخلي، دوی د قاضیتوب ټولې منل شوې وړتیاوي ولري، قضاوت یې تنظیمي او تعصبي نه اوسي، په فیصلو کې یې د امام اعظم صاحب غوندې روڼوالی موجود او شاهد اوسي.
راځئ اوس هغه محکمه، قاضیان او د حکمتیار صاحب د محاکمې غوښتونکي لږ تر سترګو تېر کړو، چې دوی څوک او څه غواړي؟.
کله چې امریکا او ناټو شپاړس کاله وړاندې زمونږ پر ملک یرغل وکړ، حکومت د دوی په لاس، د دوی له عقایدو،غوښتنو او ګټو سره سم جوړ شو، محکمې یې د دروغجنې او وحشي ډېموکراسۍ له قوانیونو سره عیارې، قاضیان یې د امریکا، ناټو او ایران سفیران یا پوځي قومندانان وټاکل شو، په لومړیو کې د قضاوت واک کاملا د بوش په لاس کې وو، حکم به د بوش له خولې صادر او د ناټو په مرسته به شمالې ټلوالې تطبیق کاوه، ناټو ته به یې کواردینات کولو، د غټو غټو بمونو اچولو غوښتنه به یې کوله، د هر مسلمان مکمل ادرس به یې ورکولو، هغوی به یې په بګرام، کیوبا او نورو زندانونو کې په سزا رسول، د هغه الاهي کتاب پر سر چې دوی د سزا مستحق ګرځیدلي ول،  هغه  به یې ورته د زندانونو په تشنابونو کې هره ورځ د روحي سزا لپاره اچاوه او اور یې ورته کولو، اوس شپاړس کاله وروسته هم په زندانونو کې ټول واک د امریکا،ناټو، ایران او د دوی د افغاني همکارانو دی، نو په داسې محکمه او قاضیانو کې خو د هر مسلمان فیصله مخکې له مخکې مالومه او روښانه ده. حکمتیار صاحب د روس د سیاسي او نظامي یر غل په وخت کې د همداسې محکمې پر وړاندې ړومبی په سیاسي او وروسته په مسلح مبارزې پیل وکړ او د امریکا له راتګ وروسته یې د دوی د محکمې پر وړاندې مسلحه الاهي مبارزه بنا کړه، نو هغه کس چې څلويښت کاله یې د همداسې محکمو پر وړاندې سیاسي او نظامي مبارزه کړې وي، د هغوی د ردوالي لپاره یې لسګونه کتابونه لیکلي وي، میلیونونه کسانو یې هجرت کړی وي، خپلو وروڼو، خپلوانو یې د نورو میلیونونه افغانانو په شمول شهادت ته لبیک ویلی وي څنګه به دا د غرب ناولې محکمه  او حکم ورته منلی اوسي چې قانون یې ډیموکراسي او قاضیان یې کافر او یا د هغوی غلامان اوسي؟.
ایا دا کوم عدالت دی؟  په هغه محکمه کې چې یوه ډله  قاضیان یې د شمالي ټلوالي غړي پخوا د روس او اوس د ایران په شمول د امریکا او ناټو غلامان او جاسوسان، بله ډله قاضیان یې هزاره ګان د ظلمونو او وحشتونو تاریخي بلیګې، د امریکا او ناټو تر څنګ د ایران بربنډ جاسوسان، اودرېمه ډله قاضیان یې ملحدین ډیموکراتان اوسي، حکمتیار صاحب دې پکې محاکمه کړی شي.
د حکمتیار صاحب د محاکمې غوښتونکي کفار او د کفارو لاس په نامه غلامان دي، د دوی محکمه نه یواځې دا چې مردوده ده بلکې محکمه یې د ړنګیدو او قاضیان یې د وژلو او هلاکېدو وړ دي، د حزب اسلامي سوله له اوسني تپل شوي حکومت سره  په دې مانا باید تعبیر نشي چې ګنې اوس په حکمتیار صاحب دا لاسپوڅي اسلام دشمنه کړۍ ګرانې او یا د هغوی له نه هیریدونکو بشري جنایاتو تېر شوی، نه داسې نده، د دې سولې یواځینی هدف همدا دی چې د دغو قاضیانو لاسونه غوڅ، خولې یې کږې او څهرې یې بربنډې کړي نو همدا علت دی چې دوی تر خپله وسه د سولې خنډ او ضد دي، دوی به څنګه او ولې د هغه چا پر خلاف چوپ پاتې وي د چا په په لاس چې ولس قاضي او دوی د ولس په لاس محاکمه کیږي، له دوی باید ولس او هر مومن افغان همدا د دشمنۍ تمه او توقع ولري، او د دوی ټول تبلیغات یواځې دشمنانه او د دوی د  قاروني مالي او ځاني خوندیتوب هلې ځلې وګڼي.
که په دې ټولو ذکر شوو حقیقتونو او واقعیتونو سترګې پټې کړو، او داسې وګڼو چې رښتیا هم دلته یو عادل حکومت شتون لري او پر خلاف یې خدای مکړه یو ظالم ټولګی، په داسې حالت کې هم کله چې د سولې غږ پورته کیږي د محاکمې یادونه یې یواځې هغه څوک کوي چې د سولې سر سخت دشمنان اوسي. محکمه خو دغه ده دا شپاړس کاله روانه ده حکومت دې هم مخالف شهیدوي، بندي کوي، تعذیبوي او تحقیروي، مخالف دې هم حکومتي او بهرني وژني، بندي کوي او تعذیبوي يې، نو کله چې د سولې خبره کیږي د محکمې لفظ پکې له منځه ځي، هیڅ یو اړخ ځان قاضي او بل مجرم نه معرفي کوي، دواړه په یو صف کې ودریږي، که قاضیان وي هم دواړه به وي او که مجرمان وي هم دواړه به وي.
په اخر کې ټولو هغو افغانانو ته چې د نورو سیل او ننداره کوي، دا وایم، ورونو سوله ستاسو انساني او شرعي حق دی، تاسو د دې حق لپاره سره متحد شئ، په ګډه د سولې نارا پورته کړئ، د حکومت په شمول ټولې جنګي ډلې سولې ته مجبورې کړئ، په سوله کې ستاسو دنیوي او اخروي ګټه ده، سوله ستاسو د ټولو انساني او شرعي حقوقو پالونکې ده، د سولې دشمنان ستاسو دشمنان دي، د سولې پلویان ستاسو دوستان او خواخوږي دي، د بي بي سي، طلوع، یک او نورو پردیو او جاسوسي رادیو ګانو او تلویزونونو له تبلیغاتو مه متاثره کیږئ، دا رسنۍ ستاسو د دشمنانو ژبې دي، همدا رسنۍ دي چې له تاسو یې حقایق پټ ساتلي، ملي خاین یې درته ملي قهرمان ښودلی او ملي اتل یې درته ملي خاین پېژندلی، پام چې نور د دې پردیو رسنیو په تبلیغاتو ونه غولیږئ.
ستاسو ورور
ذاکرالله کنړی