د اسلام په نوم کيدونکي وحشتونه ګټه که تاوان:

 
اکرام الله اتل
اسلام د سولې، مينې، ورورولۍ او يووالي دين دی، اسلام هغه دین دی چې  پيغام يي:« ان من المومنون اخوت» دی خو نن سبا ددې دین بڼه بدله شوې د دين په نوم ورانکارو، تباه کارو او  اسلام ضدو ډلې له اسلاميت څخه د وحشت، قتلونو، برمته کولو او.... داسې يو  تعبیر نړۍ ته وړاندې کړی دی چې له مسلمانانو سره تر مينې کرکه ډيره شوې او ان اوس خو په اسلامي هیوادونو کې هم له اسلام سره مينه مخ په کمیدو شوې.
د خلافت په نوم داعشی وحشت او د شریعت او اسلامیت په نوم طالباني او امارتي وحشتونو په تيرو کلونو کې د زرګونو بې ګناه انسانانو وينې تويي کړې دي او دا لړۍ دوی د همدې اسلام او دین تر افسانوي پوښښ لاندې په جومات، ښونځي، کور، کلي او سړک کې تر دې دمه جاري ساتلې.
پر اسلام له روانې پټې استخباراتي افسانې را وروسته اوس اوس مسلمانان دومره کمزوري، بې وسه او حقیر شوي دي چې ان د امريکې په ټاکنو  کې نوماند ډونالډ ټرامپ چې اسلامیت او  اسلامي نړۍ ضد څیره ده مسلمانانو ته پيغور ورکوي چې روژه مه نيسی بلکه د يو بل له وژلو تير شی باور وکړئ ددې خبرې په اوریدو يي  زما له سترګواوښکې ولاړې هغه ساعت زه د قرآن کريم په تلاوت بوخت ووم چې دا خبره مې له دې باندې له ټلویزيون  څخه واوريدې او په ډير مظلوميت مې يوازې اوښکې د سپين قرآن کریم پر پاڼو تويي شوې.
اسلام چې د وحشت او ناورین په اوج کې الله تعالی ۱۴۰۰ کاله مخکې پر انسانيت ولوراوو او خيرالبشر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته يي د انساني چارو د مديريت په خاطر ۳۰سپارې خپل مبارک کلام مخې ته کيښود نو په ټوله دنيا کې خرافاتي تیارې په الهي رڼاوو منورې شوې، په سعودي کې د اوس او خزرج قبیلې ترمنځ تباه کونکې نښتې بندې شوې،د نجونو ژوندي خښول بند شول، غلامي پای ته ورسيده او باالاخره تور بلال او  قريش امیرحمزه او حضرت ابوبکر صديق په يو کور، یو جومات او يو ځای کې په مساوي ډول سره کیناستل.
نن نو مسلمانان يو لوري ته له سخت اقتصادي،پوځي او سياسي  کړاوه رنځ وړي او بل لوري ته هم په خپل منځ کې د وهابیت، اهل سنت او شيعه په نوم يي د خپلو وروڼو په وينو چړې سرې کړي دي او ځانونه ورته مسلمانان،غازیان، د جنت حقدار او د خدای د دين پالونکي ښکاري، خو داسې نه ده ځکه زه فکر کوم چې نور موږ د قیامت  ورځې ته ور نيږدې کيدونکې يو او هغه د پيغمبر له مبارکې وينا سره سم اسلامي امت په څو اويا ډلو ويشل شوی دی چې يوازې یوه پکې په حقه او نورې څو اويا چې طالب، داعش، الشباب، القاعده، لشکر جنګوي، سپاه پاسداران، فاطميون،حزب الله او..... پکې راځي د اسلام د تباهۍ لپاره د کليسا، صليبیانو او کفري نړۍ هغه پروژې دي چې باالاخره به موږ د مهدي آخرزمان او عيسی علیه سلام ظهور ته ور نيږدې کړي او که چیرته داشته ډلې زما خبره نه مني يا يي ردوي نو دوی باید ثابته کړي چې دوی د مسلمانانو د ځاني، مالي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي خونديتوب په برخه کې څه کړي دي او څومره يي د مسلمانانو په بساينه فکر کړی دی.
باور وکړئ هغه زیاتی او ستم چې نن په اسلامي نړۍ کې امراوو،علماوو، سياستوالو،روڼ اندو او قلم په لاس خلکو  پر خپلو ولسونو روان کړی دی د تاریخ په هيڅ جبری پړاو کې يي ساری نشته، هغه ظلم چې د د اسلامي خلافت په نوم داعشي تکفيریانو په سوريه، عراق او پرون د ننګرهار په کوټ کې وکړ هيڅ ساری نلري، خو پوښتنه داده چې ولې؟له کله؟ او تر کله؟
طالبان چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د داعيي نارې سورې وهي مشر يي په افغانستان کې نشته، سياسي دفتر يي په افغانستان کې نشته،د يو با ثباته افغانستان لپاره د ۲۱ پيړۍ له اړتياوو سره سمه طرحه نلري، پر ولس زړه نه سوځوي،وحشتونه او قتلونه يي د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډيریدو شوي دي خو چې دا نقد پرې وکړې يا يي مخې ته ودریږي نو يوازې يوه لار لرې که چیرته دې ترې الله وژغوري پاتې به يي کينې د دینا په سر دې والله که ژوندی پريږدي که کلي ته ورشي بې سواده، پلار او مور عاق کړی،لوطي، غل،قطاع الطريق، سړي تښتونکی او سړي خور در پسې در لیږدي او باالاخره دې په يو ډول نه يو ډول وژني او که لويو ښارونو ته ترې راشي بیا به يي دلته د ليکوال، شناند، روڼ اندي،حقدار او قومي ټيکه دار په نوم يو څوک سم کړی وي او باالاخره به دې دوو کارونو ته اړباسي هغه دا چې یا به دې په افسانوي ډول وګواښي او چوپ به دې کړي او يا به دې چیرته تر موټر لاندې چسپکي ماين در سريښ کړي او ډز شي له دې دنیا دې تیر کړي البته دا خبرې يوازې خبرې نه بلکه مستندې هغه دي  او په دې برخه کې زه (لیکوال) لسګونو بیلګې لرم.
په ننګرهار کې ويل کيږي چې داعش تنکي ماشومان شهيدان کړي، سپين ږيري اوښځمنې يي وهلي او ټکولي او.... دې ته ورته ډيرې نورې نوې او نادره خبرې هم په ټولنیزو پاڼو کې شوي دي هر انځور چې په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی دی که هر سړي وجدان لرلی وي وجدان يي په لړزه شوی او له انسانیته يي کرکه شوې خو تر  اوسه هيڅ چا ددې پوښتنې ځواب پيدا نکړ چې دا په ننګرهار کې وژل شوي ماشومان يهودان وو که عيسويان، دا هلته بې عزته شوي خلک افغانان وو که کفار؟ ځکه که موږ خبره د اسلاميت، امارت،خلافيت او.... کو و په اسلامي خاوره کې خو ان د هندو يا اهل ذمي سر، مال او ناموس خوندي دی نو دا دلته بیا ولې په اسلامي خاوره کې د خلافت او امارت داعيان هره ورځ مسلمانان په شهادت رسوي؟؟؟ دا چې له کوزې پښتونخواه راغلي ناسنته وزیر،اورکزي او افریدي په کوټ کې د ننګرهار پتمنې ښځې برمته کوي دوی کله فکر کړی دی چې دوی خپلې خويندې، ميندې او ميرمنې برمته کړي دي، دلته خو د وروڼو قومونو د ګډ ژوند، تاريخ او مشترکو ویاړونو خبره ده دلته خو لا هم د ميرويس خان، احمدشاه بابا، خوشال خان، ايمل خان، دریا خان او.... د تاریخ  کيسې د دواړو ملتونو په زړه کې دي، دلته خو اوس هم ډير د بيټ نيکه « لويه خدايه لویه خدای» دعا په مینه زمزمه کوي، دلته خو اوس هم د فخر افغان وياړونه د کوز او بر نه بلکه د شته ولسونو ګډ حق بلل کيږي خو نه پوهيږم دلته ستونزه په څه شي کې ده؟؟؟ خو نه پوهيږم داعشي تکفيریانو بیا دا مشترکات څنګه ددې ځناورو له زړونو و ويستل؟ تاسو څه فکر کوی دا په کوټ کې پر خپله مور لګيا اورکزي، افريدي او ناسنته قبایل به همداسې پاتې شي؟ زه باوري يم چې پاتې به نشي ځکه دا اوس پکې تيار د پنجاب تور لینګي لګیا دي، له هوا پرې امریکايي الوتکې بریدونه کوي او په کورونو کې يي تیار عرب، چچن، ازبک او د چين اویغوران او نور ډګه بوزان ناست دي نو ورځې دې شماري نن چې په بره خوا کې دوی هرڅه وکړل سبا يي په کوزه خوا کې وار دی دوی دې داسې فکر نه کوي چې د امارت او خلافت په نوم روانې نارې به کوز يا بر قومونو ته سکون ورکړي بلکه بهرنۍ استخباراتي کړۍ په ډيرې ارامۍ سره کله کوز په برو او بر په کوزو وژني او په دې سره زموږ د قتلونو  ګناه هم زموږ پر غاړه را اچوي.
طالب ۱۴ کيږي افغانان وژني، کورونه ورانوي، سړي تښتوي،په کلیو کې څوک له ډاره ساه نه شي ويستی، هر لوري ته د وحشت خړ ګرد پروت دی، ژوند نشته، کار نشته، اقتصاد نشته، کرنې ته پاملرنه نشته، ښونځي اوروغتونونه په نشت شمار دي خو بیا هم چې کله يي پر ضد غږ پورته کړې نو دی به ښه سړی وي خو ته به د امریکې زوی يي، ډالرو به دې ايمان خراب کړی وي او باالاخره به دې پټه د قتل او يا تښتونې لپاره هم يو منظم پلان جوړوي.
زه نه پوهيږم خو په يو څه چې پوی يم هغه دادي چې  په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلاميت په نوم وينه بهونکي يو شان نه دي څيرې، افراد، کړنې او موخې بيلې بیلې دي خو  ټول د وحشتونو د ښکار  د خلکو وينې، څيرې، مظلوميت او بیچاره ګي يو شانې ده که ته د ننګرهار د کوټ د خلکو مظلوميت، ترهغه دوه اونۍ مخکې په يو جومات کې د بم ايښودو د ټپيانو ګردجنې  څيرې، د سومالیا په موګاديشو کې د تور پوستو مسلمانانو په وینو لړلي وجودونه، يبلې پيښې، فقر او خواري،په فلسطين کې د فلسطین د مظلوم ملت وحشت ځپلې څيرې او بیا د عراق او سوريي د مسلمانانو پر حياوو او عزت تيري او د ښځو ليلام ته وګورې په والله باالله ثم تالله ټول په څیره کې يو غم  او يو درد لري او هيڅ به داسې فکر ونکړې چې دا افغان دی، عراقی دی، سوری دی او که يا هم سومالیایی يا هم فلسطينی.
موږ څومره بې شرمه خلک، موږ څومره بې حيا انسانان يو او باالاخره موږ څومره وحشي او  ځناور قومونه يو تاسې او خدای په سوريه کې دا روان وحشت د انسانيت په تاریخ کې ساری لري، تاسې او خدای تاسې کله هم د عراق په څير د يزيدي ناموسونو د ليلام کوم بازار لیدلی دی، تاسې او خدای تاسو کله هم د دين طالب او یا ديني عالم ( شيخ هبت الله) د خلکو د قتلونو او ځورونو فتوا ورکونکی لیدلی دی او باالاخره تاسې او خدای دا په سمندرونو او بحرونو کې يي چې بیړۍ چپه شوې، بې عزتۍ يي وشوې، په ترکيه کې د يو وړوکي ماشوم  مظلومانه مرګ دنيا ولړزوله او ان کفري نړۍ يي وارخطا کړه په اوس وخت کې د کوم بل داسې ظلم څرک يا بیلګه راکولای شی؟ آیا دا ظلمونه پر موږ ولادي ميرپوتين، بارک اوباما، فرانسوا اولاند، انګلامیرکل،ډيويډ کامرون،موساد، سي ای اې،ام آی سکس،را او.... کړي که بشار الاسد، نوازشريف،ملامحمد عمر، ، خامنه اي،حسن روحاني، ملااخترمحمد منصور، ملاهبت الله،ايمن الظواهري،ابوبکر البغدادي، ای اس آی،سعودي،پاکستان، ایران او .... کړي دي، ستاسو ځواب به څه وي؟ آیا کفري نړۍ پر موږ روان شواخون ته موکه برابره کړې کنه دا موږ يو چې په ځان لګيا يو او ګټې مو کفري نړۍ ته رسيږي.
دا برنۍ خبرې مې له درده وکړې، دا ستونزې حل غواړي،د اسلاميت او انسانيت په نوم د انسان وژونکي او د اسلام شرمونکي طالبان، تکفيري داعشیان،لوطیان او زانيان نور باید په کلیو کې يو یو  له مرۍ ونيول شي او ټغ ساه ترې و ويستل شي که داسې ونشي لکه څنګه چې طالب غربی استعمار ته زمینه سازی وکړه، لکه څنګه چې طالب تکفيري داعش ته د سرباز ګيرۍ او زموږ پر ناموس، لوپټو او.... د تيري ته موکه برابره کړه دا موکه به لکه د هلمند جنګ چې د آمو تر څنډو ورسيد لرې نه ده چې د کوټ د يوې تور سرې د آه او   واویلا سوې ناره به په کندهار، لوګر، غزني، کابل، بدخشان او مزار کې هم پورته شي، راځئ د اسلام په نوم د افراطيت او وحشت د مخنيوي په خاطر په کلیو کې د امارت او تکفیري داعش د فکر پالو ورمیږونه په خپله ور تاو کړو او خپل کور، عزت، ميرمن، لور او زوی خوندي کړو کنې بيا به وخت تیر وي او لاسونه به مروړو ځکه د طالب په نوم را پورته شوی بې سواده نه وطن پيژني نه ناموس او د داعش په نوم له اروپا،امریکا، عربو او  کوزو برو ورغلي ناسنته نه خپله ناموس لری او نه پرې زموږ ناموس ګران دی نو سر له اوسه لاس په کار شی سرطاني افراطيت په غده کې باید خنثی شي کينې لرې نه ده چې د يزيدیانو په څير به زموږ تورسرې هم همدې ځناورو چیرته لیلام ته وړاندې کړې وې البته يوه خبره کوم که د افغاني ټولنې غرور او د قلم عفت نه وی دلته به مې د تکفیري داعش د زناوو او جنسي تيریو او طالبانو د لواطت او  پر حيواناتو د جنسي تيري ډيرې کيسې درته کړې وې خو افسوس چې زما ټولنه  لا هم رياليزم يا حقیقت پالنې ته اماده نه ده په هر حال په کنايي شکل مې ځينې اشارې کړي دي.
پای
د افراطیت،امار او تکفیري داعش له شره د خلاص افغانستان په هیله