
لیکوال: محمد قسیم ځیر
انه فرانک له ننه ۸۷ کاله پخوا د جرمني په فرانکفورت کې زېږدلې. نومړې د نړۍ مشهورترینه ځوانه لیکواله او په یهودانو کې یو بې جوړې انجلۍ ده.
دا هغه لیکواله ده چې یواځې یې د دوه کلن ورځني ژوند په لیکلو دنیاوال شهرت وګاټه. په ۱۹۳۳ کې چې نازیان واک ته ورسېدل انه د خپل مورو پلار او یوې خور سره هالند ته وکوچېده. په ۱۹۴۰ کې فاشیستو امستردام هم اشغال کړ. بیا چې په ۱۹۴۲ کال د یهودانو ازارول خپل اوج ته ورسېدل د فرانک کورنۍ د یو بل فامیل سره په یو پټنځای کې اوسېدنه غوره کړه. انې د خپلو ورځنیو خاطراتو لیکلو ته ملا وتړله که څه هم چې ددې لیکلو پیل د پټېدو نه مخکنی وه ولې ستره برخه یې د هغه ژوند ده چې دوئ له نازیانو پناء تېر کړی وه.
دوئ دوه کاله او پينځه میاشتې په دې ځای کې تېرې وي چې بلاخره د یو خیانت په اثر نیول کیږي او بیا برګن بلزن د اجباري کار په کمپ کې د ناروغۍ له امله په ۱۵ کلنۍ کې ساه ورکوي. له نیونې پس یې میپ او الیزابت هغه چا چې په پټنځای کې مرسته ورسره کوله دا کتابچه وموندله او له لوستنې پرته یې د دویم نړیوال جنګ تر ودرېدو پورې وساتله. له کورنۍ یې یواځې یو ژوندی چې د جرمنیو له منګولو ووت اتو فرانک د انې پلار وه چې په خپلو هڅو یې د لور خاطرې له هالنډۍ انګرېزۍ ته د ژباړلو او خپراوي زمینه مساعده کړه.
په ۱۹۵۲ کې یاد کتاب د ځوانې جلۍ د خاطراتو تر نامه لاندې په انګلیسي چاپ شو. دا کتاب د نړۍ ډیرو ژبو ته ژباړل شوی او د جهان یو له زیات لوستل شوو کتابو شمیرل کیږي.
په ۱۹۶۰ کال هغه ځای چې دوئ پکې پټ شوي وو د یو موزیم بڼه غوره کړه او نن په هالنډ کې یو له ډیرو لیدونکو ځایونو دی. ددې تاریخي پیښې په اړه ډير فلمونه ډک شوي او بلا کتابونه لیکل شوي دي.
د انې خاطرې پر یهودانو د شوو ظلمونو یو نړیوال سند او د هولوکاست(د یهودانو ټول وژنې) لوي ثبوت ګڼل کیږي.
دې اتلې خپلې خاطرې ارمانونه ، د خوښۍ شېبې د غم وختونه دومره په مزه لیکلي چې سړی فکر کوي فلم ګوري. د حیرانتیا خبره داده چې د پیلېدو پر مهال نوموړې ۱۳ کلنه وه . انه ملګری نه لري له ډيریواځېتوبه کتابچې ته مخه کوي په خپلې کتابچې باندې د کیټي نوم ږدي. زما په اند د اغلې فرانک د ښه لیکلو ستر لامل داوه چې دې هر څه له زړه لیکل او داسې یې لیکل لکه سړی چې یو ملګري ته کیسه کوي. یو ځای نیم لولو چې خپله کتابچه مخاطبوي او ورته وایي چې زه پوهېږم ته دومره غمجنې کیسې نه خوښوې. ددې کتاب بل کمال ځواکمنه انځورګري هم ده. زما لپاره داکتاب ځکه په لیکلو وارزېده چې په ۷۵ متره مربع ځای کې اته نفره د دوه کالو لپاره پرته له دې چې بهر ته ووزي څنګه د خپل مذهب، فکر او عقېدې لپاره مبازه کوي. انه او ورسره خلک یو ځای هم دا پښېماني نه ښکاره کوي چې کاش یهود نه وو. د کورنۍ روحي وضیعت او په پیټر نامي هلک په زوره ځان مینول هم ډیر خوندور سین دی. انې په داسې هنر د ژوند د یوې برخې تابلو کښلې چې له یو اړخه ورسره له زړه وینې څاڅي او له بلې خوا خلکو ته د مقاومت چل هم ښایي. دا کتاب مو په امستردام د بمباریو هم خبروي او هم راته د یهودانو د ځورولو او محرموولو کیسه له پیله وایي لکه: د مخصوص زیړ ستوري درلودل چې یهودوالی ترې ښکاره شي، په ښاري ریل ګاډو کې له تګ ممانعت او ځانګړو یهودي ښوونځیو کې شاميلېدنه ویلی شو.
یو بل شی چې له انې یې زده کولی شو د ژوند نظم دی. انه پخپلو خاطراتو کې ښکاره کوي چې څنګه ځان میین کړو او څه ډول وخت تېرولو یاد کړو په هغه وخت کې چې ثانې هم دتلو پلو ته راشي.
نوموړې یو مزېدار نرګیسي کرکټر هم دی او له دې سره سره د عادي خاطره نویسۍ په خلاف نورو ته ډیر وخت ورکوي ددې د خاطراتو ډیره برخه اتو فرانک، وان دان ، د هغه ښځه او پيټر دی.
که چیرې دا کتاب په پښتو شي نو د یوې خوا به خاطره لیکنې ژانر ته چې باچاخان بابا یې هم سپارښتنه کوله هڅېدلي اوسو او له بل طرفه به مو ژبې ته هم څه تاریخي تومنه برابره کړې اوسي. دایې د ۱۹۴۳ کال د جون د ۱۱ ورځې د خاطرې یوه برخه ده* مونږ کتابونو ته د ماشومانو په څېر منتظریوو بیخي لکه څوک چې ډالۍ راکوي. هغوي چې ازاد ژوند لري نه پوهیږي چې کتاب لوستل او رادیو اورېدل څه مانا لري*.