له ټاکنوسره دافغان ولس غوڅ پرېکون

دښکېلاکګروهيلې اوپلانونه په اوبولاهوکړل !
دتېروڅومیاشتوراهیسي په ویاړلي هیواد افغانستان کي په  اصطلاح دانتخاباتوپروسې خورازور اخیستی ؤ. دمیډیادانځوریزو،ږغیږواوچاپي خپرونوڅخه علاوه دښارونوپه واټونو،هوټلونو،حمامونواوآن مسجدونوکي دنوماندانواودهغوی دکمپاینرانو لخوا دخلګوسره ددرځنوژمنوپه بدل کي  داسدد۲۹مي نېټې دولسمشرۍ اوولایتي شوراګانوپه ټاکنوکي دپراخ ګډون غوښتني په خورازوراوشورسره اوریدل کیدې اوپه بیابیاتکراریدلې .
 
درنولوستوالو!په لاندي کرښوکي به په افغانستان کي دزمري د۲۹مي نېټې په اصطلاح ټاکنوپرماهیت ،مشروعیت اوپایلوڅه رڼاواچوو؛هیله مند یوچی دخوښۍ وړمووګرځي .
 
دزمري د29مي ټاکني اوماهيت يې :
 
د انتخاباتویعني دولسمشردټاکلوپه خاطرتر۱۰۰۰زرو ډېرملکي افغانان دیرغلګروپه ړندوبمباریواومخامخ ډزوکي شهیدان اوټپیان سول اوپردې سربېره یې په ټول هیواد اوپه ځانګړې توګه هلمندکي دروان میلادي کال دجولایې پر۲مه  دخنجراوپړانګ دپنجې په نوم دویټنام دجګړې څخه وروسته ترټولوپراخ اوشدیدعملیات شروع کړ ل ؛ ترڅودمجاهدینوترولکې لاندي سیمي اشغال اوخلګ دانتخاباتوپه نوم په راتلونکي امریکایې ډرامې کي برخي اخیستلوته راجلب کړي .خومځکني واقعیتونه کاملاددوی دهیلوپرخلاف وو،هغه داسي چي یوازي په همدې جولایې میاشت کي افغاني غازیانو ددوی په وینا۷۶ لودیځوالو ناولو پوځیانوته دخپلوسرونوپه کاسوکي اوبه ورکړې  اونړیوال یې دتل لپاره ددوی له شره وژغورل اوپدې (اګست )میاشت کي  خویې تر۲۰۰سووزیاتوپوځیانوسرونه خوړلي اوخدای ج خبرچي نوربه لاڅودادیرغلګروپه قبرستان (افغانستان )کي دطالب زلموټوترتورولاندي  دژوندوروستۍ سلکۍ ووهي .
 
دغه رقم یې دنظامي یرغلونوترڅنګ دڅوملانماچپن پوښوافرادوپه استخدام اوتوسط پراخ عقیدوي او تبلیغاتي یرغلونه  هم پیل کړي وو،چي دبېلګې په توګه یې د زمري پر۲۴مه په کابل کي په اصطلاح ددیني عالمانو لخوا«په اسلام کي دټاکنوارزښت »ترعنوان لاندي هغه غونډه یادولای سو،چي ډیری ویناوال یې دایمان اووجدان په محکمه کي په معنوي مرګ محکوم سول . راځئ !چي دهمدې مړوله جملې دمولوي غلام په نوم دیوتن څرګندوني واورو!:«داټاکني فرض دي ،ټول زاړه اوواړه نارینه اوښځینه بایدګډون پکښي وکړي ترڅوخپل راتلونکی پخپله وټاکي ».حیف ! ملاغلام اودده په څېرنورپخپلو ځانونوناپوه پوهان !
 ! داسلامي سیاسي نظام اوغربي جمهوریت (سیکولرزم)دتوپیرڅخه هم عاجزدي ؛حال داچي ددې دواړو(رحماني اوشیطاني )نظامونوترمنځ دمځکي اوآسمان هومره فرق موجوددی .هوداسمه ده چي په اسلام کي دامیرالمؤمنین یاخلیفة المسلمین ټاکل یودخورامهمو بنسټونوڅخه ګڼل کیږي چي داهل حل والعقدشوری لخوا انتخابیږي ؛ولي برعکس دجمهوري نظامونوبنسټ درایو پراکثریت ولاړدی اوهرڅوک نراوښځه ،مسلمان او نامسلمان کولای سي ،چي دمشرۍ لپاره ځان نوماندکړي اوس نوکه کوم نامسلمان اویاښځینه کاندیده په رښتیا اویاغالیودرغلیوسره ډیري رایې ترلاسه کړي نوهغه به راتلونکې ولسمشره وي ،چي ددې دوا
 ړوحاکمیت په اسلام کي په قطعي توګه جوازنه لري .
 
دغه رازپه غربي جمهوریت  کي درایوپه اکثریت سره نارواروااوحلال حرام ګڼل کیږي دمثال په ډول په لویدځ مخصوصاامریکااوبرتانیاکي دهمجنس بازانودودونو قانون دپارلمان لخوادرایوپه اکثریت سره تصویب سو او اوس عملاپکښي تطبیق دی .ښکاره ده چي دایوداسي غیرفطري اوغیربشري قانون اوعمل دی چي ځنګلي حیوانان یې لاهم  دکولوڅخه ډډه کوي ،خومهذب !! لویدځوال یې پۍه ترسره کولوویاړي .
 
دزمري د29مي ټاکني اومشروعيت يې :
 
 که په تېرواتوکلنوکي په افغانستان کي وغربي جمهوري نظام اودهغه بنسټیزاصل اکثریت ته وګوروبېله شکه چي دااصل (اکثریت ) ترهرچاډېرخپله همدې غربی اشغالګرانواودهغوی مریدانوترپښولاندي کړی دی ؛ځکه چي دبن دکنفرانس څخه نیولي بیاتراوسنیوانتخاباتوپوري دوی خپله ددې اصل په نقض لګیادي دنمونې په توګه چي دکرزی مشرتوب نه دبن په غونډه کي اکثریت ته دمنلوؤاونه هم په اضطراري لویه جرګه کي؛ خوچي امریکایانوته وفاداراودمنلووړؤنوبیامنتخب ولسمشر!!سو.
 
دغه رقم دانتخاباتوپه دواړودوروکي خلګ په زوراوجبرونوم لیکني  ته اړایستل کیدل آن تردې چي د لویولاروپرسردپرتوپوستواواډودعسکرولخوابه مسافرین  د موټروڅخه په زوره راکښته کیدل اودخوښي پرته به یې دنوم لیکني په پروسه کي شاملول اوبیابه یې ادعاکوله چي دومره اوهومره شمېرخلګودنوم لیکني کارټونه اخیستي دي اوانتخاباتوته سترګي په لاردي ؛خودافغان ملت اکثریت پدې باوردی چي انتخابات هسي دامریکایانو لخوایوفرمایشي ډرامه وه اودولسمشر دټاکلو معیارپه هیڅ صورت هم ددوی پررایوولاړ نه ؤ،اونه هم دی ،بلکي دتېرپه څېربه داوارهم هغه کس راتلونکی مشروي چي ،دلودیځوالوخوښ اوګټوته یې ژمن وي .
 
که پرپورته واقعیتونوسترګي پټي کړواوومنوچي رښتیاهم ټاکني ازادي اودبهرنیانودنفوذاومداخلي پرته ترسره کیدای سي اویاترسره سوې .پداسي یوملک کي چي دنړیوالي ټولني دخورامهمومنابعو په وینااویاسلنه خاوره اودځینونوروپه ویناشپاړس ولایتونه یې دکابل ادارې دواک څخه دباندي اودمجاهدینولخواسوق اواداره کیږي ؛اوپه پاتي سیمو کي دپلازمېني کابل په ګډون هره ورځ دمجاهدینوله لوري په پرله پسې ډول منظم بریدونه دیرغلګروقواووپرپوځي اوسیاسي مرکزونو،دوزارتونو اوولایتونوپرودانیوترسره کیږي اوآن ورځ تربلي لاپسي پراخیږي ایاانتخابات کوم قانوني اوحقوقي مشروعیت اويا لږترلږه جوازدرلودلای سي !؟ واضح ده چي ددې پوښتني مثبت ځواب ویلوته به څوک زړه ښه نه کړي .
 
 
 
دزمري د29مي ټاکني اوپايلي يې :
 
نتیجه داچي ،دصلیبي ټلوالي ټولي هیلي اوپلانونه دپراخولګښتونواوتبلیغاتوسره سره هغه مهال په اوبولاهو سول، چي افغان قهرمان ملت نه یوازي داچي دزمري د۲۹مي نېټې جعلي ټاکني تحریم کړې ،بلکي پدغه ورځ یې دهیواد په ګوټ ګوټ اوآن کابل کي داسلام اوخپلواکۍ پردښمنانوپه بېساري بریدونوسره نړیوالوته څرګنده کړه ،چي افغانانوته  پخپل هیواد کي دیرغلګروقواوو موجودیت اوله لوري یې په یوه اوبل نوم دلاسپوڅو رژیمونوتپل په هیڅ ډول  هم دمنلواوزغملووړنه دی ؛ځکه چي دې ولس دتاریخ په بېلابیلوپړاونوکي دملي خپلواکۍ اواسلامي نظام دحاکمیت په مقصدزخمونه ،زندانونه اوحتی دروانونونذرانې (شهادتونه )په خوراورین تندي منلي اوزغملي دي .نوسوال نه پیداکیږي چي دازادۍ دمعشوقې پرته دي په بل څه باندي قانع واوسي .
 
علامه رشاد(رح)دخپلواکۍ ارزښت ته په اشارې څه ښه وایې :
 
حریت دهرملت دبدن زړه وي ==که دانوي هم ملت مري هم بقامري والسلام