
ایمل افغان
دا چې د ټولټاکنو د ترسره کېدو اویا د نه کېدو په موجودیت کې واک د چا لاس ته بیا ورځي نو د واک د خاوندانو لپاره نورزیاتي پکار ده چې د مظلومو هېوادوالو د وینو تویولو نه نورلاس واخلي اوپه دغه راتلونکې اداره کې د پام وړ ګامونه واخلي ، د خپلو دردیدلو او په وینو رنګ هېوادوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
څرګنده خبره ده چې په موجوده اداره کې هېوادوال د مرګ له ګواښونو، د کار له نشتوالي او امنیتي ستونزو سره ساعت په ساعت لاس او ګریوان دي چې څرنګه دوي نور له دغه بحران نه د ځان د خلاصون لپاره یوه لاره پیدا کړي.
هغه په دې معنی چې راتلونکې اداره یوه د کار اداره وي ، داهل کار خلک باید په را تلونکې ادره کې وګمارل شي ، یوه تیزه او دیکتاتوره ادارې وي ترڅو وکولای شي د غریبو هېوادوالو غوښتنو ته مثبت بدلون ورکړي او د دې ترڅنګ په دغه اداره کې د مجرمینو په وړاندې یوه غوڅه پرېکړه وکړي او دغه موجوده اداري فساد چې نن ورځ په هېواد کې اوج ته رسیدلی ده په کلي ډول سره له منځه یوسي او همدارنګه وکولای شي خپل ملي پولیس او ملي اوردو تقویه کړي چې د خپل هېواد او ناموس دفاع په خپله وکړي نه د نورو په مټو او د دې ترڅنګ هغه مرورې ډلې چې په حکومت کې ونډه لري او یا یې نلري او اورته لمن وهي د هغوي په وړاندې باید راتلونکې اداره یوه قانوني پرېکړه وکړي او له هغوي سره د خبرو جوړ جاړي ته سره ورسیږي او په راتلونکې اداره کې د هغوي له غوښتنو سره حکومت سم چلن وکړي او قناعت ورته ورکړي ترڅو د نورو هېوادوالو د وینو له تویولو نه لاس په سر شي.