
محمد عارف رسولي
په روغتیایي خدمتونو کې بهرنیو هیوادونو ته اړتیا
کله چې پاکستان په زرهاوو افغانان چې زیات یې ناروغان او د هغوی خپلوان وو، په ناڅاپي توګه په تورخم کې په سره لمر کې په ساعتونو او ورځو ایسار کړل، نو زموږ د خلکو مجبوریت او مظلومیت یې نړۍ ته وښود او زموږ د خلکو وطني احساس ته یې هم ټکان ورکړ.
زیاتو هیوادوالو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په هیواد کې یوه یا څو معیاري شفاخانې جوړې کړي تر څو هیوادوال د پردو او په تیره د ګاونډي پاکستان له احتیاجه خلاص شي. دا غوښتنه په ځای ده، د خلکو ویښتیا ښيي، او ښه پرمختګ دی، ځکه د پرمختیایی علومو د پوهانو په اند که خلک د غفلت په خوب ویده وي، د خپلو ستونزو په هکله سم فکر ونه کړي، د پخپلو پښو دریدو او په ځان بسیاینې په فکر کې نه شي، اصلاحات و نه غواړي، په چارواکو اړین زور وا نه چوي، په پریکړو اغیزه و نه کړي نو په هغه ټولنه کې پرمختګ هم نه راځي. دولت ته په کار ده چې د ملت غوښتنو ته ځواب ووایي. زه باور لرم چې دولت او اړین ارګانونه به یې هم تر خپله وسه ورباندې کار کوي ترڅو دا ملي ستونزه حل شي.
اوس اصلي خبره داده چې ایا یوازې د یوې یا څو شفاخانو جوړول موږ د پردو او په تیره د پاکستان له احتیاجه خلاصولای شي او که نور څه کول هم په کار دي. زموږ دولت او ملت ته په کار ده چې یاده ستونزه، نورې ورپورې تړلې مسئلې، او په تولیزه توګه په هغو لاملونو او عواملو باندې چې دا او نورې ملي ستونزې یې راپیښې کړي دي پوره غور وکړي، هر اړخیزه ارزونه یې وکړي او د سمو او اصلي لارو په موندلو کې ورڅخه کار واخلي.
د افغانستان د روغتیاي سیستم ننګونې
په اصل کې د روغتیايي سیستم ستونزه د هیواد د نورو سکتورونو ستونزو ته ورته ده، او هغه زموږ د دولتي نهادونو، حکومتولۍ، د قوانینو د پلي کولو، د پالیسیو او کړنلارو د پلي کولو او نورو ساحو کې زموږ ملي ستونزې په ګوته کوي. خو دلته یوازې د روغتیايي سکتور په هکله بحث کوو.
له یوې خوا زموږ ۳۶ سلنه خلک د بیوزلۍ تر کرښې لاندې په فقر کې ژوند کوي او خلک مو د خپلو کورنیو د روغتیا لپاره اړینه پانګونه نه شي کولای، زیات ماشومان مو د خوار ځواکۍ (سو تغذي) له ستونزې سره مخ دي، د مور او ماشوم پالنه نشته، روغتیا پالان (صحي کارکوونکي) خلکو ته صحي مالومات کم ورکوي او د ملک په زیاتو سیمو کې یې هیڅ درک نه لګي، عام خلک د راز راز ناروغیو اړینو واکسینو ته لاسرسی نه لري، ښاري هوا مو تر نړیوالو ستندردونو څو ځلې زیاته ککړه ده، د څښلو پاکو اوبو ته مو کم خلک لاسرسی لري، د حفظ الصحې، سنتشن او صحي تشنابونو خدمتونو او اسانتیاوو ته لاسری په تیره په کلیوالو سیمو کې کم او په نشت حساب دی. له بلې خوا، جګړو او ناخوالو، بیکوره توب، د قانون نه پلې کیدو، د زورواکانو ظلمونو او نورو زموږ خلکو ته د رواني ناروغیو ستونزې پیدا کړې دي. دا ټول هر یو پخپل وار او په ګډه سره په هیواد کې د ناروغیو زیاتوالي ته لاره اواروي.
له پورتنيو لاملونو چې کومې ناروغۍ راټوکیږي یوازې په دوا او معالجوي طبابت یې نه شو کابو کولای او د عامې روغتیا وقایوي اړخ ته هم پاملرنه په کار ده. خو زموږ په صحي سیستم کې تر وقایوي طبابت په معالجه او تداوۍ باندې زیات تمرکز کیږي. د وقایې لپاره سم ښوونیز نظام، فرهنګ، سهولتونه، علمي څیړنې، مجهر څیړنیز مرکزونه او څیړونکي، او متخصص ډاکټران ډېر کم لرو او اړینه پانګونه په دې کې نه ده شوې. زموږ په روغتیايي نظام کې د طبي ډاکټر، نرس، روغتیا پال، قابلې، د حفظ الصحې او مور او ماشوم د ساتنې د کارکوونکو تر منځ کوم نړیوال منل شوی تناسب او انډول نه شته.
زموږ دولتي سیستم د ارزونو، تفتیش، د کمښتونو او غوره ټکو د رابرسیره کولو، په دې هکله په اړینو وختونو کې د کوم علمي راپور د جوړولو په هکله کوم منل سیستم نه لري او که یې لري، نه کمښتونه رابرسیره کوي، نه ورڅخه څوک درس اخلي او هر څوک او هره اداره او مرکز هڅه کوي چې خپلې ستونزې پټې او پلټونکي راضی وساتي. خو که یو ښه نظارتي او مدیریتي سیستم، او د لوایحو د پوره پلي کولو قوي سیاسي اراده رامنځته شي دا ستونزه به هم په کراره کراره حل شي.
مالومه ده چې پانګې ته اړتیا ده. خو که رښتیا ووایو که سم مدیریت او رهبري وي، پانګه به ستونزه نه وي. نړیوال مرسته کوونکي مرسته کوي. همدارنګه، که ښه منظم پلان، د باکیفیته مدیریتي سیستم، د قوي سیاسي ارادې او ښې رهبرۍ په مرسته زموږ د زرهاوو خلکو هغه پیسې چې په بهر کې یې په معالجه لګوي دلته پوره پانګه رامنځته کولای شي.
د ګاونډیو هیوادونو د دوا کمپنیو زموږ زیات دوا واردوونکي او ډاکټران د بې کیفیته دوا رواجولو ته هڅولې ځکه ورڅخه یو څه ګټه اخلي، که څه هم زیاته ګټه یې همدې بهرنیو کمپنیو ته رسیږي. ټولو ته مالومه ده چې د پاکستان د دوا هره کمپنۍ زموږ په هیواد کې زیات شمیر دلالان لري، د یادو کمپنیو د دوا نمونې او سمپلونه مفت زموږ ډاکټرانو ته ورکوي په دې شرط چې هغوی ېې دوا په نسخه کې ناروغ ته ولیکي او دواخانه یې باید ولري. ځینې ډاکټرصاحبان بیا دا بې کیفیته دوا د خرڅلاو او ګټې لپاره بیله کوم سم تشخیصه ناروغ ته خورا زیاته تجویز کوي. خو ډاکتران وایي چې زیاته او بې ځایه دوا استعمال د ګټې په ځای زیات زیانونه لري.
یو وخت له یوې نسخې سره یوې دوا خانې ته ورغلم چې دوا واخلم او ګورم چې دوا خرڅوونکی پیژنم او له زیات وخت وروسته یې وینم. راته ویې ویل د دې نسخې د هر قلم دوا دوه ډوله لري، چې عام کس نه ورباندې پوهیږي، خو یو یې ډېر ښه او بل يې ډېر ټیټ کیفیت لری، په قیمت کې توپیر شته او داچې زه کوم غواړم. حقیقت دادی چې هر چاته دا خبره نه کیږي او دوا ورباندې پلورل کیږي.
د لابراتوارونو لپاره نه کوم منل شوی نړیوال د سرټیفیکشن او اکریډیتشن کوم سیستم کارول کیږي، نه د کوم قبول شوي سټنډرد له مخې کار کوي او که کوم څه وي نه عملي کیږي. وسایط یې ډېر ټیټ کیفیت لري، سمه پالنه او ترمیم یې سم نه کیږي، تکنیشنانو ته اړینه روزنه نه ورکول کیږي او د کار کیفیت یې په ټاکلو وختونو نه ارزول کیږي. که موږ وګورو د ټول کابل په شفاخانو کې یو څو د ګوتو په شمار د (ام ار آي)، (سي ټي سکن) او نور د ښه کیفیت لرونکي وسایل شته. په ځینو شفاخانو کې که وي هم کیفیت یې خورا ټیټ، او ارزونه یې کمزورې وي، او په پای کې سم تشخیص ورباندې نه کیږي.
بله ستونزه داده زموږ زیات خلک د ډاکټر مسلک او تخصص ته نه ګوري، نه ورباندې پوهیږي او نه د دولت له خوا کوم عامه پوهاوي رامنځته کیږي، د یوه مسلک ډاکټر ته هر ډول ناروغ ورځي. هغه هم بیله سم تشخیصه زیاته دوا ورکوي. خلک چاره نه لري نن یوه او سبا بل ډاکټر ته د علاج لپاره ځي، له پیسو هم خلاص شي او ناروغي یې هم په خپل ځای پاته وي.
څه کول په کار دي؟
په هیواد کې د نورو سکتورونو په څیر زموږ د روغتیاي نظام د پرمختګ لپاره دا لاندې قدمونه باید واخیستل شي:
زموږ روغتیایي سیستم، شفاخانې او نور روغتیايي مرکزونه باید د یوه یا دوه کلونو په بهیر کې د ځان ارزونې، روڼوالي، د مالوماتو شریکولو، حساب ورکولو، مکافات او مجازات یو پرمختللی باکیفیته نظارتي سیستم او مقررات رامنځته او په کلکه یې پلي کړي. په دې سیستم کې به ټول افغاني روغتیايي مرکزونه وتوانیږي چې لمړی خپلو کمښتونو ته ځیر شي، هڅه وکړي چې هغه لیرې کړي او ځان د ارزونې او نورې زده کړې لپاره تیار کړي، او بیا نور تخصص لرونکي سازمانونه په کار وګوماري ترڅو په مدیریت، نظارت او ارزونه، پلان جوړولو، د پلانونو په پلي کولو، په مالي چارو، د ظرفیت په لوړلو او نورو ساحو کې لا تر اوسه شته کمښتونه ورپه ګوته او اصلاحات راولي. نن سبا د نړۍ ټول ورته نهادونه، لکه شفاخانې، پوهنتونونه او نور له دې سیستماتیک سیستم څخه ګټه اخلي او خپل کارونه ښه کوي.
باید موږ د خپل روغتیايي سکتور په قوانینو او مقرراتو کې داسې بدلون راولو چې زموږ د روغتونونو علمي ارزونه، ټریننګ، بیا ارزونه، سرټیفیکشن او اکریډیتشن په علمي منل شوو نړیوالو معیارونو د متخصصو پلټونکو لخوا ترسره شي. که زموږ روغتیايي سیستم دا کلتور پخوا خپل کړی وای نو اوس به زموږ حالت ډېر ښه وای.
دلته لکه چې هیواد والو په وروستیو وختو کې غوښتنه کړې ده که په کابل کې په نړیوالو معیارونو کوم ښه روغتیاي مرکز جوړ شي له یوې خوا به په لنډ مهال کې زموږ هیواد وال بهر ته له تلو خلاص شي او له بلې خوا کیدای شي چې په هیواد کې د یوه نمونه مرکز په توګه د تخصصي، تخنیکي، مدیریتي، پلان کولو، د پلان په عمل کې پلي کولو، د پلان ارزونې، د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو په مدیریت او سیستم جوړولو کې د ظرفیت لوړولو لپاره به ګټور تمام شي.
سپارښتنې
محمد عارف رسولي
کابل، افغانستان