لیکوال: علي الله متوکل الرحمن
و محمدي امت ته ددې شپي د ورکړي يو راز دا ؤ چي د تيرو امتونو د خلکو عمرونه زيات وو، ډول ډول او ډير ډير عبادات به يې کول، نو الله سبحانه و تعالى و امت محمدي ته د قدر شپه ورکړه تر څو دا امت په فضيلت کښي تر نورو امتونو کم نه سي.
ځني علماء بيا د حضرت حسن بن على بن ابو طالب په روايت وايي چي الله جل شانه و سليمان علیه سلام ته پنځه سوه (٥٠٠) مياشتي باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ؛ داسي يو سلطنت او باچاهي چي نه يوازي پر انسانانو بلکي پر بادونو، مرغانو، حيوانانو او ټولو باندي يي واک او سلطه درلودل. سلطان ذوالقرنين رحمة الله علیه ته هم الله جل شانه دومره باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ، نو الله جل شانه و امت د نبي الله ص ته دا امتياز ورکړى تر څو د سليمان علیه سلام او ذوالقرنين رحمة الله علیه د سلطنت په اندازه عبادت په يوه شپه وکړي.
علماء کرام يو راز دا هم بيانوي چي رسول صل الله علیه وسلم و صحابه ؤ ته د يو باچا کيسه کول چي زر زامن يي د الله جل شانه په لار کښي ورکړي وه، نو صحابه ؤ ددې ثواب او فضيلت په هکله حيرت او تعجب وکړى، نو الله الله جل شانه ودې امت ته داسي يوه شپه ورکړه چي د يوي شپي د عبادت ثواب يې د زرو مياشتو د عبادت ثواب لري.
د قدر شپه څه وخت ده؟
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډيرو عباداتو کمزوري کړي وي نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډير وکړي تر څو د قدر د شپي له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي يې ځکه پر طاق شپه برابره کړه چي (ان الله وتر و يحب الوتر) يعني الله جل شانه طاق دی او طاق خوښوي. يعني د ٢١، ٢٣، ٢٥، ٢٧ او ٢٩ شپي.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپي احتمال ډير دى په دي هکله رئس المفسرين حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم (٢٧) شپه د قدر شپه ده. ځکه که چيري وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ دري واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نه (٩) حروف دي، اوس که چيري د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژي اوويشتم شپه د قدر د شپي زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي ؤ چي د شپي پيره داري به يې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږي سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پيښ سوي ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږي دي نو يې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږي وي او ما چي حساب و کړى دا شپه د اوويشتم (٢٧) شپه وه.
الله جل شانه دي ددې شپي تر څنګ د ژوندانه د هري شپي او هري لحظي د عبادت، اطاعت او فرمانبردارى توان او توفيق راکړي. اللهم امين
وروستي