
زمونږ مشر که غواړي چې حکومت پیاوړی او قوي شي نو د ښې حکومتدارۍ لومړنۍ اصل چې ګډون دی، باید پیاوړی شي،څومره چې تر سترګو کيږي، نوي د علم او استعداد ډکې انرژۍ،یعنې ځوانان ډېر محدودیتونه لري، او نشي کولی چې خپل ځانونه یاخپل مالومات تر ولسمشره ورسوي، تر څو دوی په داسې وظایفو، مقرر شي، کوم چې د دوی د زدکړو او وړتیا سره برابر وي، نو تر هر کله چې دولتي پوستونه د خاصو یا هغه کسانو چې په ميراثي یا د بهرنیو په مټو ولاړ کسانو په لاس که وي، زمونږ حکومت نه په سیاسي لحاظ او نه په اقتصادي لحاظ پیاوړی کيدای شي، نو د ولس مشر څخه هيله کيږي، چې د ګډون او آزاد رقابت لپاره هڅې وکړي، او داسي سيستم را منځ ته کړي، چې په عمومي صورت هر څوګ وکولای شي چې خپلې وړتیاوې، تعليمي ، مسلکي او اړ اسناد، د حکومت هرې څوکۍ لپارې د نوموړي سيستم له لارې، تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي، او د ټاکنې پروسه کې په شفاف ډول شامل شي، ژبه،قوم، سمت او طرفداري باید هېڅ په نظر که ونه نيول شي، نو د وخت په تيردو به زمونږ د حکومت انکشاف او پرمختګ شروع شي، نو که داسې وشول، زمونږ شته لوړ پوړي چارواکي به اکثریت، عادي مامورين شي، او ښایسته په علم سمبال او وړ کسان به د افغانستان د رشد سبب وګرځي، البته زما ليد، انجينر هلمند