
دا چې د کايناتو ځواکدار رب موږ ته دوه تل پا تې خوښۍرا نصيب کړي دي، بايد دغه خوښۍ ورځې په خوښيوولمانځو.
دا چې د باروتو په وطن کې اوسو، شوني ده چې اخترونه به مو له ويرونو ډک وي؛ خو نا ارامه زړونو ته د سکون دغه څو ورځې د پاک رب ډالۍ ده، څوک هم نه غواړي چې د پاچايانو د پاچا دلاس ډالۍ په ځمكه پريباسي.
ستا شهيد لالي ته په جنت کې حوري په کتو نه مړيږي، او څاڅکى، څاڅکى وينه يې هم د ځمکې مخ ته نه پريږدي، په تندي ترې ځان ته خالونه لګوي.
درديدولو زړونو ! ستاسې درد بې مانا دى؛ ځکه چې د چا له وجې تاسې دردمن ياست، هغوى د جنت په منارو او شنو باغونو کې په ګرځيدو ستړي شو، مه تويوئ نورې دغې اوښکې، ستا سې اوښکې کومه ګټه نه لري، هسې بې ځايه مو د زړونو کعبې مه ړنګوئ.
خپله د نکريزو شپه مو لکه د نورو اخترونو په لاسونو کې په رنګ، رنګ منظرو رنګينه کړئ.
اجازه مه ورکوئ هغې نا هېلۍ ته چې تل د خوښيو په بدل کې خفګان درکوي.
محمد حنيف (قلميار)