د کډوالو شړل

 
ژباړن: زمریالی اباسین
 
د جون شلمه د کډوالو نړیواله ورځ وه، خو پاکستان چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د کډوالو د تر ټولو غټې کتلې په نوم امتیازات ترلاسه کړي، دغه ورځ په یوه جلا انداز ونمانځله.
د پاکستان حکومت په څرګند او رسمي ډول د هغو کړیو په مرسته چې د دغه هېواد له پوځي کړیو سره تړاو لري، پرېکړه وکړه چې د افغان کډوالو پر ضد به د کرکې، ځورونې او ربړونې کمپاین پیل کړي چې د جون په یوویشتمه نېټه د کرکې دغه کمپاین تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد او بالاخره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو رییس فیلېپو ګرانډي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په ننګه او د هغوی د ملاتړ په موخه اسلام اباد ته ورسېد.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز چې په خورا دقت څرګندونې کوي، خبرداری ورکړ او وې ویل چې د افغان کډوالو کمپونه د ترهګرو پر ځالو بدل شوي دي.
څو میاشتې مخکې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر او د دغه ایالت پېژندل شوي سیاستوال سرفراز بګټي هم ګواښ کړی و چې افغان کډوال به په زور وشړي. فکر کېده چې پاکستاني رسنۍ به د افغان کډوالو د ځورونې او ربړونې په اړه رپوټونه خپاره کړي، خو ټولو یو په بل پسې په دې اړه داسې رپوټونه خپاره کړل چې په خپله په کې کرکه خوره وه.
جالبه خو دا ده چې له فاشیستۍ د ډک دغه کمپاین پر مهال په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان کډوالو د ښکېلتیا په اړه هېڅ ډول شواهد او اسناد وړاندې نه شول.
د نړۍ پر مخ هېڅ یوه ټولنه په ټولیزه توګه له جرایمو نه ده خلاصه؛ د افغان کډوالو ټولګه هم له دغه امر څخه مستثنا نه ده خو د تېرو لسیزو تاریخي بهیر ته په کتو افغان کډوال په پاکستاني معاشره کې په نورو ګران او پر ښو کړو- وړو مشهور دي.
دوی ځکه د کډوالۍ ژوند غوره کړی چې غواړي عزیزان او کورنۍ یې له نظامي جګړو خوندي وي. نو بیا ولې پر داسې فعالیتونو لاس پورې کړي چې هلته یې هم کورنۍ خوندي پاتې نه شي؟ له بده مرغه، د جګړې نغارو فضا په جدي ډول خړه پړه کړې ده، په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تورخم د دروازې جوړولو پر سر نښتې کرکه او غوسه هغې کچې ته ورسوله چې ناوړه پایلې لري.
پاکستاني چارواکو ولې اوس افغان کډوالو پسې راخیستې ده؟ د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان دغه ګام په څرګند ډول په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دوبي له عملیاتو سره تړاو لري؛ دغه کار د طالبانو له هغو نظامي تحریکاتو سره همغږي لري چې غواړي وښيي افغان دولت د هېواد دننه او بهر د خپلو اتباعو د ساتنې توان نه لري.
د تورخم تړل د دې ادعا د پیاوړتیا بله بېلګه ګڼل کېدای شي. په پاکستان کې د افغان طالبانو خواخوږي په روانه جګړه کې د خپلو لاسپوڅو د بریا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي، دوی د طالبانو په ګټه له هېڅ ډول یو اړخیز اجباره لاس نه اخلي. د جون په دېرشمه به د یوه کال لپاره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه پای ته ورسېږي. د دوی د اوسېدو نېته تر اوسه د دې لپاره نه ده غځول شوې چې د دوی په اند، همدا افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره تر ټولو مطلوب وخت دی. بې ثبات افغانستان ته د کډوالو د سېل له ورتلو وروسته د رامنځته کېدونکو پایلو اټکل سخت نه دی، دغه کار په افغانستان کې د ناخوالو رامنځته کولو لپاره د طالبانو د پوځې فعالیتونو په پیاوړي کولو کې خورا اغېزناک رول درلودای شي.
عجیبه خو دا ده، هغه کسان چې په بېړه د افغان کډوالو شړلو ته لېوالتیا لري، په پاکستان کې د طالبانو د هغو پټنځایونو د له منځه وړو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي چې په افغانستان کې د جګړې د تشدید لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
په ورته وخت کې د همدغه پاکستاني دولت اړوند ادارې چې نړیوالو ته په افغانانو د زور له لارې د ولکې ټینګولو د ناشونتیا په تړاو باټې وهي، هڅه کوي چې په نظامي او سیاسي فشارونو سره پر افغانانو ولکه ټينګه کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د سوله يیز ژوندانه امتیاز د پاکستان هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په کور دننه یې هم د تپل شوې جګړې او تاوتریخوالو له امله له بېځایه شوو سره خپله همدردي او سخاوت ښودلی دی.
د افغان کډوالو اکثریت د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتون ټبر په هغو سیمو کې اوسېږي چې په فطري ډول له یو بل سره د کلتوري او تاریخي عواملو له مخې خواخوږي لري. خو د پاکستان دولت تل د افغان کډوالو له موضوع د خپلو شومو اهدافو لپاره استفاده کړې ده.
پاکستان په ۱۹۵۱ کال کې نه د کډوالو په اړه د جینیوا کنوانسیون ومانه او نه یې هم په ۱۹۶۷ کال کې په دې اړه پروتوکول لاسلیک کړ. پر دې سربېره، له کډوالو سره د چلند کولو په تړاو هېڅ ډول ملي قانون هم نه لري.
په دې برخه کې د قانون رامنځته کولو لړۍ ځکه په قصدي ډول ځنډول شوې چې پاکستان له کډوالو هر ډول چې زړه یې وغواړي استفاده وکړي.
پاکستان د ۱۹۸۰ کلونو پر مهال له مهاجرینو د مجاهدینو په نوم استفاده کوله او بېلابېلې مرستې یې ترلاسه کولې، دغه کار د کډوالو له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ترسره کېده، په دې برخه کې نړیوالې ټولنې هم سترګې پټولې او لوېديځو هېوادونو هم د کمیونیزم پر وړاندې د جګړې لپاره دا هر څه منلي وو؛ ځکه دوی ته په جګړه کې هر څه جایز ښکارېدل. خو د دې لوبې تر ټولو خواشینوونکی اړخ دا دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ته یې په افغانستان کې د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو په موخه له افغان کډوالو د استفادې جواز ورکړ.
د طالبانو رامنځته کول د پاکستان د پوځي ادارو لپاره د دې پالیسۍ تر ټولو ستره ګټه وه.
هغه فلسفه چې ګویا طالبان په افغانستان کې نه شي ماتېدلی؛ ځکه پر حقیقت بدله شوه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو په کمپونو کې د لاسرسي زمینه برابره وه او له همدغو کمپونو به یې د تازه دمو جګړه مارو استخدام روان و.
طالبان به په افغانستان کې له ماتې سره مخ کېدل او ګڼ تلفات به یې ورکول خو دا چې د ماتېدو وړ نه وو باید له دې امله له هغو خوندي ځالو او د جلب او جذب له مرکزونو مننه وکړي چې په پاکستان کې دي؛ دا هر څه ځکه ممکن شول چې پاکستان د کډوالو په چارو کې له هېڅ راز نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره ځان نه دی تړلی.
د افغان کډوالو په زور شړل به په کور دننه د پاکستان سیاسي اوضاع له جدي پایلو سره مخ کړي.
د پنجابيانو امنیتي ادارې او په رسنیو کې د دوی د مشرانو د کرکې او تعصب کمپاین به د ټولو هغو ډیموکراتو او سوله غوښتونکو پاکستانیانو او په ځانګړې توګه د پښتنو غبرګونونه له ځانه سره ولري.
په دې اړه د ټولنیزو رسنیو تند غبرګونونه په قیاسي ډول یوه څرګنده بېلګه ده.
د مردان یوه مدافع وکیل ریاض داوي د ډاون ورځپاڼې پرونۍ ګڼې ته په دې اړه د” پښتون نظريې “تر سرلیک لاندې داسې څه لیکلي دي: ”ښايي دولتونه خپلې ګټې ولري، خو په دواړو خواوو کې مېشت پښتانه له یو بل سره تړل شوي دي. په حقیقت کې که څه هم په دوو جلا هېوادونو کې اوسېږو خو لا هم د یو بل پر غم غمجن او د یو بل پر ښادۍ ښاد یو.“