پاکستان عملا له افغانستان سره په جګړه کې

 
افغانستان عملا له پاکستان سره په جګړه کې بوخت دی. پاکستان په افغانستان هر ډول یرغلونه کوي، فکري جګړه کوي، مطبوعاتي جګړه کوي، د بېل کړه او اېل کړه هنر کاروي، فربب او چل نه کار اخلي. مګر افغانستان د ددفاع په حال کې دي.
د تورخم پېښه د پاکستان مستقیم یرغل ؤ او نېغ په نېغه د پاکستان د دفاع په نامه له افغان ځواکونو سره وجنګېدل. خو طالبان یې بیا غیره مستقیم جګړه ده، چې  د کلونو راهیسې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روانه ده. د تورخم د جګړې او د طالبانو د جګړې توپیر په دې کې دی چې د طورخم په جګړه کې د  ډیورند کرښې اخو غولېدلو او نا خبره کشرانو هلکانو د پاکستان ننګه وکړه، په افغان ځواکونو کې مرده باد ووایه او د افغانستان بیرغ ته یې اور واچوه. مګر د طالبانو په جګړه کې بیا د افغانستان د ننه ځېنې ناخبره، نا اهله کشران افغانان د افغان ځواکونو مردباد وايي او د طالبانو بره وايي. چې دا بره ویل کټ مټ د پاکستان بره ویل دي.  
تاسې ګورئ چې له طالب سره هېڅ د پوخ عمر او پوهه افغان نشته، یا ټول کشران هلکان دي او یا ټول کټر امیان او نالوستي خلک دي. همدارنګه د تورخم په جګړه کې هم د ډیورند کرښې اخوا هېڅ هوښيار او د پوخ او باتجربه او له تاریخه خبر پښتون را پورته نه شو، چې د پاکستاني پوځیانو ننګه وکړي.
افغانانو په یو او بل نامه مه غولېږئ. جګړه نه دې امریکې او د غربیانو ده او هم د اسلام ده. بلکې دا د پاکستان جګړه ده چې د افغانستان پر ضد روانه ده.
پاکستان وايي یا به ډیورند وګټو. یا به ټول افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه جوړه کړو او که دا هېڅ نه وي د دداسې دولت جوړېدو مخه خو باید ونیول شي چې له هند سره نږدې اړیکې ولري، پياوړی وي او د افغانستان د دفاع توان لري.
 
افغانانو، را وېښ شئ
طالبانو الله مو پوهه کړه.....!!!