ټپيزه

انوارالحق يرغل ننګرهار
ملګرو ګوړې نه خوږه ده
او د ما لوچو نه پسته ده
 
تکه ده سپینه تکه سره ده
سمه د سرو ګلو غونچه ده
 
لکه بادام لکه پېسته ده
په خوله یې کړې دنداسه ده
 
خلک خو وايي چې ( نغمه ) ده
دا له ( نغمې ) نه هم ښايسته ده
 
چې ترهغې له ما سره ده
له نورو ښکلو مې توبه ده
 
زما ( يرغل ) د زړه ټوټه ده
ورته ډالۍ دغه ټپه ده
 
(د جانان مينه زلزله ده
زما يې وران کړه د زړګي پاخه برجونه  )