
رحيمي
دامريكا ولسمشر اوباما په دې وروستيوكې يو واربيا دلته دخپلو عسكرو دراتلونكي په باب اندېښنه ښودلې ، اوڅرګنده كړې يې ده چې دى په افغانستان كې دجنګ داوږدوالي له امله ډېر اندېښمن دى !! چې دهرې ورځې په تېرېدو سره ددوى په وړاندې مقاومت غښتلى كيږي ، اومخالفين يې برياوې مومي ، اودامريكاپه وړاندې حالات لاپسې دخرابتياپه لور درومي !
اوباما په خپله دغه تازه ويناكې منلې چې دوى ونشواى كړاى چې افغانستان كې طالبان دجنګ له لارې مات كړي ، دهغوى شتون اونفوذ ته صدمه ورسوي !! نو اړتياده چې ددې ستونزې دحل لپاره دخبرو اترو اومذاكراتو بهير پيل كړاى شي اوپكې دسفارتي اوديپلوماتيكو هلوځلو څخه كار اخيستلو ته اړتياده خو دداسې څرګندونو اواندېښنو درلودو سربيره \'\' بارك اوباما\'\' افغانستان ته دنورو عسكرو درالېږلو حكم كړى اوتردې مهاله داوباما په حكم افغانستان ته په زرګونو عسكر راغلي اودلته دجګړې ليكوته رسېدلي .
داهرڅوك مني اوپرې اعتراف كوي چې افغانستان ته دنورو عسكرو رالېږل كومه ګټه نلري ، بلكې داكار به نور زيانونه اوناخوالې زېږوي ، دتېرو اتو كالو تجربو ښودلې چې دلته امريكا نشي كولاى چې دجنګ له لارې خپل ټاكلي اهداف ترلاسه كړي اونه به دجنګ په جاري ساتلوسره كومې مثبتې نتيجې ته ورسي . بلكې دوخت په تېرېدو سره امريكا لادزوال په لور درومي ، اوپه اصطلاح دترهګري ځپلو پرځاى سرچپه افغانان دامريكا نيت اوارادې ته دشك په سترګو ګوري ، ډېرى افغانان امريكا خپل دښمن هيواد بولي ، اوپه وړاندې يې جنګېدل اومبارزه دثواب اواجر ترټولو لوى كار بولي .
دنړۍ زياتره مبصرين چې دافغانستان روان جريانونه اوپېښې څيړي ، هغوى په دې ټينګارلري چې امريكاته پكاردي خپله اوسنۍ رويه دافغانانو په باب پاى ته ورسوي ، اوپه دې باب خپله تګلارې اوپاليسۍ ته تغيير وركړي ، اودپراختياغوښتنې له عزم څخه په شاشي ، ولې چې هيڅكله دځواك كارول دستونزې حل دى ، اودافسوس وړ داده چې يوه لورته اوباما دافغانستان په روان وضعيت ځان فكرمند اواندېښمن بولي : اوبل لورته په جنګ باندې دټينګار په موخه نورځواكونه دجنګ ډګرته استوي ، اوكوښښ كوي چې دجنګ له لارې خپل برى ترلاسه كړي اولاس ترې نه اخلي .
كنه دنړۍ زياتره سياسي څيړونكو اوكارپوهانو په كراتو مراتو اوباما اودهغه ددولت غړوته دامشوره وركړې چې په افغانستان اوعراق دواړوكې دامريكا عسكري شتون ژرترژره پاى ته ورسوي ، اوپه رښتياهم كه اوباما اودهغه ددولت دهغوى په دې خبره اوغوښتنه عمل وكړي ، نو په باور سره چې ډېرې ښې پايلې به يې راووځي .
ولې نن پخپله ناټو په دې اعتراف كوي چې دوى دافغانستان جګړه په ډېره ښه اوپوره توګه نه وه سنجولى ، له امله يې دوى ونشواى كړاى چې افغانستان كنترول كاندي ، نواوس ددې ښكاره ماتې خوړلو جبيره دعسكرو په زياتولو اوډېرولو باندې نه كيږي ، دلته دامريكا په مقابل كې جهادي ليكي خورا غښتلې اوپياوړي دي، دوخت اوزمانې په تېرېدو سره لاپسې غښتلي كيږي ! په ډېرشدت اوقهرسره دبهرنيو ځواكونو پرضد جنګيږي ، چې په ترڅ كې يې په بهرنيوځواكونو دومره دايره راتنګه كړې چې له امله يې پخپله دامريكا ولسمشر ( اوباما ) دېته اړشو چې اعتراف وكړي چې دوى افغانستان كې دستونزو سره مخ دي !!
اوترټولو غوره لاداچې دامريكا پخواني ولسمشر كلنټن \'\' اوباما\'\' ته خبروركړى كه افغانستان كې دپخواني انګليس اوشوروي اتحاد پاليسيوته دوام وركړل شو نو افغانستان به دامريكا لپاره بل ويتنام شي ! دايران ولسمشر محمود احمدي نژاد هم امريكا ته ګواښنه كړې كه په نړيواله توګه دخپلې پاليسۍ قبله سمه نكړي نو داوباما حالت به دبوش څخه هم ډېر بد وي .
بل پلو امريكايان اوس ددې لپاره چې جنګ لاپسې نور اوږد او وغځوي هيڅ قانع كوونكي دلايل نه لري ،دپخوا په نسبت اوس دافغانستان دننه خلك په دې پوه اوخبر شوي چې امريكا ددروغو په ويلو سره غواړي ددوى خاوره اوهيواد اشغال كړي ! په دې باب بوش اودهغه ملګرو دوى ته بې شمېره دروغ ويلي اويواځې ددروغو له لارې يې په افغانستان باندې دحملې كولو لپاره پلمې جوړې كړې ! اودا ډنډوره يې وغږوله چې دوى ( امريكايانو ) دطالبانو څخه دشيخ اسامه بن لادن ورسپارلو غوښتنه درلوده ! اوطالبانوهغه ونه منله په مقابل كې طالبانو داسامه په خلاف دثبوت غوښتنه وكړه ! خوامريكا دثبوت وركولو په ځاى پر افغانستان باندې يرغل وكړ ، اوس كه څوك داپوښتنه وكړي چې امريكاولې ثبوت وړاندې نكړ؟ ددې سهي ځواب دادى چې بوش له سره ثبوت نه درلود !! نوڅه به يې وړاندې كړي وو ! بس هغه يواځې په دې مفروضه خيال چې ديولسم ستمبر دپېښې پلان په افغانستان كې جوړ شوى .. او ورباندې عمل په جزيرة العرب كې شوى .
بوش په افغانستان يرغل وكړ خو ددې حقيقت څخه آګاه وو چې ددى يرغل اوتجاوزپه نتېجه كې كې به په لكونو خلك وژل كيږي، بې ګناه انسانان به له لوږي اوتندې څخه ځوريږي ! په افغانانو به دمصايبو اوستونزو ورېځې راځي ، خلك به دخپلو كليو، ښارونو او كورونو پرېښودوته اړاېستل كيږي! اوپه ديرغل څخه وړاندې چې دجنګ دقربانيانو او مړو په اړه كومه سلنه بن ګردانېده هغه ۵ % ۲ مليونه وه يعني ۲۵ لكه ، اټكل كېده خواوس داسې برېښي كه امريكايان دجګړې څخه لاس وانخلي ، اوخپل عسكرونه باسي نوشايد ددغه تخميني سلنې اټكل بې ځايه نه و .
ولې چې دامريكا ديرغل وروسته افغانستان \'\' جهنم \'\' ګرځېدلى ، اواوس چې اوباما دخپلو اندېښنو سربېره ورته نور فوځيان را استوي ، نوې تجهيزات اواكمالات رسوي نو پوښتنه داده چې آيا ددغونويو ځواكونو رالېږل به افغانستان كې دامريكا مېشت عسكر دطالبانو دبريدونو څخه په آمان كړي ؟ !! ددې پوښتنې ځواب به راتلونكې ورځې وركړي ! دافغانستان دپلازمينې په شمول دټول هيواد امنيتي وضع ددې ښكارندويي كوي چې راتلونكې شېبې به خونړۍ اوبوږنوونكې وي ولې چې اوباما دخپلو اعترافونو اواندېښنو سربېره دبوش دپاليسۍ دليكو څخه په شانه ځي اودهغه په پلونو درومي .